خبرونه
د بخښنې نړیوال سازمان: علي وزیر دې له زندانه ازاد شي

د بخښنې نړیوال سازمان د چارشنبې په ورځ یو وار بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ لوړپوړي غړي علي وزیر د ازادۍ غوښتنه وکړه.
دغه سازمان پر ایکس پاڼه په اعلامیه کې ویلي چې علي وزیر د ۲۰۲۴ کال د اګست راهیسي چې یو کال کیږي، په ناحقه توقیف کې دی. په اعلامیه کې زیاته شوې چې دی پرته له عادلانه محاکمې بندي دی او د ده د بند د اوږدولو په خاطر پر ده بې ځایه قضیې ثبت شوې دي.
د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، علي وزیر مخکې له۲۰۲۰ کال څخه تر ۲۰۲۳م کال پوري تر دوو کلونو زیاته موده په غیرقانوني توقیف کې تیره کړی ده.
د اسلام اباد پولیسو علي وزیر د ۲۰۲۴م کال د اګست په درېيمه نیولی و. هغه مهال پر نوموړي د موټر د ټکر او له پولیسو سره د نښتې تور پورې شوی و. وروسته محکمې ده ته په دغو قضیو کې ضمانت ورکړ خو دی بیا هم د ازادېدو پر ځای له اسلام اباده- راولپېنډۍ، بیا د پنجاب په بېلابېلو زندانونو او وروسته د بلوچستان په حب کې بندي شو.
علي وزير د پاکستان پر امنیتي پالیسیو د سخت انتقاد لپاره پېژندل کېږي. هغه تور پورې کوي چې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ د ختمولو پر ځای، د وسلوالو د رامنځته کولو لامل شوی دی.
خو د پاکستان پوځ او حکومت تل دا تور رد کړی او وايي د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې یې ډېره قرباني ورکړې ده.
زلنسکي، د روسیې هر هغه وړاندیز به رد کړو چې خاورې غوښتنه يې کړي وي

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وايي، د روسیې هر هغه وړاندیز به رد کړي چې په کې د اوکرایین په ختیځ کې له دونباس سیمې د اوکراییني ځواکونو وتل شامل وي.
د هغه په ټکو، له دونباس سیمې د ځواکونو وتل يې پوتین او سرتیرو ته يې پر کیف د بریدونو فرصت په لاس ورکوي.
زلنسکي پرون سه شنبې خبریالانو ته وویل،" د خاورې د ورکړې مسله باید له روسیې سره له اوربند وروسته راپورته کړو، لومړی باید اوکرایین ته امنیتي تضمینونه ورکړي".
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ په سپینه ماڼې کې خبریالانو ته وویل، "د اوکرایین د جګړې د پایته رسولو لپاره باید اوکرایین او روسیې د خپلو خارو له یوې برخې تیر شي".
تمه ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ په الاسکا کې وګوري.
زلنسکي له دغې ناستې وړاندې وویل، روسیې ته د خاورې ورکړه او د جګړې په کرښو کې هر ډول شاتګ به د روسیې د نویو بریدونو لپاره زمینه برابره کړي.
ملګروملتونو په شپږو ولایتونو کې د اړمنو افغانانو د ملاتړ پروژې پیل کړي

د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د اړمنو خلکو د لاسنیوي په موخه یو کلنې پروژې پیل کړي دي.
دغه پروژې د جنوبي کوریا د لسو میلیونو ډالرو د مالي ملاتړ پر بنسټ په بدخشان، زابل، دایکنډي، فاریاب، خوست او ننګرهار ولایتونو کې د لنډ مهاله کاري فرصتونو، د زېربناو جوړولو او د خوړو خوندیتوب د ښه کولو په برخو کې ۳۵۰ زره کسانو سره مرستې کوي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام پرون سه شنبې پر خپلې ایکس پاڼې د دغو پروژو د پیل موخه په روان بشري او اقتصادي بحران کې له اړمنو افغانانو سره مرسته یاد کړې ده.
امریکا او پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې په ګډه مبارزه کوي

پاکستاني او امریکايي چارواکو په سیمه کې د ترهګرۍ ضد مبارزې او پر ګډې ژمنتیا په یوې ناسته کې تاکید کړی دی.
دغه ناسته چې پرون سه شنبې په اسلام اباد کې جوړه شوې وه، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان ځانګړي استازي نبیل منیر او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد ادارې همغږي کوونکي ګریګوري ډي لوګیرفو په کې ګډون درلود.
دواړو خواوو په سیمه کې د ترهګریزو ګواښونو په ځانګړې توګه د داعش خراسان، تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ ازادي غوښتونکو ډلو پر وړاندې په مبارزې تاکید وکړ.
دواړو خواوو ژمنه وکړه چې د دغو ډلو د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره به مناسبې او عملي لارې چارې مومي.
په دې ناسته کې امریکايي استازي په سیمه کې د پاکستان له خوا د ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې ستاینه هم وکړه.
د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و،" د بلوڅو ازادي غوښتونکې ډله يې د ترهګرو سازمانونو په لست کې شامله کړې ده".
په اعلامیه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په حواله راغلي و، "دا پیژندنه د ترهګرۍ پر وړاندې د ټرمپ ژمنتیا په ګوته کوي".
تحریک طالبان پاکستان، داعش خراسان او بلوڅ ازادي غوښتونکي هغه وسله والې ډلې دي چې د افغانستان، ایران او پاکستان په سرحدي سیمو کې فعالیتونه کوي.
دغو ډلو د افغانستان په ګډون په پاکستان کې د ډیرو شمیر بریدونو مسولیت منلی دی.
بینټ؛ جنسیت ته له پام پرته باید ټول افغان ځوانان خپلو حقونو ته لاسرسی ومومي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورورکوونکي ریچارډ بینټ د ځوانانو د نړیوالې ورځ په مناسبت ویلي، "راځه چې ومنو د هر جنسیت او شالید افغان ځوانان د افغانستان د راتلونکې په اړه په بحثونو او کړنو کې په ماناداره توګه شامل او واوریدل شي".
بینټ پرون ناوخته پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، ټولو ځوانانو باید خپلو بنسټیزو حقونو په ځانګړي تعلیم ته لاسرسی ولري.
پرون د اګسټ ۱۲مه د ځوانانو نړیواله ورځ وه.
ملګري ملتونه وايي، تر ۲۰۳۵کال پورې به د نړۍ نژدې ۵۷سلنه نفوس ځوانان جوړوي.
د خوړو نړیوال پروګرام؛ د افغانستان ۲۰سلنه خلک د خوړو له شدید کمښت سره مخ دي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د افغانستان څه باندې ۲۰سلنه خلک چې د هېواد نژدې نهه نیم میلیونه نفوس جوړوي د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ دی.
دغه پروګرام خبرداری ورکړی که د دغو بېوزلو د لاسنیوي په خاطر کافي بودیجه ترلاسه نه کړي په نژدې راتلونکې کې به په میلیونو کورنۍ د خوړو له شدید کمښت سره مخ شي.
دغه پروګرام ویلي، په کمې بودیجې کولی شي هره میاشت یوازې یو میلیونو اړمنو کسانو ته کافي خواړو ورسوي.
د خوړو د نړیوال پروګرام په ټکو، د افغانستان مهمې حیاتي سرچینې چې له بهره د پیسو حواله، بشري مرستې او کرنه ده، د وچکالۍ او نورو ستونزو له کبله تر فشار لاندې دي.
د ملګرو ملتونو د دغه پروګرام په ګډون یو شمیر نورو سازمانونو په افغانستان کې د شدید بشري بحران خبرداری ورکړی او د امریکا د مرستو په بندیدو سره دا بحران نور لا هم شدید شوی دی.
پاکستاني پوځیانو په باجوړ کې عملیات پيل کړل

اسوشیتد پریس اژانس د پاکستاني چارواکو په وینا نن خبر ورکړ چې امنیتي ځواکونو په باجوړ کې پوځي عملیات پيل کړې دي چې له امله یې په لسګونو زره کسانو سیمه پرې ایښې ده.
تر اوسه رسما د دې عملیاتو اعلان نه دی شوی، خو د خیبرپښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید د سیمه ییزو په وینا وویل چې په دې عملیاتو کې چې هلکوپترو هم برخه پکې اخستې ده له افغانستان سره نژدې په غرنیو سیمو کې د یاغیانو پټنځایونه په نښه کیږي.
یوه بل دولتي چارواکي شاهد علي وویل چې د دې عملیاتو له ویرې نږدې یولک کسان بیځایه شوې دي.
اسلام اباد تور پورې کوي چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې مشران په افغانستان کې پټ شوې دي، دا هغه تور دی چې افغان طالبان یې ردوي.
طالبان وایي چې په کابل کې به د لوړو کراییو مخه ونیسي

د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې پریکړه وکړه چې د کورونو څښتنان نه شي کولی چې د پروسږکال له کراییې څخه تر لس سلنه زیاتې افغانۍ واخلي.
دا پریکړه نن( د اګست ۱۲ مه) د طالبانو د کورونو د کرایې د ګډې کمیټې له لورې وشوه. دا کمیټه د عدلیې وزارت په مشرۍ د پولیسو، استخباراتو، ښاروالۍ او نورو اړوندو دولتي ادارو څخه جوړه شوې ده.
دا پریکړه په داسې حال کې کیږي چې د کابل او د افغانستان د نورو ولایتونو اوسیدونکي د سرپناه له سخت کمښت سره مخ دي او د کرایې له زیاتوالي شکایت لري. دا روښانه نه ده چې ایا د طالبانو حکومت به وکولی شي په بریالیتوب سره د کرایې د حیرانونکي زیاتوالی کنټرول کړي یا نه کړي.
په اندونیزیا کې سخته زلزله شوې

د اندونیزیا لویدیځ پاپوا سیمه نن یو سختې زلزلې ولړزوله.
د جرمني د جیولوجي تحقیقاتي مرکز نن ( د اګست دولسمه) وویل چې دا زلزله د شپږ اعشاریه پنځه ریښتر په کچه وه.
د دې څیړنیز مرکز په وینا، د زلزلې مرکز تر مځکې لاندې په اوولس کیلومترۍ کې ژور و.
تر اوسه د دې زلزلې له امله د سر او مال د زیان راپور نه دی ورکړل شوی.