خبرونه
ملګروملتونو په شپږو ولایتونو کې د اړمنو افغانانو د ملاتړ پروژې پیل کړي

د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د اړمنو خلکو د لاسنیوي په موخه یو کلنې پروژې پیل کړي دي.
دغه پروژې د جنوبي کوریا د لسو میلیونو ډالرو د مالي ملاتړ پر بنسټ په بدخشان، زابل، دایکنډي، فاریاب، خوست او ننګرهار ولایتونو کې د لنډ مهاله کاري فرصتونو، د زېربناو جوړولو او د خوړو خوندیتوب د ښه کولو په برخو کې ۳۵۰ زره کسانو سره مرستې کوي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام پرون سه شنبې پر خپلې ایکس پاڼې د دغو پروژو د پیل موخه په روان بشري او اقتصادي بحران کې له اړمنو افغانانو سره مرسته یاد کړې ده.
امریکا او پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې په ګډه مبارزه کوي

پاکستاني او امریکايي چارواکو په سیمه کې د ترهګرۍ ضد مبارزې او پر ګډې ژمنتیا په یوې ناسته کې تاکید کړی دی.
دغه ناسته چې پرون سه شنبې په اسلام اباد کې جوړه شوې وه، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان ځانګړي استازي نبیل منیر او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد ادارې همغږي کوونکي ګریګوري ډي لوګیرفو په کې ګډون درلود.
دواړو خواوو په سیمه کې د ترهګریزو ګواښونو په ځانګړې توګه د داعش خراسان، تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ ازادي غوښتونکو ډلو پر وړاندې په مبارزې تاکید وکړ.
دواړو خواوو ژمنه وکړه چې د دغو ډلو د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره به مناسبې او عملي لارې چارې مومي.
په دې ناسته کې امریکايي استازي په سیمه کې د پاکستان له خوا د ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې ستاینه هم وکړه.
د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و،" د بلوڅو ازادي غوښتونکې ډله يې د ترهګرو سازمانونو په لست کې شامله کړې ده".
په اعلامیه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په حواله راغلي و، "دا پیژندنه د ترهګرۍ پر وړاندې د ټرمپ ژمنتیا په ګوته کوي".
تحریک طالبان پاکستان، داعش خراسان او بلوڅ ازادي غوښتونکي هغه وسله والې ډلې دي چې د افغانستان، ایران او پاکستان په سرحدي سیمو کې فعالیتونه کوي.
دغو ډلو د افغانستان په ګډون په پاکستان کې د ډیرو شمیر بریدونو مسولیت منلی دی.
بینټ؛ جنسیت ته له پام پرته باید ټول افغان ځوانان خپلو حقونو ته لاسرسی ومومي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورورکوونکي ریچارډ بینټ د ځوانانو د نړیوالې ورځ په مناسبت ویلي، "راځه چې ومنو د هر جنسیت او شالید افغان ځوانان د افغانستان د راتلونکې په اړه په بحثونو او کړنو کې په ماناداره توګه شامل او واوریدل شي".
بینټ پرون ناوخته پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، ټولو ځوانانو باید خپلو بنسټیزو حقونو په ځانګړي تعلیم ته لاسرسی ولري.
پرون د اګسټ ۱۲مه د ځوانانو نړیواله ورځ وه.
ملګري ملتونه وايي، تر ۲۰۳۵کال پورې به د نړۍ نژدې ۵۷سلنه نفوس ځوانان جوړوي.
د خوړو نړیوال پروګرام؛ د افغانستان ۲۰سلنه خلک د خوړو له شدید کمښت سره مخ دي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د افغانستان څه باندې ۲۰سلنه خلک چې د هېواد نژدې نهه نیم میلیونه نفوس جوړوي د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ دی.
دغه پروګرام خبرداری ورکړی که د دغو بېوزلو د لاسنیوي په خاطر کافي بودیجه ترلاسه نه کړي په نژدې راتلونکې کې به په میلیونو کورنۍ د خوړو له شدید کمښت سره مخ شي.
دغه پروګرام ویلي، په کمې بودیجې کولی شي هره میاشت یوازې یو میلیونو اړمنو کسانو ته کافي خواړو ورسوي.
د خوړو د نړیوال پروګرام په ټکو، د افغانستان مهمې حیاتي سرچینې چې له بهره د پیسو حواله، بشري مرستې او کرنه ده، د وچکالۍ او نورو ستونزو له کبله تر فشار لاندې دي.
د ملګرو ملتونو د دغه پروګرام په ګډون یو شمیر نورو سازمانونو په افغانستان کې د شدید بشري بحران خبرداری ورکړی او د امریکا د مرستو په بندیدو سره دا بحران نور لا هم شدید شوی دی.
طالبان وایي چې په کابل کې به د لوړو کراییو مخه ونیسي

د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې پریکړه وکړه چې د کورونو څښتنان نه شي کولی چې د پروسږکال له کراییې څخه تر لس سلنه زیاتې افغانۍ واخلي.
دا پریکړه نن( د اګست ۱۲ مه) د طالبانو د کورونو د کرایې د ګډې کمیټې له لورې وشوه. دا کمیټه د عدلیې وزارت په مشرۍ د پولیسو، استخباراتو، ښاروالۍ او نورو اړوندو دولتي ادارو څخه جوړه شوې ده.
دا پریکړه په داسې حال کې کیږي چې د کابل او د افغانستان د نورو ولایتونو اوسیدونکي د سرپناه له سخت کمښت سره مخ دي او د کرایې له زیاتوالي شکایت لري. دا روښانه نه ده چې ایا د طالبانو حکومت به وکولی شي په بریالیتوب سره د کرایې د حیرانونکي زیاتوالی کنټرول کړي یا نه کړي.
په اندونیزیا کې سخته زلزله شوې

د اندونیزیا لویدیځ پاپوا سیمه نن یو سختې زلزلې ولړزوله.
د جرمني د جیولوجي تحقیقاتي مرکز نن ( د اګست دولسمه) وویل چې دا زلزله د شپږ اعشاریه پنځه ریښتر په کچه وه.
د دې څیړنیز مرکز په وینا، د زلزلې مرکز تر مځکې لاندې په اوولس کیلومترۍ کې ژور و.
تر اوسه د دې زلزلې له امله د سر او مال د زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
ملګري ملتونه: د میانمار ځواکونه خلک شکنجه کوي

د ملګرو ملتونو څیړونکي وايي، دوی د میانمار د امنیتي ځواکونو لخوا د سیستماتیکې شکنجې شواهد مستند کړي او یو شمیر لوړ پوړي مجرمین یې پیژندلي دي.
د میانمار لپاره د خپلواک تحقیقاتي میکانیزم، چې په ۲۰۱۸ کال کې رامنځته شوی، د سه شنبې په ورځ (د اګست ۱۲مه) په یوه راپور کې وویل چې دوی د وهلو، بریښنایی شاکونو او د شکنجې نورو ډولونو لکه پر پلاس د نوکانو ایستلو قربانیان پیژندلي او مستند کړي دي.
د رویټرز اژانس په وینا، د روان کال د جون تر ۳۰ پورې د یوه کال په موده کې د عیني شاهدانو، عدلي شواهدو او عکسونو په شمول د اسنادو په استناد دا راپور چمتو شوی دی.
میانمار د ۲۰۲۱ کال له پوځي کودتا راهیسې په کورنۍ جګړې او ګډوډۍ کې ښکیل دی، او ملګري ملتونه وايي چې له هغه وخت راهیسې لسګونه زره خلک نیول شوي دي.
د میانمار د پوځ ملاتړي حکومت ویاند تر اوسه د دې راپور په اړه د رویټرز اژانس پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
د نسیم راډیو خپرونې بندې شوې

نسیم راډیو اعلان وکړ چې له ۱۳ کلونو وروسته به په دایکندي او بامیان ولایتونو کې خپل فعالیت ودروي.
دې رسنۍ په خپله فیسبوک پاڼه کې په یوه بیان کې ویلي، ځیني وختونه د غږ د زغملو نه وي.
په دې بیان کې هیله څرګنده شوې ده، که شرایط برابر شي، ښایي دا راډیو بیا خپلې خپرونې پیل کړي.
تیره چهارشنبه، د طالبانو استخباراتو په دایکندي کې د نسیم راډیو رییس او دوه خبریالان ونیول او د راډیو ځینې تجهیزات یې ضبط کړل.
د افغانستان د ژورنالیستانو مرکز په وینا، د نسیم راډیو کارمندان د داعش او د وسله والو طالبانو د مخالفینو په اړه د ملګرو ملتونو د راپور د خپریدو په تور نیول شوي او تحقیقات ترې شوي دي.
له هغه وخته چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې کابل نیولی، دوی په افغانستان کې په خبریالانو او ازادو رسنیو سخت بندیزونه لګولي دي، سلګونه رسنۍ یې بندې کړې دي او زرګونه خبریالان او د رسنیو کارمندان له افغانستانه وتلي دي. اوس مهال یو شمېر افغان خبریالان د خپل ژورنالیستیکي کار لپاره د طالبانو په زندانونو کې دي، چې د کورنیو او نړیوالو سازمانونو او د خبریالانو ملاتړ کونکو ادارو لخوا یې سختې نیوکې راپارولي دي.
ملګري ملتونه: طالبانو په تیرې څلور کلنې دورې کې تر ۱۰۰ ډیر فرمانونه د ښځو پرضد صادر کړي

ملګري ملتونه وايي چې د طالبانو له واکمنۍ څخه څلور کاله وروسته، د افغان ښځو روغتیایي وضعیت خراب شوی دی.
ملګرو ملتونو په خپله ویب پاڼه کې په یوه پوسټ کې دا هم ویلي چې طالبانو په دې موده کې د ښځو ضد شاوخوا سل فرمانونه صادر کړي ، چې د افغان ښځو او نجونو لپاره یې "ویجاړونکې" پایلې درلودې.
د ملګرو ملتونو په وینا، له اته اویا سلنې څخه زیاتې افغان ښځې نه تعلیم لري او نه هم کار ته لاسرسی لري.
نژدې څلور کاله مخکې چې د اګست په پنځلسمه طالبانو کابل ونیو، له شپږم ټولګي ورپورته یې د نجونو زده کړې منع کړې، بیا یې پوهنتون ته د دوی د تګ مخه ونیوله او په ډیری دولتي دفترونو او غیردولتي موسسو کې یې د ښځو کار منع کړی دی.