د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۲

خبرونه

د بشري مرستو څه باندې سلو سازمانونو په غزه کې د پراخې قحطۍ خبرداری ورکړی

د بشري مرستو څه باندې سلو سازمانونو په غزه کې د پراخې قحطۍ خبرداری ورکړی دی.

د بشري مرستو د رسونو ۱۱۱سازمانونو له هغې ډلې د بې پولې ډاکټرانو سازمان پرون چهارشنبې خبرداری ورکړی چې په غزه کې د "دوی د کارکوونکو په ګډون خلک د مرګ په حال کې دي".

دغو ادارو په غزه کې د عاجل اوربند غوښتنه کړې او پر ښکیلو خواوو يې غږ کړی چې د ملګرو ملتونو په استازیتوب د بشري مرستو رسونو سازمانونو ته د مرستو د رسولو اجازه ورکړي.

د اسراییلو حکومت په وروستیو کې په غزه کې د پراخې قطحۍ او لوږې له کبله له فشارونو سره مخامخ دی.

غزه چې د څه باندې دوو میلیونو فلسطینیانو کور دی، په تیرو ۲۱میاشتو کې د جګړې سربیره له سختې قطحۍ سره مخ ده، او د خوارکي توکو د ویش پرمهال په کې په زرهاوو کسان د اسراییلو د سرتیرو په ډزو کې وژل شوي دي.

په ایرلنډ کې وسله والو دوه کسان په ډزو وژلي دي

د ایرلنډ پولیس وايي، د پلازمینې بلفاست په جنوبي لویدیز مګ وایرزبریج سیمه کې وسله والو دوه کسان وژل په ډزو وژلي او دوه نور ټپیان دي.

پولیسو ویلي، اوسمهال د عام خلکو لپاره کوم خطر نشته.

تراوسه د برید انګیزه روښانه نه ده.

اروپايي ټولنه د امریکا د لوړو تعرفو او سوداګریزو ستونزو پر حل لارو او متقابلو اقدامات کار کوي

اروپايي ټولنه وايي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لورې پر دې ټولنه د لګول شویو لوړو تعرفو او سوداګریزو ستونزو پر حل لارو او متقابلو اقداماتو کار کوي.

رویترز خبري اژانس نن چهارشنبې د اروپايي کمیسیون په حواله راپور ورکړی چې د دغې ټولنې غړي هېوادونه له امریکا سره د سوداګرۍ په خبرو اترو کې د یوې پایلې د ترلاسه کولو په تمه دي.

ټاکل شوې د اروپايي ټولنې د سوداګرۍ کمیشنر ماروس سیفکویچ نن ماسپښین د امریکا د سوادګرۍ له وزیر هاورډ لوټنیک سره د لوړو تعرفو په اړه خبرې وکړي.

امریکا له اروپايي ټولنې د توکو پر صادراتو لس سلنه او د دې ټولنې د پولادو پر صادراتو۵۰سلنه، د المونیو پر صادراتو۲۵سلنه او د موترو پر پروژه جاتو ۱۰سلنه تعرفه وضعه کړې ده.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د زراعتي توکو د ترجیحي تعرفو پر کمیدو هوکړه شوې ده

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د زراعتي توکو د ترجیحي تعرفو پر کمیدو هوکړه شوې ده.

د طالبانو په واک کې د صعنت او سوداګرۍ وزارت نن چهارشبنې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، " د هوکړې له مخې د افغانستان له لورې پاکستان ته پر څلور قلمه صادراتو او له هغه ځایه هم په څلور قلمه وارداتو لګول شوې تعرفې چې مخکې ۶۰سلنه وه، ۲۷سلنې ته راټیټه شوې دي".

له افغانستانه په صادراتو کې انګور، انار، مڼې او رومیان او له پاکستانه په وارداتو کې ام، کېنو، کیلې او کچالو شامل دي.

دغه هوکړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال احمدالله زاهد او پاکستاني سیال جاوید پاول ترمنځ لاسلیک شوې ده.

پر زراعتي توکو د تعرفو کمیدل د اګست میاشتې له پیله د عملي کیدو وړ دي.

متقي؛ د بریټانوي جوړې ټول حقونه زموږ په زندان کې خوندي دي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وايی، د دوی په زندان کې د بریټانوي بندي جوړې ټول حقونه خوندي دي.

ښاغلي متقي چې نن چهارشنبې د رسنیو په مرکز کې د بهرنیو چارو وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو په ناسته کې رسنیو ته ویلي، " په زندان کې د بریټانوي جوړې ټول بشري حقونه خوندي دي او له خپلې کورنۍ سره تماس کې دي، روغتیايي خدمتونه ورته برابر شوي او د خلاصون لپاره يې هڅې روانې دي".

د متقي په ټکو، تراوسه د دغې بریټانوي جوړې د خلاصون مراحل لا تکمیل شوي نه دي.

۸۰کلن پیټر رینولډز او ښځې يې باربي د څرخي پله په زندان کې له څه باندې ۱۲ اونیو راهیسې بندیان دي.

دغې جوړې میاشت وړاندې بریټانوي رسنیو سره په خبرو کې د طالبانو زندان دورخ ته ورته بللی وو، او ویلي و چې له خطرناکو زندانیانو سره بندیان دي.

دغې جوړې له ۲۰۰۹کال راهیسې افغانستان کې د «ریبلد» په نوم موسسې له لارې په روغتیايي، تعلیمي او روغنیزو چارو کې خدمتونه وړاندې کول.

طالبانو د جرمني په بن ښار کې افغانانو ته د پاسپورټونو د ویش لړۍ پیلوي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، له څلور کلن ځنډ وروسته د جرمني په بن ښار کې د پاسپورټونو د چاپ لړۍ پیلوي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن چهارشنبه پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، "ډير ژر به په بن ښار کې د پاسپورټونو چاپ پیل او په ټولو اروپايي هېوادونو کې به کې د افغانانو د سپورټونو ستونزو ته رسیدنه وشي".

د طالبانو حکومت په داسې حال کې په اروپايي هېوادونو کې د افغانانو د سپورټونو ستونزو ته د رسیدنې خبره کوي، چې د جرمني حکومت په همدې روانه اونۍ کې د طالبانو دوه قونسلي کارکوونکي په بن او برلین ښارونه کې ومنل.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، دغه دوه قونسلي کارکوونکي پرون جرمني ته رسیدلي وو.

جرمني لومړی اروپايي هېواد دی چې د طالبانو دوه قونسلي کارکوونکي مني.

ګوتیریش: لوږه اوس د غزې هره دروازه ټکوي

غزه کې مرستې ته په تمه میرمنې او ماشومان
غزه کې مرستې ته په تمه میرمنې او ماشومان

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه پریکړه لیک کې د دغه سازمان له ۱۹۳ غړو وغوښتل چې د غزې په ګډون یو شمیر هېوادونو کې د روانو جګړو هواري ته ټولې ممکنه لارې چارې وسنجوي.

د دوی اشاره د اوکراین، سوډان، هیټي او میانمار جګړو او شخړو ته وه چې هره ورځ د انسانانو ژوند اخلي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش وویل، لوږه اوس په غزه کې د هر کور دروازه ټکوي او په خبره یې اسراییل غزې ته د ملګرو ملتونو د مرستو مخه نیولې ده.

ملګرو ملتونو وړاندې تر دې په ځلونو په غزه کې د بشري ناورین خبرداری ورکړی، خو هلته د جګړې په کچه کې کوم بدلون نه دی راغلی.

یوه تازه راپور کې ویل شوي چې شاوخوا زر تنه فلسطینیان تیرو څو اونیو کې داسې مهال وژل شوي چې د مرستو ټولولو مرکزونو کې مرستو ته راټول شوي وو.

شپږیزه لیګ کې نن امو او سپین غر او وروسته بیا بست او بند امیر لوبډلې لوبه کوي

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د کریکټ په شپږیزې لیګ کې نن سهار مهال امو نهنګان او سپین غر بازان سره مخامخ کیږي.

ماسپښین مهال بله لوبه د بست ساتونکو او بند امیر لوبډلو ترمنځ ده.

پرون د کریکټ درې وتلي ستوري محمد نبي، رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ هم له بهرنیو لیګونو راستانه او شپږیزې کې له خپلو لوبډلو سره یوځای شول.

دغه لیګ د همدې اونۍ په سر کې پيل او د اګست تر لومړۍ نیټې پورې دوام کوي.

د امریکا ولسمشر له جاپان سره د یوې سوداګریزې معاملې خبر ورکړی

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له جاپان سره د یوې سوداګریزې معاملې خبر ورکړی او له هغه هېواده واردیدونکو توکو باندې یې ګمرکي تعرفه ۱۵ فیصدو ته راښکته کړې.

پخوا دغه تعرفه ۲۵ فیصده وه.

ټرمپ د سه شنبې په ورځ ویلي، له دغې معاملې سره به سلګونه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي او په خبره یې پخوا هیڅ داسې یو کار نه و شوی.

د امریکا ولسمشر پر خپله ټولنیزه پاڼه ( سوشل تروټ) لیکلي، هغه له جاپان سره تل پراخه اړیکو ته دوام ورکوي.

د ټرمپ د معلوماتو له مخې جاپان به د ده په لارښوونه په متحده ایالتونو کې ۵۵۰ میلیارده ډالره پانګونه وکړي او خپل اقتصاد به د امریکایي موټرو او وریجو لپاره پرانیزي.

بغلان کې د سکرو د یوه کان ۶ تنه کارکوونکي وژل شوي دي

ارشیف
ارشیف

په بغلان کې د سکرو د یوه کان شپږ تنه کارکوونکي وژل شوي او اتلس نور ټپيان شوي دي.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مشر سید مصطفی هاشمي فرانس پریس ته ویلي چې پیښه پرون سه شنبه ( د چنګاښ ۳۱مه) د کان د سمڅې د ناڅاپي ویجاړیدو له کبله رامنځته شوې.

هغه ویلي، ټپيان په روغتون کې بستر شوي، خو د وضعیت د څرنګوالي په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

په افغانستان کې کان کیندونکي تر ډیره د خوندیتوب تجهیزات نه لري او وخت نا وخت له ورته خونړیو پیښو سره مخامخ کیږي.

د تېر کال په دسمبر کې ۲۲ تنه د سمنګان ولایت په یوه کان کې بند پاته شول، خو وروسته بیا ژوندي وژغورل شول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG