د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۱ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

خبرونه

د کییف او واشنګټن ترمنځ د خبرو په درشل کې پر اوکراین د روسیې حملو زور اخیستی دی

دونېڅک سیمه- د روسیې د یوه توغندي له لګېدو وروسته (آرشیف)
دونېڅک سیمه- د روسیې د یوه توغندي له لګېدو وروسته (آرشیف)

په داسې حال کې چې کییف له واشنګټن سره د خبرو لپاره سعودي عربستان ته د خپل پلاوي د لېږلو لپاره تیاري نیسي، روسیې په اوکراین کې پر ملکي اهدافو او د جګړې په ډګر کې د پرمختګ لپاره حملو ته زور ورکړی دی.

اوکرایني سیمه ایز چارواکي وايي چې روسیې پرون (د مارچ ۸مه) د اوکراین په ختیځه دونیڅک سیمه کې د هوايي حملو پرمهال لږترلږه پنځوس کسان او په دوبروپیلا ښار کې یوولس کسان ووژل.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي تېره شپه ناوخته پر ټولنیزو شبکو په یوه بیان کې ولیکل دا حملې ښيي چې د روسیې اهداف نه بدلېدونکي دي نو ځکه د ده په وینا د خلکو د ساتنې، د اوکراین د هوايي مدافعې د ځواکونو د پیاوړي کولو او پر روسیې د نورو بندیزونو د لګولو لپاره باید لازم اقدامات وشي.

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو له خپل اوکرایني سیال اندرې سیبیها سره د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې د بندولو په اړه د خبرو لپاره سبا د مارچ له ۱۰مې تر ۱۳مې پورې سعودي عربستان ته سفر وکړي.

امنیتي مامورینو د سپینې ماڼۍ مخې ته یو مشکوک بریدګر په ډزو وویشت

امنیتي مامورین د سپینې ماڼۍ مخې ته (آرشیف)
امنیتي مامورین د سپینې ماڼۍ مخې ته (آرشیف)

د متحدوایالتونو د پټو خدماتو مامورینو نن سپینې ماڼۍ ته نژدې یو وسله وال کس په ډزو وویشت.

په یوه بیان کې چې دې ادارې خپور کړی راغلي، دا وسله وال چې سهار وختي له پولیسو سره تر مقابلې وروسته وویشتل شو په روغتون کې دی او د روغتیايي وضعیت په اړه یې معلومات نه شته. په ډزو کې بل چا ته زیان نه دی اوښتی.

بیان زیاتوي چې د پټو خدماتو ادارې د شنبې په ورځ له یوې سیمه ایزې سرچینې څخه معلومات ترلاسه کړي وو، چې یو ځان وژونکی بریګر ښايي له اندیانا څخه واشنګټن ته ولاړ شي. د بیان له مخې د مشکوک کس موټر د پېښې له ځای څخه لږ لیرې موندل شوی دی.

د پېښې پرمهال ولسمشر ډونالډټرمپ په سپینه ماڼۍ کې نه و، ځکه دی د اونۍ په پای کې په فلوریډا کې خپل استوګنځي ته ځي.

نیوزیلنډ د اتلانو د جام په فاینل کې هند ته د ۲۵۲ منډو هدف وټاکه

د نیوزیلنډ او هند د نننۍ لوبې یوه څنډه
د نیوزیلنډ او هند د نننۍ لوبې یوه څنډه

د اتلانو د جام- چمپینز ټرافي د سیالیو په فاینل لوبه کې نیوزیلنډ هند ته د ۲۵۲ منډو هدف وټاکه.

نیوزیلنډ د لوبې د پچې تر ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په پنځوسو اوورونو کې یې د اوو لوبغاړو په زیان سره ۲۵۱ منډې جوړې کړې. په څو شېبو کې به د هند لوبډله بیټینګ پیل کړي.

نیوزیلنډ تېره چارشنبې په نیم پایلوبه کې جنوبي افریقا ته او هند بیا د سه شنبې په ورځ اسټرالیا ته له ماتې ورکولو وروسته پایلوبې ته ووتل. په دې جام کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې هم نسبتا ښې لوبې لرلې خو وروسته له دې چې له اسټرالیا سره یې د باران له کبله لوبه مساوي شوه له وړاندې تلو پاتې شو.

پاناما لسګونه کسان چې له امریکا څخه ایستل شوي وو، خوشې کړل

له امریکا څخه ایستل شوي کډوال
له امریکا څخه ایستل شوي کډوال

پاناما له متحدوایالتونو څخه ایستل شوي لسګونه کډوال چې افغانان هم پکې دي خوشې کړي دي.

پاناما د بشري حقونو د ډلو له څو اونیو شکایتونو او نیوکو وروسته د شنبې په ورځ لسګونه کسان چې له څو اونیو راهیسې په یوه لیرې پراته کمپ کې ساتل کېدل خوشې کړل او هغوی ته یې دېرش ورځې مهلت ورکړ چې د منځنۍ امریکا له دې هېواده ووځي.

د حیات الله اوماغ په نوم یو افغان کډوال چې په دې ډله کې خوشې شوی دی، اسوشیتیدپریس خبري آژانس ته ویلي چې نه په پاناما کې د اوسېدو لپاره پیسې لري او نه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته ستنېدلای شي.

د پاناما چارواکو ویلي چې ایستل شوي کسان د اړتیا په صورت کې کولای شي په دې هېواد کې د استوګنې ویزې تر شپېتو ورځو پورې تمدید کړي خو اوماغ وايي، دی هم د نورو کډوالو په څېر نه پوهېږي چې څه وکړي.

د اسوشیتيدپریس د راپور له مخې له امریکا څخه د ایستل شویو کډوالو له ډلې ۶۵ کسان خوشې شوي دي خو لسګونه نور لاهم په کمپونو کې ساتل کېږي.

د چارشنبې تر ورځې د هېواد په څو سیمو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلابونو اټکل شوی

په هلمند کې د وروستیو سېلابونو یوه څنډه (آرشیف)
په هلمند کې د وروستیو سېلابونو یوه څنډه (آرشیف)

د هواپېژندنې ادارې د راروانې چارشنبې تر ورځې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل کوي.

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت نن په یوه بیان کې وویل، سبا د کب یا حوت له ۲۰مې څخه د کب تر ۲۲مې پورې د هلمند، هریرود، شمال، پنج، آمو او کابل په سیندیزو حوزو کې د نسبتا تېزو بارانونو او واورو له کبله د سېلونو د راوتلو احتمال شته.

په بیان کې په ځانګړي ډول د ارزګان، زابل، هلمند، کندهار، بادغیس، هرات، غور، جوزجان، فاریاب، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار، کندز، پکتیا، خوست او لغمان په سیندونو کې د اوبو د کچې د لوړېدو خبرداری ورکړل شوی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت له هغو خلکو چې د یادو سیندونو پر غاړو استوګن دي غواړي چې د سېلابونو د راوتلو په صورت کې د کوزنیو سیمو اوسېدونکو ته خبر ورکړي. په هلمند، فراه، کندهار او نورو ولایتونو کې د وروستیو وریاوو له کبله خلکو ته ګڼ انساني او مالي زیانونه واوښتل.

د هند او نیوزیلنډ لوبډلې د اتلانو د جام په فاینل لوبه کې سره مخامخ کېږي

د ۲۰۲۵ کال د اتلانو په جام کې د نیوزیلنډ او هند لوبه (آرشیف)
د ۲۰۲۵ کال د اتلانو په جام کې د نیوزیلنډ او هند لوبه (آرشیف)

د اتلانو د جام یا چمپینز ټرافي د لړۍ فاینل لوبه به نن د هند او نیوزیلنډ ترمنځ ترسره شي. دا لوبه د کابل په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه په ډوبی کې په پام کې ده.

نیوزیلنډ تېره چارشنبې په نیم پایلوبه کې جنوبي افریقا ته او هند بیا د سه شنبې په ورځ اسټرالیا ته له ماتې ورکولو وروسته پایلوبې ته ووتل.

په دې جام کې افغانستان هم نسبتا ښې لوبې لرلې خو وروسته له دې چې له اسټرالیا سره یې د باران له کبله لوبه مساوي شوه له وړاندې تلو پاتې شو.

په سوریه کې د دولتي ځواکونو او مخالفو وسله والو په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي

په لاذقیه کې د سوریې د دولتي ځواکونو د عملیاتو یوه څنډه
په لاذقیه کې د سوریې د دولتي ځواکونو د عملیاتو یوه څنډه

په سوریه کې د تېرو دوو ورځو په نښتو کې د وژل شویو کسانو شمېر له زرو اوښتی دی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې نن وویل، پر هغو ۷۴۵ ملکيانو سربېره چې له نژدې فاصلې لګېدلي دي د دولتي امنیتي ځواکونو ۱۲۵سرتېري او د مخالفو ډلو ۱۴۸ وسله وال هم په هغو جګړو کې چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوې، وژل شوي.

دا ډله چې مرکز یې په برتانیا کې دی وايي چې په لاذقیه او د شاوخوا په پراخو سیمو کې یې د بریښنا او د څښاک د اوبو د رسولو خدمات هم په ټپه درېدلي دي.

دا وژنې د سوریې په کورنۍ جګړه کې چې ۱۴ کاله مخکې پیل شوه د تشدد له ډېرو خونړیو مواردو ګڼل کېږي او د نوي حکومت لپاره به چې درې میاشتې مخکې یې د بشارالاسد رژیم وپرځاوه او واک ته ورسېد یوه لویه ننګونه وي.

د احمدالشرع په مشرۍ سني حکومت وايي چې دا عملیات یې د اسد رژیم ته د وفادارو علوي وسله والو د حملو په ځواب کې پیل کړي دي.

امیرخان متقي د عمان د بهرنیوچارو له وزیر او نورو چارواکو سره د خبرو لپاره مسقط ته روان شو

امیرخان متقي او ورسره پلاوی (آرشیف)
امیرخان متقي او ورسره پلاوی (آرشیف)

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزیر امیرخان متقي د عمان له چارواکو سره د خبرو لپاره نن دې هېواد ته روان شو.

د بهرنیوچارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې ښاغلی متقي د عمان د بهرنیو چارو د وزیر بدر بن حمد البوسعیدي په بلنه دې هېواد ته تللی دی.

ضیااحمد زیاته کړه چې ښاغلی متقي به د دې سفر پرمهال د بهرنیوچارو پر وزیر سربېره د عمان له نورو جګپوړو چارواکو سره هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو او دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

د طالبانو حکومت چې له څه کم څلورو کلونو راهیسې په افغانستان کې واکمن دی، لاهم د نړۍ د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د تېرې وږي میاشتې په پای کې د عمان په پلازمېنه مسقط کې د افغانستان د سفارت د بيا پرانیستو خبر ورکړ او ویې ویل چې د دې سفارت چارې د طالبانو استازی سمبالوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه بحث کوي

د یوناما مشره روزا اوتونبایووا د امنیت شورا یوې پخوانۍ غونډې ته د وینا پرمهال (آرشیف)
د یوناما مشره روزا اوتونبایووا د امنیت شورا یوې پخوانۍ غونډې ته د وینا پرمهال (آرشیف)

په پام کې ده د ملګروملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه بحث وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت- یوناما نن په یو بیان کې وویل چې دا غونډه سبا د کابل په وخت د شپې په ۱۱نیمو بجو جوړېږي او د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا به پکې وینا واوروي.

د یوناما په بیان کې د دې غونډې د اجنډا دقیقه یادونه نه ده شوې خو بشري حقونه، په تېره د ښځو پر تعلیم او کار د طالبانو بندیزونه هغه مهمه موضوع ده چې ملګروملتونو په تېرو څه کم څلورو کلونو کې بیا بیا خبرې پرې کړي.

د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د وریاوو اټکل

په هلمند ولایت کې د وروستیو سیلابونو له کبله زیانونه
په هلمند ولایت کې د وروستیو سیلابونو له کبله زیانونه

د هېواد د هوا پېژندنې د دارو د اټکل له مخې نن د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د واورې د ورېدو، بارانونو او سیلابونو احتمال شته.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت پرون پر خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې ویلي چې په هرات، فراه، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، دایکندي، بامیان، بغلان، تخار، بدخشان، نورستان او پنجشیر ولایتونو کې نن د نسبتا درنې واورې یا بارانونو او سیلونو امکان شته.

د اټکل له مخې د دې بارانونو کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې او د واورو اندازه به د ۱۰ او ۳۰ سانتي مترو ترمنځ وي.

په تیرو دوه اونیو کې په فراه، کندهار، هلمند او نورو ولایتونو کې د درنو بارانونو او سیلونو له امله لسګونه کسان مړه او ګڼ نور ټپیان شول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG