خبرونه
ډبلیو.ایف.پي: د مرستو کمښت تر ډيره افغان ښځې او ماشومان اغیزمن کړي

د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) وايي، چې افغانستان ته د بشري مرستو کمښت تر ټولو زیاتې ښځې زیانمنوي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې د سې شنبې په ورځ، د فبروري په ۲۵مه، ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید افغانستان هېر نه کړي.
د آسیا پاسفیک حوزې لپاره د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال سمیر وانملي په یوه ویډیویي پيغام کې ویلي، دوی باید ډاډ ترلاسه کړي چې نړۍ افغانان نه دي هیر کړي او خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا (OCHA) په خپل وروستي راپور کې ویلي ، چې د دوی ځینې بشري پروګرامونه د زده کړې، خوراکي مرستو، روغتیا، خوارځواکۍ او په افغانستان کې د اړمنو خلکو لپاره د سرپناه په برخو کې د ۲۰۲۵ کال د جنوري او مارچ ترمنځ د تمویل کمښت له خطر سره مخ دي.
یونسف: د روغتیایيسیستم د فعال ساتلو لپاره یې د ملاتړ یوه پروژه پيل کړې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي چې دوی او شریکان یې په افغانستان کې داسې یوه پروژه پر مخ بیایي چې د روغتیایي خدمتونو ۷۵ سلنه ملاتړ په کې کیږي.
دوی وایي چې د دغې پروژې ډير تمرکز پر ښځو او ماشومانو دی.
دې سازمان په یوه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ، د فبروري په ۲۵مه خپور شو، ویلي چې دا اقدام یې له بدلونونو په ډکو حالاتو کې یې د روغتیایي سیستم د ساتنې په هدف ترسره کړی دی.
د راپور له مخې، دا پروژه به په ټول افغانستان کې ۲۴۰۰ روغتیايي مرکزونه پرانیستي وساتي، چې په هغو کې ۹۶ هغه بشپړ مجهز روغتونونه شامل دي چې د ولایتونو په مرکزونو کې دي.
تر دې مخکې، د " هیلټ کلسټر" په نوم د روغتیایي خدمتونو وړاندې کوونکي سازمان تېره اونۍ په یوه راپور کې وویل چې د امریکا د مرستو د ځنډېدو له امله ۲۰۴ میلیونه افغانان له روغتیايي خدماتو بې برخې شوي دي.
په اتلانو جام کې د افغانستان او انګلستان لوبه پیل شوه، افغان لوبډله بیټنګ کوي

د چمپینز ټرافي یا اتلانو جام د سیالیو په دوام، د افغانستان او انګلستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه نن پیل شوه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.
دا لوبه د پاکستان د لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې ترسره کیږي.
د نن ورځې لوبه د افغانستان او انګلستان لوبډلو لپاره مهمه ګڼل کېږي ځکه چې بایلونکې لوبډله به د چمپینز ټرافي څخه بهر شي.
تر دې وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه د سویلي افریقا پر وړاندې د ۱۰۷ منډو په توپیر وبایلله.
د انګلستان لوبډلې هم په دې جام کې په خپله لومړۍ لوبه کې د اسټرالیا په وړاندې ماتې وخوړه.
سوډان کې پوځي الوتکه لویدلې، ۴۶ تنه په کې مړه شوي دي

چارواکي وایي چې په سوډان کې د یوې پوځي الوتکې د لوېدو په پیښه کې د مړو شمېر لږ ترلږه ۴۶ ته لوړ شوی دی.
پیښه پرون سه شنبه په اومدورمان ښار کې چې د پلازمېنې خرطوم اړوند دی، شوې ده.
د خرطوم مطبوعاتي دفتر ویلي چې پيښه کې لس تنه نور ټپيان شوي هم دي.
تر دې وړاندې رویټرز د سوډان د پوځ په حواله ویلي و چې دغه انتونوف پوځي الوتکه له وادي سیدنا هوایي اډې څخه تر الوتنې وروسته د امدورمان په شمال کې ولوېده.
خبر کې راغلي چې مرګ ژوبله پوځي او ملکي کسانو ته اوښتې ده.
تراوسه د پیښې لامل روښانه شوی نه دی.
په سوډان کې د ۲۰۲۳ کال له اپریل راهیسې د پوځ او د ( چټک ملاتړ ځواکونو) په نوم ملیشو ترمنځ جګړه پيل شوې ده.
د دغې جګړې له کبله لسګونه زره کسان وژل شوي او د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې څه باندې ۱۲ میلیونه له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.
جګړې په سوډان کې بشري ناورین رامنځته کړی دی.
حماس او اسراییلو د یرغملو او بندیانو د خوشې کولو پر دوام موافقه وکړه

د اسراییلو او حماس چارواکي وايي، د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې د اسراییلي یرغملو د مړو د سپارلو په برخه کې موافقه شوې ده.
اسراییلو له شنبې ورځې راهیسې د ۶۰۰ فلسطیني بندیانو د خوشې کولو بهیر، د یرغملو د خوشې کولو پرمهال د حماس د وسله والو د ناوړه چلند په غبرګون کې وځنډاوه. حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي، ویلي و، چې د اسراییل له زندانونو د دې بندیانو په خوشې کولو کې ځنډ له اوربند څخه جدي سرغړونه ده او د خبرو دوهم پړاو به د دې بندیانو تر خوشې کېدو پورې پیل نه شي.
دې لانجې دا ویره رامنځ ته کړې وه چې د غزې اوربند مات نه شي. د دې اوربند د لومړي پړاو شپږ میاشتې د بلې اونۍ له پیل سره سم پای ته رسېږي. خو حماس بېګا اعلان وکړ چې د دې ډلې د مخکښ چارواکي خلیل الحیا په مشرۍ پلاوی په قاهره کې د خبرو پرمهال له اسراییلو سره په دې اړه موافقې ته رسېدلی دی.
حماس په یو بیان کې ویلي چې دا موافقه به د څلورو نورو مْړو اسراییلي یرغملو د جسدونو سپارلو او د سلګونه فلسطیني بندیانو خوشې کېدو ته لاره اواره کړي. یوه اسراییلي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي ځکه د خبرو اجازه نه لري، هغه موافقه تایید کړه چې له مخې یې د اسراییلي یرغملو مړي دې هېواد ته سپارل کېږي خو اسراییلي رسنیو ویلي چې دا تبادله نن کېدونکې ده.
۲۵۵ افغانان د جرمني پلازمېنې برلین ته ورسېدل

۱۵۵ تنه افغانان پرون (د کب ۷مه) په یوه چارتر الوتنه کې له اسلام آباد څخه د جرمني پلازمېنې برلین ته ولاړل.
د جرمني د کورنیوچارو وزارت پرون وویل چې د دې افغانانو له نیمايي ډېرو ته د زیانګالو خلکو د منلو د یوه ځانګړي پروګرام په ترڅ کې د جرمني ویزې ورکړل شوې دي.
د راپورونو له مخې د جرمني حکومت د یکشنبې ورځې له پارلماني انتخاباتو مخکې دې هېواد ته د افغان کډوالو د لېږد بهیر په موقتي ډول ځنډولی و، چې په نتیجه کې یې له اسلام آباد څخه دوه الوتنې کنسل شوې.
د جرمني د بهرنیوچارو وزارت د معلوماتو له مخې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته په تېرو څه باندې دریو کلونو کې له ۳۵ زرو ډېر افغانان د جلا پروګرامونو په ترڅ کې دې هېواد ته تللي دي. د دې پروګرام په اساس ۳ زره افغانانو ته چې ژوند یې په افغانستان کې په خطر کې دی ډاډ ورکړل شوی چې جرمنې ته به انتقالېږي.
په عین حال کې له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو غوښتنې په تېرو څو اونیو کې وروسته له هغه زیاتې شوې چې د افغانانو په ګډون بهرنیو کډوالو په خونړیو حملو لاس پورې کړ. په وروستي مورد کې یوه ۲۴ کلن افغان کډوال د سلواغې یا دلوې په ۲۵مه لسګونه کسان تر موټر لاندې او ټپیان کړل چې دوو تنو یې وروسته په روغتون کې سا ورکړه.
چارواکي وايي، کییف او واشنګټن د اوکراین طبیعي زېرمو ته د امریکا د لاسرسي پر سند موافقه کړې

رویټرز خبري آژانس د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکوي چې متحدوایالتونو او اوکراین د هغه سند د مسودې په اړه موافقه کړې چې له کییف څخه د ملاتړ په بدل کې د اوکراین طبیعي زېرمو ته د امریکا لاسرسي ته لاره اواروي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ هڅه کوي د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه ژرترژره پای ته ورسوي. د دې سند له مسودې څخه یوې باخبره سرچینې ویلي دي چې په دې موافقه کې د امریکا له خوا اوکراین ته د هېڅ راز امنیتي تضمین یا د وسلو د دوامداره مرستې یادونه نه ده شوې. یوې بلې سرچینې ویلي دي چې په راتلونکي کې اوکراین ته د وسلو د مرستو د مسئلې په اړه لاهم د واشنګټن او کییف ترمنځ بحثونه روان دي.
واشنګټن په دې اړه توافق تراوسه رسما نه دی تایید کړی خو ټرمپ خبریالانو ته وویل چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ واشنګټن ته رسېږي او یوه ډېره لویه معامله به لاسلیک کړي.
له دې مخکې بلومبرګ راپور ورکړ چې تمه ده د اوکراین کابینه به نن چارشنبې (د فبروري ۲۶مه) د دې موافقې د لاسلیک سپارښتنه وکړي. فرانسپرس خبري آژانس د اوکراین د یوه جګپوړي چارواکي له قوله خبر ورکړی چې د دې هېواد حکومت د دې موافقې پر جزییاتو کار کوي.
د روسیې د بهرنیوچارو وزیر تهران ته ورسېد

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سیرګي لاوروف له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره نن (د کب ۷مه) تهران ته ورسېد.
د ایران د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې لاوروف له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره ګوري. د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویلي دي چې د لاوروف سفر یوورځنی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې لاوروف د عراقچي په بلنه تهران ته تللی دی. دې وزارت همداراز څرګنده کړې ده چې د روسیې جګپوړی ډیپلومات به د تهران او مسکو د اړیکو او د ځینو نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړي.
په فراه کې د یوه ماین چاودنې دوه کسان وژلي دي

په فراه ولایت کې نن (د کب ۷مه) د یوه ماین په چاودنه کې د یوې کورنۍ دوو غړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې د فراه د سرې میاشتې ادارې چې طالبان یې اداره کوي، ویلي دي چې دا چاودنه د ګلستان ولسوالۍ په دهک کلي کې د بهرنیو ځواکونو په یوه پخواني مرکز کې دننه شوې ده.
راپور زیاتوي چې په پېښه کې همداراز د استوګنې درې کورونه هم ویجاړه شوي دي. د چاودنې د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
په فراه ولایت کې تېره میاشت هم په یوه چاودنه کې درې کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي وو. دا چاودنه د سلواغې په ۲۲مه هغه مهال وشوه چې د ابونصر فارابي بندر ته نژدې یو موټر د سړک د غاړې پر یوه ماین برابر شو.
د ماینونو او د جګړې له مهاله د پاتې چاودیدونکو موادو چاودنې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې تل د خلکو د مرګ ژوبلې سبب کېږي.
د تورخم لاره لاهم بنده ده

د تورخم لاره نن د څلورمې پرله پسې ورځې لپاره بیاهم بنده ده.
د طالبانو یوه سیمه ایز چارواکي ویلي دي چې د دې لارې د خلاصولو په اړه د خبرو لپاره له پاکستاني چارواکو سره د دوی خبرې پرون (د کب ۶مه۹ بې نتیجې پای ته ورسېدې.
په تورخم کې د طالبانو کمیسار عبدالجبار حکمت پرون وویل چې د پاکستان لوری له دوی څخه غواړي چې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې دې تاسیسات نه جوړوي او د پاکستان له لوري د تاسیساتو د جوړولو مخه دې نه نیسي.
د هغه په وینا د ننګرهار د مرستیال والي عزیزالله مصطفی په مشرۍ د طالبانو پلاوي د پاکستان دا غوښتنه رد کړه. پاکستاني چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د تورخم لاره تېره جمعه د کب په دریمه نېټه بنده شوه. ښاغلي حکمت مخکې ویلي و، چې دا لاره پر ډیورنډ کرښه د طالبانو د ځواکونو له خوا د تاسیساتو د جوړولو له کبله د پاکستان له لوري بنده شوې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې د دې لارې له بندېدو سره د تورخم دروازې دواړو خواوو ته شاوخوا دوه زره موټر ولاړ پاتې دي.
په عین حال کې د راپورونو له مخې سلګونه کسان چې ناروغان او د هغو پایوازان پکې دي، هم د تورخم په دروازه کې بند پاتې دي.