خبرونه
طالبانو د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې ترهګریز برید وغانده

د هند تر واک لاندې کشمیر کې د ترسره شوي برید د قربانیانو شمیر ته اندیښنې شته چې زیاتې به شي.
په پهلګام کې د سې شنبې په ورځ یوې ډلې وسله والو پر ګرځندویانو برید وکړ چې له امله یې لږ تر لږه شپږ ویشت تنه ووژل شول او یوشمیر ټپیان شول. هندي چارواکي وايي چې د یوشمیر ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک دی.
د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتیرش او د نړۍ یوشمیر نورو چارواکو دا برید غندلی او دا یې ترورستي حمله بللې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم نن په یوه اعلامیه کې دا برید غندلی دی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلې دي چې داسې پيښې د سیمې امنیت او ثبات تهدیدوي.
پهلګام د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې یوه سیاحتي سیمه ده.
په دوه زره څلرویشتم کال کې د هند تر ادارې لاندې کشمیر ته درې نیم میلیونه سیلانیان ورغلي وو.
مجاهد: یوشمیر نظامي او ملکي مامورین تنقیص شوي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن( د اپریل درویشتمه) وویل چې دوی په ملکي او نظامي برخو کې د مامورینو شمیر کم کړی دی.
مجاهد دا پریکړه طبیعي وبلله او د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون ته یې وویل چې په پوځي او ملکي برخو کې د کار د ښه کولو او د بیروکراسي د مخنیوي لپاره دا هڅې کیږي.
ښاغلي مجاهد د هغو مامورینو کره شمیرې یادې نه کړې چې تنقیص شوې دي، خو دا خبره یې وکړه چې د دغو تنقیص شویو شمیر زیات نه دی.
یوشمیر رسنیو تر دې مخکې راپور ورکړی و چې د طالبانو مشر ملا هبت اله اخندزاده امر کړی دی چې روان ۱۴۰۴ لمریز کال دې د پوهنې د وزارت نژدې نوي زره بستونه له تشکیلاتو حذف شي.
نړیوال بانک: افغانستان ۲،۵ فیصده اقتصادي وده کړې

نړیوال بانک نن په یوه راپور کې وویل چې د دوه زره څلرویشتم او پنځه ویشتم مالي کلونو په ترڅ کې افغانستان دوه اعشاریه پنځه فیصده اقتصادي وده کړې ده.
نړیوال بانک وړاندوینه کوي چې د دوه زره پنځه ویشتم او شپږ ویشتم کلونو په ترڅ کې به دا وده لږ کمه شي او دوه اعشاریه دوو ته به ورسیږي.
د جنوبي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال مارټین ریزر وایي، سیمه اصلاحاتو ته ضرورت لري چې کارونه پکې پیدا شي او اقتصادي وده پکې چټکه شي.
د سلواغې په میاشت کې نړیوال بانک په یوه راپور کې ویلي و چې د مالي انزوا، بشري سرچینو کمبود او سیاسي بې ثباتي له امله د افغانستان اقتصاد له ماتیدونکي وضعیت سره مخامخ دی.
هند له افغانستان سره د واکسینونو مرسته وکړه

هند له افغانستان سره د نژدې پنځه ټنه واکسینونو مرسته وکړه.
د طالبانو د روغتیا وزارت نن په یوه بیان کې وویل چې دا واکسینونه چې څلور اعشاریه اته ټنه دي، دې وزارت ته سپارل شوې دي.
د هند په دې مرسته کې د تیتانوس، هیپاتایتس بي، موسمي ریزشونو او یوشمیر نورو ناروغیو واکسینونه دي.
طالب چارواکو یادونه کړې چې د هند مرسته به په ټول افغانستان کې د زرګونو خلکو د ژوند ژغورلو په چاره کې مهم رول ولوبوي، چیرې چې د اوږدې بې ثباتۍ او اقتصادي ننګونو له امله اړینو طبي توکو ته لاسرسی محدود پاتې دی.
په لندن کې د اوکراین د سولې خبرې ناڅاپه وځنډیدې

د اوکراین د سولې په تړاو د لوړې کچې خبرې چې ټاکل شوې وه په لندن کې ترسره شي، په ناڅاپي ډول وروسته له هغه وځنډیدې چې څو جګپوړيو دیپلوماتانو په دې غونډه کې له برخې اخیستو ډډه وکړه.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د ازادې اروپا/ازادي راډیو ته په رااستولي بیان کې ویلي چې د اوکراین د سولې لپاره ننۍ غونډه ځنډیدلې او په رسمي کچه به خبرې روانې وي خو دا خبرې به د رسنیو په غیاب کې ترسره شي.
دا ناسته چې هدف یې پر اوکراین له اته دیرش میاشتو راهیسې د روسیې د جګړې د پای ته رسیدو لپاره د حل لارې لټول و، وروسته له هغه ګډوډه شوه چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو په ګډون یوشمیر دیپلوماتان ترې ووتل.
سکای نیوز نن راپور ورکړ چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډویډ لامي هم د غونډې د پریښودو پریکړه کړې وه، خو تر دې دمه د دې خبرې تایید نه دی شوی.
د اوکراین پلاوی د غونډې د ځنډیدو سربیره لندن ته ولاړ.
تېره اونۍ، روبیو او نورو اوکرایني او اروپايي چارواکو په پاریس کې غونډه کړې وه چې لږ پرمختګ پکې وشو. تر دې غونډې وروسته روبیو د امریکا بې صبري په ګوته کړه او څرګنده یې کړه چې متحد ایالات ممکن په بشپړ ډول له دې خبرو ووځي.
روسي ډرون الوتکې په اوکراین کې یو بس ویشتلی

د اوکرایني چارواکو په وینا یوې روسۍ ډرون الوتکې د دنیپروپیتروفسک په سیمه کې د مارهانیتس په ښارګوټي کې د کارګرانو یو بس ویشتلی دی چې لږ تر لږه نهه تنه یې وژلي او په لسګونو نور یې ټپيان کړې دي.
د دنیپروپیتروفسک والي نن سهار وختي اندیښنه ښکاره کړه چې د تلفاتو شمیر په زیاتیدو دی.
روسیي ځواکونو د اوکراین په نورو سیمو کې هم ملکي تاسیسات په نښه کړې دي.
د دې بریدونو له امله د اوکراین په پولتاوا او اودیسا ښارونو کې لږ تر لږه پنځه کسان ټپیان شوې دي.
د اوکراین د بیړنیو خدماتو ادارې وویل، د استوګنې ودانۍ، سوداګریز تاسیسات، ګودامونه او ګراجونه زیانمن شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت؛ په کشمیر کې پر سیلانیانو ډزې ترهګریز او نه بښونکی عمل دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او مرکزي اسیا څانګې پر خپلې ایکس پاڼې/ پخواني ټویټر د هند تر ولکې لاندې کشمیر ایالت کې پر سیلانیانو ډزې یو ترهګریز او نه بښونکی عمل بللی دی.
وړاندې دغه وزارت ویلي، حالات څاري او د پېښې عاملانو ته باید سزا ورکړل شي.
د سه شنبې په ورځ د هند تر واک د کشمیر په یوه تفریحي سیمه وسله والو پر سیلانیانو ډزې وکړئ چې ۲۶ کسان يې ووژل.
فرانس پریس خبري اژانس وايی، له ۲۰۰۰ کال راهیسې دا په سیمه کې تر ټولو خونړۍ پېښه ده.
تراوسه د برید مسولیت چا یا کومې ډلې منلی نه دی.
د طالب مخالفو ډلو ترمنځ د تګلارو په پلي کیدو کې اختلاف پیدا شوي او د افغانستان د ژغورنې ملي شورا سره يې پریکون کړی دی

د افغانستان د ملي مقاومت په نوم د طالبانو یوه مخالفه جبهه او د جمعیت اسلامي ګوند وايي، د افغانستان د ژغورنې د ملي شورا په هیڅ ډول پریکړه کې شامل نه دي.
د ملي مقاومت جبهې مشري احمد مسعود او د جمعیت اسلامي ګوند مشري د صلاح الدین رباني کوي پرون سه شنبې په جلا اعلامیو کې ویلي، "د افغانستان د ژغورنې ملي شورا سره ځکه پرېکون کوي چې د دې شورا له جوړښت، تګلارې او د مدیریت کړنلارې سره مخالفت لري او له دې شورا سره يې په دې برخه کې خپلې انديښنې شریکې کړې وي چې په پام کې نیول شوي نه دي.
د افغانستان د ژغورنې ملي شورا د ۱۴۰۳کال د ثور په ۱۶مه د تیرحکومت د یو شمیر سیاسي څیرو په شتون کې په انلاین ډول تاسیس شوه.
د دې شورا بنسټګرو ویلي، هڅه يې دا د طالبانو د "استبدادي او نامشروع" حاکمیت د دوام مخه ونیسي.
د طالبانو مخالفې جبهې په داسې حال کې له یو بل سره پریکون اعلانوي چې وخت ناوخت د ملي مقاومت په نوم جبهه په یو شمیر ولایتونو کې پر طالبانو د بریدونو خبره کوي.
طالبان بیا دا مخالفې جبهې جګړه خوښونکې ګنلي او وايي، دوی د افغانانو د خوښې خلاف اقدامات کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ را روانه میاشت منځني خیتځ ته سفر کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ راتلونکې اونۍ منځني خیتځ ته ځي او له دریو هېوادونو لیدنه کوي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دا خبره د سپینې ماڼې ویاندې کارولین لیویت د سه شنبې په ورځ کړې ده.
تمه ده ټرمپ د شنبې په ورځ واتیکان ته لاړ شي څو د نړۍ د کاتولیکانو د مشر پاپ فرانسیس په جنازه کې ګډون وکړي.
لیویت په سپینه ماڼې کې په یوې خبري ناسته کې وویل،"ټرمپ به د مې میاشتې له۱۳ تر۱۶مې سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي".
اغلې لیویت د ټرمپ د سفر په اړه نور جزیات ور نه کړل.
طالبان؛ له قزاقستان سره مو د ۱۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ۱۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.
دغه وزارت پرون ناوخته پر ایکس پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي،" ۱۷ سوداګریز او ۳ د همکارۍ هوکړه لیکونه د قزاق-افغان د سوداګریزې مجموعې تر نامه لاندې په یوې ناسته کې لاسلیک شول".
د سه شنبې ورځې په ناسته کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د قزاقستان د صدراعظم مرستیال سریک ژومانګارین ګډون درلوده او دواړو خواوو د هوکړه لیکونو د عملي کیدو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د قزاقستان پلاوی تازه کابل ته راغلی او غواړي په افغانستان کې د تیلو، ګازو، معدنونو او نورو زیربنايي برخو کې پانګونه وکړي.