خبرونه
پاکستاني چارواکی: د تورخم بندېدو سوداګرو ته ۱۲ میلیون ډالره زیان اړولی

د پاکستان ګمرکي چارواکو پرون (چهارشنبې) وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د یوه مهم مځکني بندر د بندېدو له کبله دوه اړخیز تجارت ته ۱۲ میلیوه ډالره زیان اوښتی دی.
د تورخم بندر، چې خیبر پښتونخوا ایالت له ننګرهار ولایت سره نښلوي، د شنبې له ورځې راهیسې تړل شوی دی. د دې لارې د بندېدو دلیل د افغان لوري له خوا د نوې امنیتي پوستې د جوړولو پر سر شخړه بلل شوې ده.
د دواړو خواوو ترمنځ د دې لارې د پرانیستلو پر سر خبرو تراوسه نتیجه نه ده لرلې.
په تورخم کې د پاکستان د ګمرک یوه چارواکي، د نوم د نه ښودلو په شرط جیونیوز تلویزیون ته وویل چې په تېرو پنځو ورځو کې د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته ۱۲ میلیون ډالره زیان اوښتی دی.
تورخم د دواړو ګاونډیو هېوادونو له ۱۸ سرحدي دروازو څخه یوه ده.
اتلانو جام، افغانستان انګلستان ته ۳۲۶ منډې هدف ورکړ

د چمپینز ترافۍ یا اتلانو جام د لوبو په دوام، افغانستان انګلستان ته د ۳۲۶ منډو هدف ورکړ.
افغان لوبډلۍ د نننۍ لوبې پچه وګټله او د بیټینګ یا توپ وهلو پریکړه یې وکړه.
که څه هم افغان لوبډله په لومړي سر کې یو څه تر فشار لاندې وه او درې ویکټې یې ژر ژر ولوېدې، خو وروسته بیا دوی لوبه کنټرول کړه او نسبتا ښه هدف یې سیالې لوبډلې ته ورکړ.
ابراهیم ځدراڼ ۱۷۷ منډې وکړې او د لوبې فشار یې تر ډيره پر خپله اوږه واخیسته.
لږه شیبه وروسته به انګلستان توپ وهنه پيلوي.
نننۍ لوبه د دواړو دغو لوبډلو لپاره مهمه ده او بریا یې په دغه جام کې د پاته کېدو لامل کیږي.
ایران پر دوی د امریکا نوي بندیزونه وغندل

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي پر دغه هېواد د امریکا نوي بندیزونه غندلي دي.
د چهارشنبې په ورځ، د فیبرورۍ ۲۶مه، د ایران د بهرنیو چارو وزارت په ایکس/ پخواني ټویټر کې، د بقایي په حواله ولیکل چې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو تعاملاتو په اړه پرېکړې کول د ملتونو د قانوني حق یوه برخه ده، چې هېڅ اړخ حق نه لري چې په سیاسي پلمو یې ګډوډ کړي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او د خزانې وزارت د دوشنبې په ورځ، د فیبرورۍ ۲۴مه، د ایران د نفتي محصولاتو د لېږد او پلور سره تړلي یو شمېر اشخاص، شرکتونه او د تېلو لېږدونکي د نویو بندیزونو په لیست کې شامل کړل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې ایران د خپل اټومي ګواښ، د بالستیک توغندیو پروګرام او د ترهګرو ډلو ملاتړ سره د نړیوال امنیت بې ثباته کولو ته دوام ورکوي.
د امریکا د نویو بندیزونو له مخې، د امریکایي اشخاصو یا شرکتونو لخوا د بندیزونو لاندې اشخاصو او ادارو سره هر ډول سوداګریزې معاملې منع دي، او په متحده ایالاتو کې د دوی هر ډول شتمنۍ کنګل کېږي.
ډبلیو.ایف.پي: د مرستو کمښت تر ډيره افغان ښځې او ماشومان اغیزمن کړي

د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) وايي، چې افغانستان ته د بشري مرستو کمښت تر ټولو زیاتې ښځې زیانمنوي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې د سې شنبې په ورځ، د فبروري په ۲۵مه، ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید افغانستان هېر نه کړي.
د آسیا پاسفیک حوزې لپاره د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال سمیر وانملي په یوه ویډیویي پيغام کې ویلي، دوی باید ډاډ ترلاسه کړي چې نړۍ افغانان نه دي هیر کړي او خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا (OCHA) په خپل وروستي راپور کې ویلي ، چې د دوی ځینې بشري پروګرامونه د زده کړې، خوراکي مرستو، روغتیا، خوارځواکۍ او په افغانستان کې د اړمنو خلکو لپاره د سرپناه په برخو کې د ۲۰۲۵ کال د جنوري او مارچ ترمنځ د تمویل کمښت له خطر سره مخ دي.
یونسف: د روغتیایيسیستم د فعال ساتلو لپاره یې د ملاتړ یوه پروژه پيل کړې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي چې دوی او شریکان یې په افغانستان کې داسې یوه پروژه پر مخ بیایي چې د روغتیایي خدمتونو ۷۵ سلنه ملاتړ په کې کیږي.
دوی وایي چې د دغې پروژې ډير تمرکز پر ښځو او ماشومانو دی.
دې سازمان په یوه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ، د فبروري په ۲۵مه خپور شو، ویلي چې دا اقدام یې له بدلونونو په ډکو حالاتو کې یې د روغتیایي سیستم د ساتنې په هدف ترسره کړی دی.
د راپور له مخې، دا پروژه به په ټول افغانستان کې ۲۴۰۰ روغتیايي مرکزونه پرانیستي وساتي، چې په هغو کې ۹۶ هغه بشپړ مجهز روغتونونه شامل دي چې د ولایتونو په مرکزونو کې دي.
تر دې مخکې، د " هیلټ کلسټر" په نوم د روغتیایي خدمتونو وړاندې کوونکي سازمان تېره اونۍ په یوه راپور کې وویل چې د امریکا د مرستو د ځنډېدو له امله ۲۰۴ میلیونه افغانان له روغتیايي خدماتو بې برخې شوي دي.
په اتلانو جام کې د افغانستان او انګلستان لوبه پیل شوه، افغان لوبډله بیټنګ کوي

د چمپینز ټرافي یا اتلانو جام د سیالیو په دوام، د افغانستان او انګلستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه نن پیل شوه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.
دا لوبه د پاکستان د لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې ترسره کیږي.
د نن ورځې لوبه د افغانستان او انګلستان لوبډلو لپاره مهمه ګڼل کېږي ځکه چې بایلونکې لوبډله به د چمپینز ټرافي څخه بهر شي.
تر دې وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه د سویلي افریقا پر وړاندې د ۱۰۷ منډو په توپیر وبایلله.
د انګلستان لوبډلې هم په دې جام کې په خپله لومړۍ لوبه کې د اسټرالیا په وړاندې ماتې وخوړه.
سوډان کې پوځي الوتکه لویدلې، ۴۶ تنه په کې مړه شوي دي

چارواکي وایي چې په سوډان کې د یوې پوځي الوتکې د لوېدو په پیښه کې د مړو شمېر لږ ترلږه ۴۶ ته لوړ شوی دی.
پیښه پرون سه شنبه په اومدورمان ښار کې چې د پلازمېنې خرطوم اړوند دی، شوې ده.
د خرطوم مطبوعاتي دفتر ویلي چې پيښه کې لس تنه نور ټپيان شوي هم دي.
تر دې وړاندې رویټرز د سوډان د پوځ په حواله ویلي و چې دغه انتونوف پوځي الوتکه له وادي سیدنا هوایي اډې څخه تر الوتنې وروسته د امدورمان په شمال کې ولوېده.
خبر کې راغلي چې مرګ ژوبله پوځي او ملکي کسانو ته اوښتې ده.
تراوسه د پیښې لامل روښانه شوی نه دی.
په سوډان کې د ۲۰۲۳ کال له اپریل راهیسې د پوځ او د ( چټک ملاتړ ځواکونو) په نوم ملیشو ترمنځ جګړه پيل شوې ده.
د دغې جګړې له کبله لسګونه زره کسان وژل شوي او د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې څه باندې ۱۲ میلیونه له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.
جګړې په سوډان کې بشري ناورین رامنځته کړی دی.
حماس او اسراییلو د یرغملو او بندیانو د خوشې کولو پر دوام موافقه وکړه

د اسراییلو او حماس چارواکي وايي، د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې د اسراییلي یرغملو د مړو د سپارلو په برخه کې موافقه شوې ده.
اسراییلو له شنبې ورځې راهیسې د ۶۰۰ فلسطیني بندیانو د خوشې کولو بهیر، د یرغملو د خوشې کولو پرمهال د حماس د وسله والو د ناوړه چلند په غبرګون کې وځنډاوه. حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي، ویلي و، چې د اسراییل له زندانونو د دې بندیانو په خوشې کولو کې ځنډ له اوربند څخه جدي سرغړونه ده او د خبرو دوهم پړاو به د دې بندیانو تر خوشې کېدو پورې پیل نه شي.
دې لانجې دا ویره رامنځ ته کړې وه چې د غزې اوربند مات نه شي. د دې اوربند د لومړي پړاو شپږ میاشتې د بلې اونۍ له پیل سره سم پای ته رسېږي. خو حماس بېګا اعلان وکړ چې د دې ډلې د مخکښ چارواکي خلیل الحیا په مشرۍ پلاوی په قاهره کې د خبرو پرمهال له اسراییلو سره په دې اړه موافقې ته رسېدلی دی.
حماس په یو بیان کې ویلي چې دا موافقه به د څلورو نورو مْړو اسراییلي یرغملو د جسدونو سپارلو او د سلګونه فلسطیني بندیانو خوشې کېدو ته لاره اواره کړي. یوه اسراییلي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي ځکه د خبرو اجازه نه لري، هغه موافقه تایید کړه چې له مخې یې د اسراییلي یرغملو مړي دې هېواد ته سپارل کېږي خو اسراییلي رسنیو ویلي چې دا تبادله نن کېدونکې ده.
۲۵۵ افغانان د جرمني پلازمېنې برلین ته ورسېدل

۱۵۵ تنه افغانان پرون (د کب ۷مه) په یوه چارتر الوتنه کې له اسلام آباد څخه د جرمني پلازمېنې برلین ته ولاړل.
د جرمني د کورنیوچارو وزارت پرون وویل چې د دې افغانانو له نیمايي ډېرو ته د زیانګالو خلکو د منلو د یوه ځانګړي پروګرام په ترڅ کې د جرمني ویزې ورکړل شوې دي.
د راپورونو له مخې د جرمني حکومت د یکشنبې ورځې له پارلماني انتخاباتو مخکې دې هېواد ته د افغان کډوالو د لېږد بهیر په موقتي ډول ځنډولی و، چې په نتیجه کې یې له اسلام آباد څخه دوه الوتنې کنسل شوې.
د جرمني د بهرنیوچارو وزارت د معلوماتو له مخې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته په تېرو څه باندې دریو کلونو کې له ۳۵ زرو ډېر افغانان د جلا پروګرامونو په ترڅ کې دې هېواد ته تللي دي. د دې پروګرام په اساس ۳ زره افغانانو ته چې ژوند یې په افغانستان کې په خطر کې دی ډاډ ورکړل شوی چې جرمنې ته به انتقالېږي.
په عین حال کې له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو غوښتنې په تېرو څو اونیو کې وروسته له هغه زیاتې شوې چې د افغانانو په ګډون بهرنیو کډوالو په خونړیو حملو لاس پورې کړ. په وروستي مورد کې یوه ۲۴ کلن افغان کډوال د سلواغې یا دلوې په ۲۵مه لسګونه کسان تر موټر لاندې او ټپیان کړل چې دوو تنو یې وروسته په روغتون کې سا ورکړه.