خبرونه
طالبانو د زلزلې د ټپیانو د ژغورنې لپاره کومانډو ځواک سیمې ته ډیسانټ کړ

د طالبانو د حکومت کومانډو ځواکونه نن (د وږي ۱۲مه) د افغانستان د ختیځ په زلزله ځپلو سیمو کې د هوا له لارې ډیسانټ شول څو د تېرې یکشنبې ورځې د خونړۍ زلزلې ټپیان له کنډوالو لاندې راوباسي.
رویټرز خبري آژانس د طالبانو په حکومت کې د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې د ادارې د رییس احسان الله احسان له قوله خبر ورکوي چې وايي، نن سهار وختي د کومانډو لسګونه سرتېري په هغو سیمو کې راکښته شول چې هیلیکوپټرې په هغو ځایونو کې کېناستلی نه شي.
ښاغلی احسان وايي چې دوی له خوا په یوه جوړ شوي کمپ کې مرستندویې او خدماتي کمیټې د اکمالاتو او بېړنیو مرستو د رسېدو چارې همغږې کوي.
د هغه په وینا د قربانیانو د خښولو، د ټپیانو د لېږد او د پاتې کسانو د ژغورنې لپاره هم دوه مرکزونه فعال دي.
په عین حال کې د سیمې ځینې اوسېدونکي وايي چې سرپناه نه لري. هغوی خوراکي موادو، د څښاک د پاکو اوبو، خیمو او نورو بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.
د تېرې یکشنبې په ماښام د افغانستان ختیځ او تر ډېره کونړ ولایت یوې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۶،۱ درجې و، ولړزاوه. دې زلزلې نور ټکانونه هم لرل. د طالبانو د حکومت د چارواکو په وینا په دې زلزله کې تراوسه له ۱۴۰۰ ډېر کسان مړه او شاوخوا درې زره نور ټپیان شوي دي. خو ملګري ملتونه وايي چې ښايي دا ارقام تردې زیات وي.
یوې بلې زلزلې چې شدت یې ۵،۵ درجې و، پرون یوځل بیا د هېواد ختیځې سیمې ولړزولې خو د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویل شوي دي.
هند غواړي د افغانستان له زلزله ځپلیو سره نورې مرستې وکړي

هند د افغانستان له زلزله ځپلیو سره په راتلونکو ورځو کې د نورو مرستو ژمنه وکړه.
د هندي رسنیو په وینا د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر دا ژمنه پرون ناوخته وکړه او کابل ته یې د هند د لومړۍ مرستې د رسیدو خبر ورکړ.
ښاغلي شنکر په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان له زلزله ځپلیو سره یو ویشت ټنه مرستې چې په دغو کې کمپلې، خیمې، د پخلنځي وسایل، بسترې او یوشمیر نور وسایل د درملو په شمول شته، کابل ته رسیدلې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې وضعت ته په کتو به په راتلونکو ورځو کې خپلې ځانګړې مرستې د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلیو سره وکړي.
په بنو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ۱۲ ساعته جګړه پای ته ورسیده

د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پوځ پر یوه مرکز د وسله والو له دولس ساعته جګړې وروسته، د پولیسو په وینا شپږ امنیتي سرتیرې او شپږ وسله وال وژل شوي او جګړه پای ته رسیدلې ده.
په بنو کې د پولیسو مشر سجاد خان د ازادي راډیو مشال څانګې ته پرون ناوخته وویل چې د ( ایف سي) ځواکونو د مرکز په دروازه کې لومړی ځانمرګی برید وشو بیا شپږ وسله وال مرکز ته ننوتل چې د جګړې په ترڅ کې نولس سرتیرې ټپيان شوې هم دي.
د دې برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی، خو په خیبرپښتونخوا کې تحریک طالبان پاکستان ډله فعاله ده او اسلام اباد تور پورې کوي چې د دې ډلې مرکزونه په افغانستان کې دي او له هغه ځایه خپل بریدونه تنظیموي. د افغانستان طالبانو تل دا تورونه رد کړې دي.
په کوټه کې چاودنې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د بلوچستان په مرکز کوټه کې تیر ماښام په یوه چاودنه کې لږ تر لږه دیارلس تنه وژل شوې او دیرش نور ژوبل شوې دي.
چارواکي وایي چې چاودنه د ملتپال مشر سردار عطا الله منګل د تلین د مراسمو پرمهال وشوه.
د چاودنې پرمهال د عطا الله منګل زوی اختر منګل ته زیان نه دی اوښتی.
رویټرز اژانس د چارواکو په وینا وایي چې بم د موټرو په پارکینګ کې هغه وخت وچاودید چې خلک له غونډې څخه وتل.
د پاکستان د ترهګرۍ ضد پولیس وایي چې دوی د پېښې تحقیقات کوي او داسې ښکارې چې دا ځانمرګی برید و.
د دې حملې مسوولیت تراوسه چانه دی اخیستی.
په کونړ کې د زلزله ځپلیو د پلټنې عملیات نه دي دریدلي

د کونړ په لرې پرتو سیمو کې نن هم د ځینو سرچینو په وینا د زلزله ځپلیو د پلټنې عملیات روان دي.
د افغانستان په ختیځ کې د یکشنبې د شپې د شپږ ریښتر کچې د زلزلې د قربانیانو شمیر تر څوارلس سوه اوښتی دی او د ټپیانو شمیرې تر درې زرو زیاتې شوې دي. په ورته وخت کې ملګرو ملتو اندیښنه ښکاره کړې ده چې ښایي د افغانستان په ختیځ کې د دې زلزلې د مرګ ژوبلې شمیرې لوړې شي.
بل لور ته پرون ناوخته په سیمه کې یو ځل بیا د زلزلې ټکانونه احساس شوې دي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته ماتې ور کړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان ملي ټیم ته د شل اورونو په لوبه کې د اتلس منډو په توپیر ماتې ورکړه.
دا لوبه د افغانستان، پاکستان او کوربه متحده عربي اماراتو ترمنځ د درې اړخیزې شل اووره لړۍ په ترڅ کې تیر ماښام په شارجه کې ترسره شوه.
افغان ټیم تر اوسه د دې لړۍ په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه چې د جمعې په ورځ یې له پاکستان سره وکړه، د نهه دیرش منډو په توپیر وبایلله او د دوشنبې په ورځ یې کوربه هیواد، متحد عربي اماراتو ته د اته دیرش منډو په تفاوت ماتې ورکړه.
افغان ټیم به له متحد عربي اماراتو سره خپله دوهمه لوبه د جمعې په ورځ وکړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وایي چې د دې درې اړخیزو لوبو هدف اسیایي جام ته چمتوالی دی چې راتلونکې اونۍ سې شنبې په متحد عربي اماراتو کې پيلیږي.
په اسیایي جام کې د دغو دریو لوبډلو ترڅنګ، د هند، عمان، هانګ کانګ او بنګله دیش ملي لوبډلې برخه اخلي.
د ریښتر په کچه ۵ اعشاریه ۵ درجې زلزلې نن یوځل بیا د افغانستان ختیځې سیمې ولړزولې

د ریښتر په کچه ۵ اعشاریه ۵ درجې زلزلې نن د افغانستان ختیځې سیمې یو ځل بیا ولړزولې.
د جرمني د جیولوجیکي موندنو یوې ادارې د دغې زلزلې مرکز د جلال اباد شاوخوا ته په ځمکه کې لس کیلو متره ژور ښودلی دی.
د طالبانو د حکومت رسمي سرچینو تراوسه د نننۍ زلزلې په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د ریښتر په کچه ۶ درجې زلزلې د افغانستان ختیځې سیمې په ځانګړې توګه کونړ ولایت وځاپه چې خلکو ته یې د سر او مال دروند زیان واړوه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبه وویل چې د کونړ په زلزله کې د قربانیانو شمیر ۱۴۱۱ ته پورته شوی او په خبره یې لا هم د ژغورنې او پلټنې هڅې دوام لري.
ټرمپ په غزه کې د جګړې د ژر تر ژره پای ته رسیدو غوښتنه وکړه

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي، ښایي د غزې په جګړه کې اسراییل بریالی وي خو د عمومي افکارو له اړخه دا جګړه بایلي.
ډونالډ ټرمپ په غزه کې د جګړې د ژر تر ژره پای ته رسیدو غوښتنه وکړه.
ولسمشر ټرمپ ډیلي کالر ویپپاڼې ته په مرکه کې چې نن اسراییلي رسنیو خپره کړې ده دا هم وویل چې اسراییل باید د غزې جګړه ختمه کړي، دا جګړه د اسراییل حیثیت ته زیان اړوي.
په ورته وخت کې د بریتاینا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لامي په غزه کې په رامنځته شوي بشري بحران انتقاد وکړ او د سمدستي اوربند غوښتنه یې وکړه. ده وویل چې فلسطین باید د یوه هیواد به توګه په رسمیت وپيژندل شي.
په پاریس کې د اوکراین او اروپایي مشرانو غونډه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ په پاریس کې له اروپایي مشرانو سره ګوري.
په دې غونډه کې د روسیې د بریدونو د مخنیوي لپاره د امنیتي تضمینونو مساله څیړل کیږي. البته د امنیتي تضمینونو موضوع هغه وخت مطرح کیږي چې د کییف او مسکو ترمنځ سوله وشي.
د ولسمشر زیلینسکي د دفتر د مشر سلاکار میخایلو پودولیاک په ایکسپاڼه کې ولیکل چې ښاغلي زیلینسکي به د اروپایي ټولنې له مشرې اروزلا وان دیر لاین، د ناټو له مشر مارک روټه، د جرمني له صدارعظم فریدریښ میرڅ او د بریتانیا له صدراعظم کایر سټارمر سره د دې تضمینونو په تړاو خبرې وکړي.
د دې غونډې مشري به د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د بریتانیا صدراعظم سټارمر وکړي.
کییف د اوکراین د امنیت لپاره د اروپا د سوله ساتو ځواکونو یا د ناټو په څیر د دفاعي تضمینونو غوښتنه کوي، بل لور ته مسکو له اوږدې مودې راهیسې ټینګار کوي چې په هیڅ حال کې به په اوکراین کې د لویدیځوالو د ځواکونو موجودیت ونه زغمي.
د شانګهای د همکارۍ سازمان په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړیدو غوښتنه وکړه

د شانګهای همکارۍ سازمان د خپلې سرمشریزې په ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د ترلاسه کولو یوازینۍ لاره د ټولو سیاسي ډلو په ګډون د یو ټول شموله حکومت جوړول دي.
د شانګهای همکارۍ سازمان دوه ورځنۍ غونډه د دوشنبې په ورځ د چین په تیانجین بندر کې د نړۍ له ۲۰ څخه د زیاتو مشرانو په ګډون پای ته ورسیده.
دې غونډې ته د طالبانو استازي نه و بلل شوي.
د دې سازمان په ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د سولې او پرمختګ لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو ملاتړ ته چمتوالی څرګند شوی دی.
د شانګهای همکارۍ سازمان، چې په ۲۰۰۱ کال کې تاسیس شو، روسیه، چین، هند، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، پاکستان، ایران او ازبکستان پکې شامل دي، بیلاروس په ۲۰۲۴ کال کې ورسره یوځای شو. افغانستان او منګولیا په دې سازمان کې څارونکي غړي دي.