خبرونه
بایډن د لاس انجلس په ځنګلونو کې د اورلګېدو له امله ایټالیا ته سفر لغوه کړ
د امریکا اوسني ولسمشر جو بایډن د لاس انجلس په سیمه کې د ځنګلونو د اورلګیدنې له امله ایټالیا ته خپل پلان شوی سفر لغوه کړ.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارن جین پییر د چهارشنبې په ورځ ناوخته وویل چې بایډن لاس انجلس ته سفر وکړ ترڅو له پولیسو، اور وژونکو او بیړني پرسونل سره وګوري.
د امریکا رسنیو راپور ورکړی چې تر اوسه پورې په دغې اورلګېدنه کې لږ تر لږه پنځه کسان مړه شوي دي.
جین پییر زیاته کړه چې بایډن له لاس انجلس څخه واشنګټن ته د راستنیدو سره سم ایټالیا ته خپل سفر لغوه کړی.
ټاکل شوې وه چې بایډن راتلونکې جمعه په واتیکان کې د کاتولیکو عیسویانو له مشر پاپ فرانسیس او د ایټالیا د حکومت له مشرتابه سره وګوري.
د کابل کندهار پر لویه لار په یوې ترافیکې پېښه کې پنځه کسان وژل شوي دي
د کابل کندهار پر لویه لار په یوې ترافیکې پېښه کې پنځه کسان وژل شوي دي.
د غزني ولایت د امنیې قومندان تیره شپه د (جنوري په ۹مه) رسینو ته ویلي،" پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د مسافر یو موټر د کابل کندهار پر لویه لار د یو باروړنکې موټر سره ټکر وکړ".
که څه هم د دې پېښې علت معلوم نه دی، خو په افغانستان کې د سړکونو خرابوالی او د موټروانونو له خوا د ترافیکي اصول نه رعایت ډیر کله د ترافیکي پېښو د رامنځته کیدو سبب کیږي.
د بښني نړیوال سازمان: پاکستان افغان کډوالو سره له تبعیض ډک چلند کوي
د بښني نړیوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو پر نیولو او ځورولو اعتراض کړی دی او د اسلام اباد دا هڅې یې له تبعیض ډکې بللې دي.
دغه سازمان په یوه بیان کې، چې د چارشنبې په ورځ یې پر خپله ویبپاڼه خپور کړ، ویلي دي چې پولیس په اسلام اباد کې د شپې په مخه کورونه پلټي او په خپل سر یې په سلګونو افغانان نیولي دي، چې په دوی کې ښځې او ماشومان هم شته.
روانې اونۍ ازادي راډیو داسې راپورونه ترلاسه کړل چې پولیسو شاوخوا اته سوه افغانان په اسلام آباد کې نیولي دي.
په پاکستان کې د کډوالو د برخې مسؤلینو د سې شنبې په ورځ ویلي وو چې هغه افغانان له خپلې خاورې نه باسي چې ویزې لري او درېیمو هیوادونو ته د تګ په تمه په پاکستان کې ژوند کوي.
خو د بښني نړیوال سازمان په بیان کې راغلې دي چې پاکستاني پولیسو حتی هغه کسان نیولي دي چې ویزه لري او په پاکستان کې د استوګنې نور اسناد لري.
د بښني نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتنه کړې ده چې د نړیوالو اصولو له مخې په زور کډوال له خپلې خاورې نه باسي او بشري حقونه رعایت کړي.
سپینه ماڼۍ: بشري مرستې مو طالبانو ته نه، بلکې عامو افغانانو ته استولې
سپينه ماڼۍ وایي، هغه بشري مرستې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان ته لېږل کیږي، عام خلک ترې ګټه اخلي، نه طالبان.
دغه خبره د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د چهارشنبې په ورځ ناوخته امریکا غږ ته د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خبرو په غبرګون کې وکړه.
ټرمپ د سه شنبې په ورځ په فلوریدا کې یوه خبري کانفرانس ته د خبرو پر مهال ادعا وکړه چې د جوبایډن ادارې طالبانو ته میلیاردونه ډالره لیږلي چې په خبره یې د نه منلو وړ کار دی.
جان کربي بیا امریکا غږ ته ویلي " افغانستان ته چې بشري مرستې رسیدلي، د افغانستان خلکو ته رسیږي، نه طالبانو ته. دا همداسې په میخانیکي ډول تنظیم شوې دي."
د طالبانو حکومت هم د ټرمپ دغه څرګندونې رد کړي دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پرون ادعا وکړه چې امریکا افغانستان ته لېږل شوې ټولې پیسې پر خپلو اهدافو لګولي او د دوی حکومت ته یې نه دي ورکړي.
په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار ادارې سیګار ویلي، امریکا د طالبانو له واکمنۍ راهیسې تراوسه څه باندې درې میلیارده ډالر افغانستان ته لیږلي دي.
متقي د اماراتو له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
طالبانو له عربي متحد اماراتو څخه وغوښتل چې افغانانو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې تسهیلات رامنځته کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي دا غوښتنه پرون متحد عربي اماراتو ته د سفر پرمهال د اماراتو له بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید آل نهیان سره د لیدو پرمهال وکړه.
د دې لیدنې کتنې په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلې دي چې د دې خبرو پرمهال پر دوه اړاخیزو روابطو او اقتصادي همکاریو خبرې وشوې.
د متحد عربي اماراتو په بیان کې راغلې دي چې عبداله بن زاید ال نهیان ویلي دي چې هیواد یې د یوه هوسا، باثباته او پرمختللي افغانستان لپاره ژمن دی.
د امریکایي پوهنتون پخوانی استاد تیموتي ویکس ومړ
په کابل کې د امریکایي پوهنتون پخوانی استاد تیموتي ویکس چې کلونه کلونه له طالبانو سره یرغمل و وفات شو.
استرالیایی تیموتي ویکس او امریکایی کیفن کینګ په دوه زره شپاړسم کال کې له کابله اختطاف شول او په دوه زره نولسم کال کې د طالبانو د جګپوړي غړي انس حقاني په شمول د دریو تنو په بدل کې خوشي شو.
ده له ازادیدو وروسته اعلان وکړ چې مسلمان شوی دی او په ځان یې جبرییل عمر نوم کیښود.
ښاغلی ویکس په دوه زره یو ویشتم کال کې د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته بیرته کابل ته ستون شو او هلته یې انګلیسي ژبه تدریسوله.
د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع په ایکسپاڼه کې لیکلي چې جبرییل عمر په کابل کې د چهارشنبې په ورځ په خپل کور کې د سرطان ناروغۍ له امله ومړ.
ایټالیوۍ خبریاله د ایران له زندانه ازاده او روم ته روانه شوه
د ایټالیا چارواکي وایي، د دوی د هېواد خبریاله چچیلیا سالا د ایران له زندانه خوشې او روم ته روانه شوې ده.
د ایټالیا د صدراعظمې جورجا ملوني دفتر نن چهارشنبه ( د مرغومي ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې میرمن سالا د ډيپلوماتیکو او استخباراتي هڅو په پایله کې خوشې شوې.
د ایټالیا صدر اعظمې جورجا ملوني پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر له هغو ټولو کسانو مننه کړې چې د دغې خبریالې په خوشې کېدو کې یې مرسته کړې.
ایټالیوۍ خبریاله چیچیلیا سالا چې نهه ویشت کاله عمر لري، د لیندۍ یا قوس میاشتې په ۱۹مه ایران کې ونیول شوه.
ایراني چارواکو د دغې خبریالې د نیولو لامل د خپل هېواد د قوانینو نقض بللی دی.
د دغې خبریالې نیولو د ایټالیا سخت غبرګون پارولی و او د دې لامل شو چې ایټالیا په روم کې د ایران سفیر احضار کړي.
اوکراین د روسیې یوه هوایي اډه کې د تيلو زیرمه ویشتې ده
اوکراین وایي، د روسیې په جنوبي سیمه سرتوف کې یې د تيلو یوه ډيپو په نښه کړې ده.
برید نن چهارشنبه ( د مرغومي ۱۹مه) په یوه ستراتیژیکه هوایي اډه کې د تيلو پر زیرمې شوی چې د اوکراین د لوی درستیز په خبره " روسي اشغالګرو" ته یې د لوجستیک په برخه کې ستونزې پیښې کړي دي.
خبر کې راغلي چې دغه برید د یوې اوکراینۍ وسلې په مټ شوی دی، نه د هغو وسلو په مټ چې لویدیځو هېوادونو اوکراین ته ورکړي دي.
روسي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د اوکرایني چاروکو په خبره دغې اډه کې د چاودنو غږ اوریدل شوی او اور بل شوی دی.
بغلان کې پر دوو علماوو د ډزو مسولیت داعش ومانه
د رسنیو د راپور له مخې د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې په بغلان کې پر دوو دیني علماو د برید مسولیت منلی دی.
په بغلان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند شیر احمد برهاني خبریالانو ته ویلي و چې دوه دیني علما تېره ورځ د نا پیژنده وسله والو تر برید لاندې راغلي چې یو یې وژل او یو بل یې سخت ټپي شوی دی.
د برهاني په خبره دغه دوه کسان د سې شنبې په ماښام له یوې میلمستیا کور ته پر لاره وو چې وسله والو پرې ډزې وکړې.
دغه برید کې وژل شوی دیني عالم عبدالرزاق یاد شوی دی.
داعش تر دې وړاندې بغلان کې د امام زمان پر جومات د برید مسولیت منلی و چې هغه کې لسګونه شیعه لمونځ کوونکي وژل او ټپيان شوي وو.