خبرونه
افغانستان او زمبابوې نن ټیسټ لوبه پیلوي

افغانستان او زیمبابوې به نن دوشنبه د اکتوبر په ۲۰مه، په یوه ټیسټ لوبه کې له یو بل سره مخامخ شي.
ټاکل شوې ده چې دا لوبه د زمبابوې په هرارې کې د افغانستان په وخت د غرمې دولس نیمې پیل شي او تر جمعې ورځې پلان شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ وویل چې راشد خان به په ټیسټ لوبه کې نه وي، خو ټینګار یې وکړ چې خان به د دواړو ټیمونو ترمنځ په شل اوریزو لوبو کې برخه واخلي.
له ټیسټ وروسته، افغانستان او زمبابوې د اکتوبر په ۲۹، ۳۱ او د نومبر په ۲مه درې شل اوریزې لوبې کوي.
ملا یعقوب وايي دوی اوربند ته ژمن دي

د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد وايي دوی د اوربند هوکړې ته ځان ژمن بولي.
مجاهد د یکشنبې ناوخته الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې دا خبره وکړه.
هغه وویل چې د قطر او ترکيې په منځګړیتوب د اوربند د اوسنۍ هوکړې په تړاو په ترکیه کې ناسته لري.
مجاهد زیاته کړه چې د ترکیې په ناسته کې به د دې هوکړې د عملي کولو او ورته د ژمن پاتې کېدو په اړه لا زیات بحث وشي.
د طالبانو حکومت او پاکستاني چارواکي د شنبې په ورځ په دوحه کې تر تفصیلي بحثونو وروسته په اوربند سلا شول او پرېکړه یې وکړه چې د اکتوبر په ۲۵مه بل دور خبرې په استانبول کې ترسره کړي.
طالبان او پاکستاني چارواکي راتلونکې شنبه استانبول کې ناسته لري

په قطر کې د طالبانو او پاکستان چارواکو په سمدستي اوربند موافقه کړې او تمه ده راتلونکی پړاو خبرې په استانبول کې وکړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په خپل بیان کې ویلي چې دواړه خواوو په یوه سمدستي اوربند او داسې یوه میکانیزم موافقه وکړه چې د دغو هېوادونو تر منځ دایمي سوله او ټیکاو رامنځته کړي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې د دې خبرو د منځګړتوب لپاره د قطر او ترکیې د هڅو مننه کړې.
ښاغلی مجاهد وايي دواړو خواوو توافق وکړ چې د یوبل پر وړاندې به د دښمنۍ عمل نه کوي او د هغو ډلو د حملو ملاتړ به نه کېږي چې د پاکستان د حکومت مخالفان دي.
د قطر په خبرو کې د طالبانو د پلاوي مشري مولوي محمد یعقوب مجاهد او د پاکستان د پلاوي مشري خواجه محمد آصف کوله.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په خپله ایکس پاڼه په بیان کې بیا لیکلي چې د دې توافق د جزییاتو په اړه د بحث لپاره به د خبرو بل پړاو د اکتوبر په ۲۵مه په استانبول کې وي.
د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې جګړه هغه مهال پیل شوه چې پاکستان د افغانستان په خاوره کې هوايي حملې وکړي.
د افغانستان او زمبابوې ټیسټ لوبه سبا پيلیږي؛ راشدخان پکې نشته

د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي ټیمونه سبا سه دوشنبه خپله ټیسټ لوبه پيلوي.
لوبه به د زمبابوې په هرارې کې پیل شي چې تر جمعې به دوام وکړي.
راشدخان دې ټیسټ لوبه کې نشته. کرکټ بورډ ویلي خان به دې یواځینۍ ټیسټ لوبه کې د هغه د ارامتیا او راتلونکو ښو نړیوالو لوبو په خاطر ونه لوبیږي خو په شل اووریزو لوبو کې برخه اخلي.
تر ټیسټ لوبې وروسته به دواړه لوبډلې درې شل اووریزې لوبې هم وکړي.
ذبیح الله مجاهد: افغانستان او پاکستان پر بشپړ او معناداره اوربند توافق وکړ

د طالبانو حکومت وايي چې په قطر کې د افغانستان او پاکستان مرکچي پلاوو پر بشپړ او معناداره اوربند توافق کړی دی.
د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې خبرو د منځګړتوب لپاره د قطر او ترکیې د هڅو مننه کړې او پر خپله ټویټر پاڼه په یوه بیان کې یې ویلی دي چې افغان او پاکستاني لورو هغه سند هم لاسلیک کړی دی چې له مخې یې دواړه هېوادونه سولې، یوبل ته د احترام او ګاونډیتوب د ښو اړیکو پر ژمنه تاکید کوي.
د قطر په خبرو کې د دواړو هېوادونو د پلاوو مشري د دفاع وزیرانو ملامحمدیعقوب مجاهد او خواجه محمدآصف کوله.
ښاغلی مجاهد وايي دواړو خواوو توافق وکړ چې د یوبل پر وړاندې به د دښمنۍ عمل نه کوي او د هغو ډلو د حملو ملاتړ به نه کېږي چې د پاکستان د حکومت مخالفان دي.
ویاند دا هم ویلي دي چې په راتلونکي کې به د منځګړو په وساطت داسې میکانیزم رامنځ ته کېږي چې دوه اړخیزې ادعاوې وڅېړي او توافق عملي کړي.
د پاکستان دفاع وزیر پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې د دې توافق د جزییاتو په اړه د بحث لپاره به د خبرو بل پړاو د اکتوبر په ۲۵مه په استانبول کې وي.
د قطر د بهرنیوچارو وزارت هم نن سهار وویل چې د افغانستان او پاکستان پلاوو د شنبې په ورځ د قطر او ترکیې په منځګړتوب په دوحه کې د خبرو پرمهال پر سمدستي اوربند موافقه کړې ده.
د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې جګړه هغه مهال پیل شوه چې پاکستان د افغانستان په خاوره کې هوايي حملې وکړي.
د مونشن په هوايي ډګر کې یوځل بیا د مشکوک خطر خبرداری ورکړل شوی دی

د جرمني د مونشن ښار د هوايي ډګر د ځغاست لیکه پرون شنبې ظاهرا د یوه مشکوک فعالیت له خبرداري وروسته وتړل شوه.
د جرمني د خبري آژانس ډي پي اې د راپور له مخې دا اقدام وروسته له هغه وشو چې یوشمېر کسانو پولیسو ته راپور ورکړ چې یو مشکوک شی یې هلته لیدلی دی خو څرګنده نه شوه چې آیا دا راپورونه یوځل بیا هوايي ډګر ته نژدې د بې پیلوټه الوتکو د لیدل کېدو په اړه و، که نه.
د روانې اکتوبر میاشتې په پیل کې هم د مونشن د هوايي ډګر په شاوخوا کې د بې پیلوټه الوتکو تر لیدل کېدو وروسته په دې هوايي ډګر کې الوتنې د دوو پرله پسې شپو لپاره ځنډول شوې وې.
اوکرایني چارواکي وايي، د روسیې پوځ یوځل بیا د دې هېواد پر بېلابېلو سیمو هوايي حملې کړې دي

اوکرایني چارواکي وايي چې روسیې تېر ماښام د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو څو حملې وکړې.
د آزادۍ راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې اوکرایني چارواکو ویلي چې خارکییف، سومي او زاپوریژیا هغه سیمې دي چې د روسیې جنګي الوتکو یې ښارونه له لیرې لارې د اداره کېدونکو بمونو په وسیله په نښه کړي دي.
د اوکراین د بېړنیو خدماتو ادارې اعلان کړی چې د خارکییف سیمې د لوزووا ښار د استوګنې پر یوه سیمه د برید پرمهال څلور تنه ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې د روسیې بې پیلوټه الوتکې په چرنیهو او دنیپروپیتروفسک ښارونو کې هم لیدل شوې دي. د دې حملو د تلفاتو په اړه جزییات نه شته خو د انرژۍ د یوه سیمه ایز شرکت د چارواکو په وینا په چیرنیهو کې د دوی د انرژۍ د تاسیساتو یوه برخه په نښه شوې ده.
د دې پېښې په نتیجه کې د اوکراین د شمال د شاوخوا ۱۷ زره اوسېدونکو لپاره د بریښنا جریان پرې شوی دی.
امریکا وايي چې د حماس له حملو د غزې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره به تدابیر ونیسي

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت وايي، داسې موثق راپورونه شته چې حماس ډله په غزه کې د ملکي وګړو پرضد د یوه برید لپاره د تیارۍ په حال کې ده.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي دي چې د ملکي فلسطینیانو پرضد د حملې دا پلان د اوربند مستقیمه او جدي سرغړونه ګڼل کېږي او هغه د پام وړ پرمختګ به ډېر کمزورې کړي چې د منځګړو د هڅو په نتیجه کې ترلاسه شوی دی.
بیان زیاتوي، که حماس ډله چې امریکا او اروپايي ټولنه یې یوه تروریستي ډله بولي دا حمله ترسره کړي نو د غزې د خلکو د ساتنې او د اوربند د اعتبار د خوندیتوب لپاره به تدابیر ونیول شي.
د کریکټ نړیوالې شورا د افغانستان د کورني کریکټ د دریو لوبغاړو وژل غندلي دي

د کریکټ نړیوالې شورا ( ای.سي.سي) په پکتیکا کې د د افغانستان د کورني کریکټ د دریو لوبغاړو په وژلو ژوره خواشیني څرګنده کړې او پر هغوی شوی برید یې غندلی دی.
دغې شورا نن شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کبیر اغا، صبغت الله او هارون په نوم دغه کریکټران هغه مهال ووژل شول چې له یوې لوبې وروسته یوه کور ته ستانه شوي وو.
دغه کریکټران او لږ تر لږه ۷ نور ملکیان پرون جمعه د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د پاکستان د هوایي برید له کبله ووژل شول.
د افغانستان کریکټ بورد، د کریکټ د ملي لوبډلو لوبغاړو او ګڼ شمېر نورو کسانو دا برید غندلی دی.
کریکټ بورد له همدې برید وروسته پاکستان سره د راتلونکې نومبر میاشتې سیالۍ هم لغو کړي، هغه درې اړخیزې سیالۍ چې ټاکل شوې وه د پاکستان، سریلانکا او افغانستان ترمنځ وشي.
یوې نسبتاً شدیدې زلزلې د افغانستان او پاکستان یو شمېر سیمې ولړزولې

یوه زلزله، چې شدت یې د ریښتر په حساب څلورنیم و، نن ماسپښین د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمې ولړزولې.
د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې د راپور له مخې، د دې زلزلې مرکز د افغانستان له پولې نژدې ۶ کیلومتره او د تاجکستان له پولې ۴۴ کیلومتره لیرې، په خیبرپښتونخوا کې و.
د زلزلې مرکز د مځکې له سطحې ۱۰ کیلومتره لاندې ثبت شوی دی.
تراسه پورې د دې زلزلې له کبله د مرګ ژوبلې او تاوانونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.
په وروستیو کې د افغانستان ختیځې سیمې سختو زلزلو وځپلې چې له کبله یې زرګونو کسانو ته مرګ ژوبلې واوښتې.