د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۱

خبرونه

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې اداره په افغانستان کې د ممیزو د ساتنې لپاره لسګونه خونې جوړوي

په افغانستان کې د ممیزو د پروسس فابریکه (آرشیف)
په افغانستان کې د ممیزو د پروسس فابریکه (آرشیف)

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې اداره په افغانستان کې د ممیزو د ساتنې لپاره د ۱۶۵ ځانګړو خونو د جوړولو خبر ورکوي.

FAO پرون (د چنګاښ ۲۲مه) پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې وویل، دا خونې د نړیوال بانک په مرسته او د افغانستان په مرکزي، شمالي، جنوبی او لویدیځو سیمو کې جوړېږي.

بیان زیاتوي چې په هره خونه کې تر ۱۵ ټنو پورې ممیز زېرمه کېدای شي.

د ملګروملتونو دا اداره همداراز وايي چې د ممیزو د ساتنې د خونو جوړول به له کروندګرو سره مرسته وکړي چې په ښه ډول د ممیزو د وچولو او زېرمه کولو له لارې د حاصلاتو تر اخیستو وروسته ضایعات راکم او خپله ګټه زیاته کړي.

افغان کروندګرو او باغ لرونکو تل له دې شکایت کاوه چې د خپلو محصولاتو د زېرمه کولو لپاره معیاري سړې خونې نه لري.

د افغانستان د بشري حقونو مرکز له ایرانه د افغانانو ډله ایز ایستل، د بشري حقونو سرغړونه بولي

له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده
له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده

د افغانستان د بشري حقونو مرکز له ایرانه د افغان کډوالو ډله ایز ایستل، له بشري حقونو او انساني کرامت څخه سرغړونه بللې ده.

دې غیرحکومتي ټولنې پرون (د چنګاښ ۲۲مه) په یوه بیان کې ویلي چې له ایرانه د افغانانو ډله ایز ایستل له بشري حقونو سرغړونه ده او غندي یې.

نوموړی مرکز زیاتوي چې د افغانانو د ایستلو بهیر د یوشمېر کډوالو اسنادو او د افغانستان شرایطو ته له پام پرته ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ایراني چارواکو په دې وروستیو کې د هغو افغانانو د ایستلو بهیر ته زور ورکړی چې د دوی په وینا قانوني اسناد نه لري او په دې لړ کې له افغان کډوالو سره د ایران د عامو خلکو له خوا د ناوړه چلند راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د بشري حقونو او د کډوالو مدافع ډلو بیا بیا په دې اړه اندېښنه ښودلې ده او ویلي یې دي چې دا موضوع به د افغانستان بشري بحران لا ژور کړي.

د ناروې د کډوالو د شورا د معلوماتو له مخې ایران په تېرو اوو میاشتو کې له یو میلیون ډېر افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي.

اوچا وايي، تېرکال یې د افغانستان د اړتیاوړ ټولو بسپنو یوازې ۴۷ سلنه ترلاسه کړې دي

یوشمېر ښځې د مرستو د ترلاسه کولو په حال کې
یوشمېر ښځې د مرستو د ترلاسه کولو په حال کې

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، په تېر ۲۰۲۴ کال کې له هغې مرستې څخه چې د افغانستان د بشري اړتیاوو لپاره یې غوښتې وه، یوازې ۴۷ سلنه یې ترلاسه کړې وه.

اوچا په یو تازه راپور کې چې پرون یې خپور کړ ویلي دي چې د افغانستان د بشري اړتیاوو او مرستو د پلان لپاره یې څه باندې درې میلیارد ډالر بسپنه غوښتې وه، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۴ کال ترپایه یې یوازې ۴۷ سلنه او د روان کال تر مې میاشتې پورې یې ۵۳ سلنه یا ۱،۶۳ میلیارد ډالر ترلاسه کړل.

اوچا وايي د بودیجې دې کمښت په بېلابېلو برخو، له هغې ډلې د اوبو د برابرولو، روغتیا او حفظ الصحې په برخو کې د مرستو لپاره د ملګروملتونو وړتیا سخته اغیزمنه کړې ده.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکوي چې که د بسپنې د رسولو په برخه کې سمدستي اقدام ونه کړي نو په افغانستان کې د یوه انساني بحران د کمولو لپاره هڅې به له ناکامۍ سره مخامخ شي.

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر اسلام اباد کې د طالبانو سرپرست سفیر سره کتلي دي

په اسلام اباد کې د طالبانو سرپرست سفیر سردار احمد شکېب د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر علي امین ګنداپور سره د افغان کډوالو، سوداګرۍ او د یوه سرطاني ناروغیو د درملني د روغتون د جوړیدو په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو په واک کې باختر خبري اژانس نن یکشنبې پر خپلې ویب پاڼې لیکلي، په دې کتنه کې دواړو خواو پر دوه اړخیزو همکاریو او د سیمې پر ثبات بحث کړی دی.

وړاندې د ګنداپور په حواله راغلي چې غواړي د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او باور رامنځته کولو په موخه کابل ته یو پلاوی واستوي.

د دغه پلاوي د راتګ په اړه نور جزیات ورکړل شوي نه دي.

پاکستان په وروستیو څو اونیو کې د ای سي سي کارت لرونکي افغان کډوال له خپلې خاوري بیرته افغانستان ته اخراج کړي او غواړي د پي او ار کارت لرونکي کډوال هم اخراج کړي.

په هسپانیا کې د غواګانو په جشن کې شپږ کسان ټپیان شوي دي

په هسپانیا کې د غواګانو د ځانګړي دودیز جشن په اوومه ورځ د غواګانو د منډو پرمهال شپږ کسان ټپیان شوي دي.

دغه دودیز مراسم چې هرکال د جولای په میاشت کې جوړیږي، غواګانې په کې د ښار له کوڅو د نندارې په موخه تیروي او د غوا جګړې میدان ته يې وړي.

د څارویو د حقونو فعالانو پر دغو دودیزو مراسمو نیوکې کړي دي.

له ۱۹۲۴کال راهیسې تراوسه په دې مراسمو کې ۱۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اسراییلو فضا ته ملي سپوږمکۍ او فالکن ۹توغندی توغولي دي

اسراییلو نن یکشنبې اعلان وکړ چې د "درور ۱" په نوم خپله نوې ملۍ سپوږمکۍ يې د فالکن۹ توغندي سره یو ځای د امریکا له اسپیس شرکت څخه فضا ته لیږلې ده.

د اسراییلو د فضايي صعنت او د بهرنیو چارو وزارت په خبره، سپوږمکۍ د فلوریدا د کیپ کاناورال له اډې توغول شوې ده.

وړاندې ویل شوي، دا سپوږمکۍ چې ۲۰۰میلیونه ډالره ارزښت لري د راتلونکو پنځلسو کالونو لپاره به په فضا کې د اسراییلو لپاره د ارتباطاتو مهمه وسیله وي.

اسپیس ایکس ویلي، سپوږمکۍ يې د فلوریدا په وخت یوه بجه توغولې.

د اسراییلو د فضايي صعنت ادارې د دغې سپوږمکۍ توغول د اسراییلو د تکنالوژۍ په پرمختګ کې یو لوی ګام بللی دی.

په ۲۰۱۶کال کې د اسراییلو یو بې پیلوټه فالکن۹ توغندی په فلوریدا کې په ازمویښتي پرواز وچاوید چې ورسره د اسراییلو د اموس۶ مخابراتي سپوږمکۍ چې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ میلیونو ډالرو ارزښت يې درلوده له منځه لاړه.

د یو ښوونځي ۵۶کلن چوکدار له لسم ټولګي فارغ شوی دی

د بلوچستان په پښتون میشته سیمه پښین کې یو۵۶کلن سړی له لسم ټولګي فارغ شوی دی.

فیض الحق کاکا چې نژدې ۳۸کاله يې د نواباد په ښوونځي د چوکدار په توګه دنده ترسره کوله سږکال له لسم ټولګي فارغ شو.

فیض الحق کاکا مشال راډیو ته ویلي، "په ښوونځي کې مې کارکاوه او په اضافي وخت کې به مې له شاګردانو او استادانو سره درس ویلې".

فیض الحق کاکا ۱۷ اولادونه لري چې د بې وزله له کبله يې لوړې زده کړې کړي نه دي.

طالبانو د کتابونو په چاپ مالیه معاف کړې

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د طالبانو حکومت د کتابونو په چاپ مالیات معاف کړې.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال مهاجر فراحي نن یکشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، " د لوی مشر د فرمان له مخې د هغوو کتابونو پر چاپ مالیات معاف دي چې د افغانستان دننه چاپیږي".

فراهي وړاندې ویلي، هغه کتابونه چې له بهره را واردیږي مالیه ۵۰ سلنه راکمه شوې ده.

طالبان د افغانستان دننه د کتابونو پر چاپ په داسې حال کې مالیه معافوي چې د یو شمیر لیکوالانو او کتابونو په چاپ او خرڅلاو يې بندیز لګولی دی.

طالبان همدارنګه هغه کتابونه هم له بازارونو راټول کړي چې د دوی په ټکو محتوا يې له اسلامي او افغاني اصولو سره په ټکر کې وه.

د ( بېداد) په نوم ایراني فلم د کارلووي واري جشنوارې جایزه وګټله

د فسټیوال یوه څنډه
د فسټیوال یوه څنډه

د " بیداد" په نوم ایراني فلم د چک جمهوریت د کارلووي واري نهه پنځوسم فسټیوال کې یوه ځانګړې جایزه ترلاسه کړه.

دغه فلم په ایران کې د اجباري حجاب له مراعاتولو پرته د ښځینه لوبغاړو له خوا جوړ شوی او تمرکز یې پر ښځینه سندرغاړو د لګول شویو محدودیتونو په اړه دی.

د فلم جوړونکی سهیل بیرقي او یوشمېر نور کسان چې د فلم جوړولو کې یې لاس درلود، شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د ایراني چارواکو له خوا د زندان او نقدي جریمو په سزا محکوم شول.

بیرقي په دغه فسټیوال کې وویل چې له دغه حکم سره سره غواړي بیرته ایران ته ولاړ شي.

د کارلووي واري د فلمونو فسټیوال هر کال چک جمهوریت کې جوړيږي.

زرګونه اسراییلیانو غزه کې د پاته برمته شویو کسانو د خلاصون په هدف مظاهره وکړه

ارشیف
ارشیف

زرګونه اسراییلیانو پرون په تل ابیب او نورو ښارونو کې مظاهرې وکړې او له دولته یې وغوښتل چې غزه کې د پاته یرغمل شویو د خلاصون لپاره یوه معامله وکړي.

د جرمني خبري اژانس ( ډي.پي.اې) د اسراییلي چارواکو په حواله لیکلي، لا هم پنځوس برمته شوي اسراییلیان په غزه کې پاته دي او باور دادی چې یوازې ۲۰ به یې ژوندي وي.

مظاهره چیان دا غوښتنه داسې مهال کوي چې دا مهال په قطر کې د غزې د جګړې دواړه لوري د یوه دوه میاشتني اوربند پر شرایطو خبرې کوي.

د اوربند د خبرو یو شرط دادی چې لږ تر لږه لس برمته شوي ژوندي اسراییلیان به خوشې کیږي او د څو نورو جسدونه به اسراییل ته سپارل کیږي.
پرون شنبه هم دوحه کې دغو خبرو دوام وکړ، خو خبر کې راغلي چې کوم پرمختګ په کې نه و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG