خبرونه
د ناسا ستورمزلې د خپلې ۷۰مې کلیزې په ورځ ځمکې ته راښکته شو

د ناسا تر ټولو زوړ فعال ستورمزلی د خپلې زوکړې په ۷۰مې کلیزې ځمکې ته راستون شو.
امریکايي ستورمزلی ډان پېټيټ یکشنبه له دوو نورو روسي ستورمزلو سره په قزاقستان کې ځمکې ته راښکته شو.
ډان پټيټ او دوو نورو ستورمزلو الکسي اویچین او ایوان واګنر ۲۲۰ ورځې په فضا کې تېر کړل.
دوی په فضا کې د ځمکې له مداره ۳۵۲۰ واره تاو شول او ټول ټال یې څه باندې ۹۳میلیون مایله مزل وواهه.
روسیې او اوکرایین د عیسویانو د پاک اختر یا ایستر په درنښت یکشنبه د اوربند هوکړه کړې ده

په دې لړ کې دواړو خواوو څه باندې ۲۰۰ جنګي بندیان هم مبادله کړي دي.
د یکشنبې ورځې د اوربند وړاندیز د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین کړی وو.
د اوکرایین ولسمشر که څه هم دا وړاندیز ومانه خو روسیه یې تورنه کړه چې په ډرون او توغندیزو بریدونو یې دا اوربند مات کړی دی.
اوربند به د پوتین د وړاندیز په اساس د یکشنبې د شپې تر دولسو بجو نافذه وي.
د ایران او امریکا دویم پړاو خبرو کې د ( ښه پرمختګ) خبر ورکړل شوی، دریم پړاو خبرې بله اونۍ کیږي

د متحده ایالتونو یو لوپوړی چارواکی وایي چې د تهران د اټومي تړون په اړه د ایراني او امریکایي استازو خبرو کې " ښه پرمختګونه" شوي دي.
د دغو استازو دویم پړاو خبرې پرون شنبه د ایټالیا په پلازمېنه روم کې ترسره شوې.
د امریکا دغه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط د شنبې په ماښام یوه ډله خبریالانو ته ویلي " نن په روم کې په دویم پړاو خبرو کې چې څه باندې څلور ساعته یې دوام وکړ، په مستقیمو او غیر مستقیمو خبرو کې ښه پرمختګونه وشول".
د رویټرز او اکسیوس ویبپاڼې د راپور له مخې ټاکل شوې د دواړو هېوادونو استازي راتلونکې اونۍ دریم پړاو خبرې وکړي.
امریکا تراوسه د پرونیو خبرو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیا د پرونیو خبرو تر پای ته رسیدو وروسته ویلي چې دریم پړاو خبرې به د ثور په شپږمه په عمان کې ترسره کیږي.
هغه ویلي چې پرونۍ خبرې رغنده وې.
د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي تړون په اړه د خبرو لومړی پړاو تېره اونۍ د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شو.
پر جګړې د نتنیاهو ټینګار، دوه ورځو کې ۹۰ کسان غزه کې وژل شوي

د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو یوځل بیا ویلي چې غزه کې جګړه تر هغه وخته نه ختموي چې حماس ډله له منځه ولاړه نه شي او خپل ټول برمته شوي کسان ازاد نه کړي.
هغه په خپلو پرونیو څرګندونو کې ادعا کړې چې حماس ډلې، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د ترهګرو په توګه پیژني، د اوربند د دوام په صورت کې د نیمایي برمته شویو اسراییلیانو د خلاصون وړاندیز رد کړی دی.
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د اسوشیتید پریس خبري اژانس د غزې د روغتیا وزارت په حواله ویلي چې تېرو ۴۸ ساعتونو کې د اسراییلو بریدونو له ۹۰ ډیر کسان وژلي دي.
حماس چې تېره اونۍ یې ویلي و د دویم پړاو اوربند په خبرو کې یې پرمختګ کړی دی، له غزې د اسرایلي سرتیرو د وتلو غوښتنه کوي.
په ۱۱ ولایتونو کې د سیلابونو د رواتلو خبرداری ورکړل شوی

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت په یولسو ولایتونو کې د سیلونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.
دغه وزارت د شنبې په ورځ " د حمل ۳۰مه" پر خپله ایکس پاڼه/پخواني ټویټر لیکلي چې پنجشیر، پروان، کاپیسا، پکتیا، لوګر، لغمان، کنړ، کندز، تخار او بدخشان به د ثور تر دویمې نیټې د بارانونو او واورو شاهدان وي.
د دغو ولایتونو له اوسیدونکو غوښتل شوي چې د احتمالي زیانونو د مخنیوي لپاره احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي.
افغانستان له اقلیمي بدلونه اغیزمن هېواد دی چې په دې وروستیو کې په کې سیلاونو خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، تېر یوه کال کې نژدې ۹ میلیونه افغانان د اقلیمي بدلون له خطرونو اغیزمن شوي دي.
متقي:له اسحاق دار سره خبرې هر اړخیزې وې، هیله ده کړې ژمنې عملي شي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وایي، له خپل پاکستاني سیال اسحاق دار سره یې پرونۍ خبرې مهمې وې او که عملي شي، د دواړو هېوادونو په ګټه دي.
امیرخان متقي پرون په کابل کې له ښاغلي دار سره د طالب چارواکو تر لیدو کتو وروسته یوه ګډه خبري ناسته کې وویل، دوی د نورو مسلو ترڅنګ د پاکستان له حکومته له کډوالو سره د ښه سلوک او تدریجي ستنولو غوښتنه وکړه " که د دغو مجلسونو په رڼا کې عمل وشي او دواړه لوري عملي چارو ته ښه توجه وکړي او په شویو پریکړو باندې عمل ترسره شي، دا به د دواړو هېوادونو پر اقتصاد، سیاست او اړیکو کې ډیر کمکي ثابت شي او ښه ثمره به ېې وي."
که څه هم ښاغلي متقي د شویو پریکړو جزیات په ډاګه نه کړل خو څرګنده یې کړه چې خبرې یې پر دریو مسلو ورټولې وې چې سر کې يې د کډوالو ستونزې او بیا دوه اړخیزې سیاسي او اقتصادي اړیکې وې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدر اعظم مرستیال اسحاق دار پرون کابل ته سفر وکړ.
دا په یوه اونۍ کې د پاکستان دویم پلاوی دی چې کابل ته سفر کوي.
د افغانستان د کرکټ نولس کلنه لوبډله نړیوال جام ته ووتله

د افغانستان د کرکټ نولس کلنو لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام ته لاره ومونده.
افغان ځوانانو د غوراوي پړاو سیالیو درې لوبې په ستر توپیر وګټلې او نن وروستۍ لوبه د کوربه نیپال په وړاندې د باران په سبب بې نتیجې شوه.
په دې ترتیب افغان ټیم لومړی مقام وګاټه.
افغان لوبډلې په دې بریاوو سره د نولس کلنو د کرکټ نړیوال جام ته لار پیدا کړه چې تمه ده راتلونکی ۲۰۲۶ کال په جنوري او فبروري د زمبابوې او نیمبیا په کوربه توب وشي.
د امریکا او ایران استازیو په ایټالیا کې خبرې پيل کړې

د امریکایي او ایراني چارواکو ترمنځ د ایټالیا په پلازمینه روم کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې پیل شوې دي.
اسوشیتد پریس اژانس د یوه امریکایي چارواکي په وینا چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، څرګنده کړه چې دا خبرې د تړیو دروازو تر شا په روم کې د عمان په سفارت کې روانې دي.
ایراني رسنیو هم ویلي دي چې د اروپا په وخت تر غرمې لږ مخکې خبرې پيل شوې.
په دې خبرو کې د منځني ختیځ لپاره د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی سټیف ویټکاف د امریکایي پلاوي مشري کوي او د ایران د پلاوي مشري د دغهَ هیواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کوي.
دواړو لوریو اونۍ مخکې د شنبې په ورځ د عمان په پلازمینه مسقط کې لومړی پړاو خبرې سره کړې وې، هغه خبرې تهران او واشنګتن رغنده بللې وې.
د افغانستان او تاجکستان سرحد کې زلزله شوې

د افغانستان او تاجکستان سرحدي سیمو کې نن تر غرمې مخکې یوه زلزله شوې ده.
د دې زلزلې کچه ۵ اعشاریه ۸ درجې بلل شوې.
د راپورونو په اساس د دې زلزلې مرکز د بدخشان په اشکاشم کې ۹۴ کیلومتره تر ځمکې لاندې بلل شوی.
د زلزلې ټکانونه په پېښور، اسلام اباد، لاهور او کشمیر کې هم حس شوي دي.
په ځینو سیمو کې خلک د ودانیو د ټکانونو په سبب بهر وتلي دي.
د افغانستان او تاجکستان له سرحدي سیمو لا د دې زلزلې په سبب د احتمالي اوښتو زیانونو او پېښو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم اسحق دار کابل ته ورسېد

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ښاغلی دار د پاکستان د کابینې د یوه پلاوي په مشرۍ په دغه یو ورځني سفر کې د طالبانو له رییس الوزرا ملا حسن اخوند او نورو لوړپوړو چارواکو سره ګوري.
دا سفر به د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د "امنیت، سوداګرۍ، سیمه ایز اتصال او د خلکو ترمنځ د اړیکو" په پراختیا متمرکز وي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته په داسې حال کې سفر کوي چې پاکستان په تیرو ۲۰ ورځو کې په لسګونو زره افغان کډوال ایستلي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر طلال چودري د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د اپریل له پیل راهیسې ۸۵۰۰۰ افغانان له پاکستان څخه افغانستان لېږل شوي دي.
خو د طالبانو حکومت دا شمېره شاوخوا ۷۱۰۰۰ ښيي.