د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۴ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۱

خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتو د چین د منځګړتوب هڅې ننګولي

د پاکستان د جټ او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه، چې د افغانستان کابل، کندهار، پکتیکا او پکتیا ولایتونه یې په نښه کړي، د چین هغه ډیپلوماتیکې هڅې له ننګونې سره مخامخ کړې دي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ یې د سولې لپاره بیل کړي دي.

چین په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شاوخوا ۲۶۰۰ کیلومتره ډیورند کرښې په اوږدو کې د وضعیت د عادي کولو لپاره پراخې ډیپلوماتیکې هڅې پیل کړې دي. د همدې هڅو په دوام، د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي Yue Xiaoyong یو شیائویونګ تېره اوونۍ د طالبانو او پاکستان له چارواکو سره ولیدل تر څو د دواړو لورو ترمنځ «خبرې او پخلاینه» پیاوړې کړي.

همداراز د چین د باندنیو چارو وزیر د دواړو هیوادونو له باندنیو چارو وزیرانو سره د تشدد د کمولو په اړه ټېلفوني خبرې وکړې.

اسلام اباد پر کابل، کندهار، پکتیکا او پکتیا د پنجشنبې د شپې حملې تایید کړې خو ویې ویل چې د ترهګرو پناهځایونه یې له منځه وړي دي. خو په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت او د طالبانو چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې د پاکستان په بریدونو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت وايي چې په غبرګون کې یې د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله د خیبرپښتونخوا په کوهاټ او همداراز فیض اباد کې د پاکستان پر پوځي مرکزونو بریدونه کړي دي.

پاکستان په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

د روسیې پر تېلو د بندیز موقتي لېري کېدا د مسکو له هرکلي خو د اروپا له انتقاد سره مخامخ شوه

د روسیې د تېلو پر صنعتونو د بندیزونو د کمولو په اړه د امریکا پرېکړه د مسکو له هرکلي خو د اروپايي اتحادیې له انتقاد سره مخامخ شوه.

امریکا د انرژۍ د بازارونو د ثبات لپاره، چې د ایران د جګړې له امله ګډوډ شوي، په موقت ډول د روسیې د تېلو پر صادراتو بندیز لېری کړی دی.

د کریملین ویاند د امریکا د حکومت له خوا د روسیې د تېلو د پېرلو د بندیزونو د کمولو هرکلی وکړ.

دیمیتري پسکوف په یوه بیان کې وویل چې روسیه د انرژۍ بازارونو د ثبات لپاره د امریکا هڅه ویني؛ او په دې برخه کې د دوی ګټې سره برابرې دي.

کیریل دیمیتریف، چې د روسیې د فدراسیون د ولسمشر د انرژۍ چارو استازی دی، هم د امریکا له ځانګړي استازي سټیو ویتکاف او د ډونالډ ترمپ له زوم او سلاکار جرد کوشنر سره تر لیدو وروسته د امریکا د نوې پرېکړې هرکلی وکړ.

هغه په ټیلیګرام کې ولیکل:

«متحده ایالتونو عملاً یو څرګند حقیقت تایید کړ: دا چې د روسیې له تېلو پرته د نړۍ د انرژۍ بازار ثبات نه شي موندلای.»

تر دې مخکې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت ویلي و چې هېوادونو ته به په لنډمهال ډول اجازه ورکړل شي د روسیې هغه تېل واخلي چې د بندیزونو له امله په ټانکرونو کې پاتې دي او د لېږد په حال کې دي.

خو له بلې خوا د اروپايي شورا ريیس انتونیو کوستا وايي چې د واشنکټن دا یو اړخیز اقدام د ډېرې اندېښنې وړ دی ځکه چې د اروپا پر امنیت اغېز لري.

کوستا خبرداری ورکړی چې د روسیې د بندیزونو کمېدا مسکو ته ډېرې منابع په لاس ورکوي چې د اوکراین پر ضد جګړې ته دوام ورکړي.


د اوکراین ولسمشر: د روسیې پر تېلو د بندیزونو کمېدا د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته نه کوي

د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلنسکي وایي چې د امریکا له خوا د روسیې پر تېلو د بندیزونو د لنډمهالي کمولو پرېکړه به د جګړې له پای ته رسولو او په اوکراین کې د سولې له ټینګښت سره مرسته ونه کړي.

زیلنسکي د جمعې په ورځ د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره په ګډه خبري غونډه کې وویل:

«د امریکا له خوا د بندیزونو د کمولو اقدام ښايي روسیې ته شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالر برابر کړي څو جګړې ته نورهم دوام ورکړي. دا اقدام یقیناً د سولې په ټینګښت کې مرسته نه کوي.»

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د خبر له مخې، نژدې دوې اوونۍ وروسته له هغه چې امریکا او اسرائیل پر ایران بریدونه پیل کړل، د دې جګړې یوه مهمه پایله د تېلو د بیو لوړوالی و. دا کار په غیر مستقیم ډول د روسیې په ګټه تمام شوی او اندېښنې یې زیاتې کړې چې ښايي دغه جګړه د روسیې پر وړاندې د اوکراین له مبارزې څخه د نړۍ پام په بله واړوي.

متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په لنډمهاله ډول به د روسیې پر تېلو د سمندري لېږد بندیزونه نرم کړي.

څلور امریکايي عسکر د تېل رسوونکې الوتکې په لوېدو سره وژل شوي

د امریکا لویه تېل رسوونکې الوتکه
د امریکا لویه تېل رسوونکې الوتکه

څلور امریکايي پوځیان په عراق کې د تېل رسوونکې الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې وژل شوي.

سنټکام د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ نن دا خبر تایید کړ.

په بیان کې راغلي چې د لوېدلې لویې تېل رسوونکې پوځي الوتکې د دوو نورو غړو د لټون عملیات لا هم روان دي.

سنټکام ویلي چې پرون د عراق په لویدیځ کې د امریکا د پوځ تېل رسوونکې لویه الوتکه KC-135 له یوې بلې الوتکې سره د حادثې په سبب ولوېده.

امریکايي چارواکو ډاډ ورکړی چې دا الوتکه د دښمن یا دوست په ډزو نه ده نسکوره شوې.

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ تر دغه بیان څو ساعته مخکې، د ایران دولتي تلویزیون په یوه بیان کې ادعا وکړه چې د "عراقي اسلامي مقاومت" ډلې د امریکا دا ټانکر الوتکه ویشتلې ده.
په دې سره د امریکا او اسراییلو لخوا په ایران باندې د بریدونو له پیل راهیسې د وژل شویو امریکایي پوځي پرسونل ټولټال شمیر ۱۱ ته رسیدلی دی.
اوه نور امریکايي عسکر په خلیج هېوادونو کې د امریکا په پوځي اډو د ایران په ډرون او توغندیزو بریدونو کې وژل شوي.

د افغانستان یو پخوانی صدراعظم سلطان علي کشتمند په لندن کې ومړ

Sultan Ali Keshtmand, former Afghan Prime minister
Sultan Ali Keshtmand, former Afghan Prime minister

د افغانستان یو پخوانی صدراعظم سلطان علي کشتمند په لندن ښار کې وفات شوی.
د ښاغلي کشتمند ورور اسدالله کشتمند په خپله فیسبوک پاڼه دا خبر تایید کړی دی.

کشتمند شاوخوا یوه لسیزه د ببرک کارمل او وروسته د ډاکتر نجیب الله په دوره کې د افغانستان صدراعظم وو.
دی لومړنی هزاره توکمی افغان وو چې دې څوکۍ ته رسېدلی وو.

کشتمند په ۱۹۳۵ کال کې د کابل د چهاردهی ولسوالۍ کې زېږېدلی و.

هغه په خپلو خبرو او مرکو کې تل ټینګار کاوه چې د افغانستان د تلپاتې سولې او امنیت لپاره د اقتصاد ښه والی او د خلکو د ژوند د شرایطو ښه کول ډېر مهم دي.

د یوې لویې امریکايي الوتکې لوېدل؛ سنټکام وايي چا نه ده ویشتې بلکې له بلې الوتکې سره لګېدلې

د امریکا یوه تېل رسوونکې الوتکه - انځور پخوانی دی
د امریکا یوه تېل رسوونکې الوتکه - انځور پخوانی دی


یوه لویه تېل رسوونکې امریکايي پوځي الوتکه (KC-135) د عراق په لوېدیځ کې لوېدلې.

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سنټکام ویلي دا الوتکه د دښمن په برید یا نورو ډزو سره نه ده لوېدلې بلکې د یوې بلې تېل رسوونکې الوتکې سره د حادثې په سبب لوېدلې.

سنټکام ویلي دویمه الوتکه په اسراییلو کې خوندي ناسته کړې ده.

په لوېدلې لویه الوتکه کې د راپورونو له مخې لږ تر لږه شپږ پوځیان ناست وو. تر پېښې وروسته په سیمه کې د لټون او ژغورنې پراخ عملیات پيل شوي.

تر دې مخکې د امریکا درې پوځي جټ الوتکې په کوېټ کې لوېدلې وې.

هغه وخت امریکايي پوځ ویلي وو چې دا الوتکې د کوېټ د دفاعي ځواکونو له خوا په تېروتنې هدف ګرځېدلې وې چې پیلوټان او عمله یې ژوندي پاتې دي.

د یوه بل خبر له مخې

د عراق د کردستان په اربیل سیمه کې د ډرون برید له امله یو فرانسوی سرتېری وژل شوی دی.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون دغه برید غندلی او ویلي یې دي دا برید د هغو فرانسوي ځواکونو پر ضد شوی چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د داعش پر ضد نړیوال ائتلاف کې برخه لري.

د راپورونو له مخې ځينې نور فرانسوي عسکر ټپيان شوي هم دي.

مکرون دغه برید د نه منلو وړ وباله او زیاته یې کړه چې فرانسه به په سیمه کې د ترهګرو ډلو پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

په پلازمینه کابل باندې د پاکستان په بمباریو کې څلور ملکیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي

کابل کې وران شوی کور د بیګاني برید له امله
کابل کې وران شوی کور د بیګاني برید له امله

طالب چارواکو تایید کړې چې د پاکستان د هوايي بریدونو په نتیجه کې لږ تر لږه ۴ افغان ملکیان په کابل کې وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په یوه بیان کې دا خبره کړې ده.

هغه ویلي چې د کابل د ۲۱مې ناحیې په څرخي پله سیمه کې استوګنیزې سیمې د پاکستان په بیګانیو هوايي بریدونو کې هدف ګرځول شوي.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړې وه چې په کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا کې پاکستان بیګا هوايي بریدونه کړي چې یو شمېر ملکیانو ته یې مرګژوبله اړولې.
مجاهد دا بریدونه غندلي او ګواښ یې کړی چې بې ځوابه به پاتې نه شي.
ذبیح الله مجاهد ویلي چې په کندهار کې هوایي ډګر ته څیرمه د کام ایر شخصي هوایي شرکت د تیلو ذخیره هدف ګرځېدلې.


د هغه په خبره له دې زیرمې ملکي هوایي شرکتونو او د ملګرو ملتونو الوتکو ته د سون مواد رسول کېدل.
پاکستاني چارواکو تازه په کابل او نورو سیمو د هوايي بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

خو پرون پاکستاني چارواکو رویټرز ته ویلي چې پاکستان د چین په منځګړیتوب په افغانستان باندې هوايي بریدونه کم کړي.

د افغانستان د فوتبال تر اولس کلنو کشره لوبډه د مرکزي آسیا جام لوبو ته تیاری نیسي

د افغانستان د فوتبال تراولس کلنو کشره لوبډه د مرکزي آسیا د ۲۰۲۶ کال جام لوبو ته تیاری نیسي.

د افغانستان د فوتبال فدراسیون د پنجشنبې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه کې ولیکل چې د دې جام لوبې به په تاشکند کې د اپریل له ۴ نه تر۱۴ پورې ترسره شي.

ویل شوي چې د افغانستان په ګډون پنځه ټیمونه په دې لوبو کې ګډون کوي. د افغانستان د فوتبال تراولس کلنو کشرې لوبډلې په ۲۰۲۴ کال ازبکستان ته یو د صفر په ماتې ورکولو سره د مرکزي آسیا د ټولنې د جام اتلولي خپله کړې وه.

په هرمز تنګي کې تیل لیږدونکو کشتیو ته د متوجه ګواښونو په اړه راتلونکې اونۍ په لندن کې فوق العاده غونډه جوړیږي

د سمندري فعالیتونو نړیوالې ادارې IMO ویلي چې راتلونکې اونۍ په منځني ختیځ کې په ځانګړې توګه هرمزتنګي کې کشتیو ته د متوجه ګواښونو په اړه د بحث لپاره یوه فوق العاده غونډه جوړوي. د فرانسپرس آژانس د راپورله مخې دې ادارې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د شپږو غړیو، بریتانیا، مصر، فرانسې، مراکش، قطر او متحده عربي اماراتو په غوښتنه دا غونډه به د مارچ په ۱۸ او ۱۹ په لندن کې جوړه شي.

دا غونډه په داسې حال کې پلان شوې چې پرایران د اسراییل او امریکا له خوا له بریدونو وروسته او د ایران د غچ اخیستونکو بریدونو له امله د نړیوالې انرژۍ د اړتیاوو د پوره کولو د مهمې لارې له پریکیدو او په بې ساري توګه د تیلو او ګازو د بیو له لوړیدو سره اندېښنې زیاتې شوې دي.

د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه اومه تیل د هرمز تنګي له لارې تیریږي. دا لاره په دې ورستیو کې د ایران له لوري پر کشیو او د خلیج پر ګاونډیو هېوادونو د غچ اخیستونکو بریدونو له امله عملاً تړل شوې ده.

د ایران نوی مشر مجتبی خامنه یي د پنجشنبې په ورځ امر وکړ چې د هرمز تنګی دې تړلی پاتې شي. په عین حال کې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ وویل چې

د اسلامي جمهوريت د "شر امپراتورۍ" مخه نیول د اومه تیلو له بیې مهم دي.

د پنجشنبې په ورځ د یوه بیرل تیلو بیه له ۱۰۰ ډالرو څخه لوړه شوه.

اسراییل وایي، د لبنان په پلازمینه کې یې د بریدونو یوه څپه پیل کړې ده

د اسراییل پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل چې د لبنان د پلازمینې بیروت په بیلابیلو برخو کې یې د بریدونو یوه نوې څپه پیل کړې ده.

دا وروسته له هغې ده چې د اسرائیل پوځ د بیروت په مرکزي برخه کې د یوې سیمې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی و چې په دې سیمه کې به یوه ودانۍ په نښه کړي. په بیان کې ویل شوي چې "د اسرائیل دفاعي ځواکونو د بیروت په بېلابېلو سیمو کې د حزب الله د ترهګریزو زیربناوو د په نښه کولو لپاره د بریدونو یوه څپه پیل کړې ده."

حزب الله چې امریکا یې یوه ترهګره ډله ګڼې او اروپایي ټولنې یې نظامي څانګه په تورلست کې شامله کړې، په دې وروستیو کې پرایران د اسراییل او امریکا له بریدونو سره په یوه وخت پر اسراییل د توغندیو د ویشتلو څپه پیل کړې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG