خبرونه
د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشر د اسراييل او حزبالله ترمنځ د سملاسي اوربند غوښتنه کړې
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل پرون یکشنبه لبنان ته د سفر پر مهال د اسرايیل او د لبنان د حزبالله ډلې ترمنځ د فوري اوربند غوښتنه وکړه.
د امریکا متحدایالتونه، حزبالله ډله یو تروریستي سازمان ګڼي، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.
حزب الله یوه توندلارې ډله او سیاسي ګوند دی، چې د لبنان د جنوب پر زیاتو برخو کنټرول لري او د لبنان په پارلمان کې یې څو څوکۍ په واک کې دي.
جوزیپ بوریل پهداسې حال کې د اوربند غوښتنه کړې، چې حزبالله پر اسرايیل د تازه حملو مسوولیت منلی دی.
د اسرايیل پوځ ویلي، چې د ایران له ملاتړه برخمنې حزبالله ډلې پرون پر اسرايیل ۱۶۰ توغندي ویشتلي دي.
د ځینو دغو توغندیو مخه نیول شوې خو ځینې یې د فرانسې خبري اژانس د تصاویرو لهمخې د اسرايیل په مرکزي برخو کې د کورونو د تخریب سبب شوي دي.
د لبنان روغتیا وزارت د شنبې په ورځ ویلي وو، چې د لبنان پر پلازمېنه بیروت او نورو سیمو د اسرايیل په حملو کې ۸۴ کسان وژل شوي دي.
د لبنان دولتي رسنیو پرون یکشنبه د بیروت په جنوبي برخه د دوو نورو حملو خبر هم ورکړ، چې د حزبالله له عمده سنګرونو ګڼل کېږي.
بلخ کې پر نشه د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې يو مرکز پرانيستل شو
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په بلخ کې په نشو د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې لپاره د یوه ۵۰ بستري مرکز د پرانیستې خبر ورکړ.
د دغه بنسټ د افغانستان څانګې پرون پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، چې د روغتیا نړیوال سازمان سیمهییزې مشرې حنان بلخي افغانستان ته د سفر پر مهال دغه مرکز پرانیست.
وړاندې ویل شوي، چې په راروانو لسو میاشتو کې به په نشو ۶۲۰ روږدې ښځې او ۱۲۰ روږدي ماشومان په دغه مرکز کې تداوي شي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت په چنګاښ/ سرطان میاشت کې ویلي وو، په ټول افغانستان کې په نشو څه باندې ۱۱۵زره روږدي کسان راټول کړای شوي او تداوي شوي دي.
بیا هم اندېښنې شته چې ګڼ روږدي کسان له نشو تر لاس اخیستو وروسته روغ شوي، خو د کاري فرصتونو او سالمو بوختیاوو د نشتوالي له کبله بیا په نشو اخته شوي دي.
د افغان ښځو پر وړاندې د محدوديتونو د ليرې کېدو غوښتنه وشوه
د افغانستان د پرمختګ غوښتونکو غورځنګ په ګډون د ښځو د حقونو ځینو ډلو نن د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت په هېواد کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د لیرې کولو غوښتنه کړې ده.
دغه غورځنګ په یوه بیان کې ویلي، دا ورځ پهداسې حال کې لمانځل کېږي، چې افغان مېرمنې "تر ټولو تورو" شرایطو کې ژوند کوي او له خپلو لومړنیو حقونو بېبرخې دي.
بلخوا د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش وايي، د ښځو او نجونو په وړاندې زورزیاتی یوه وبا ده، چې د بشريت د شرم سبب شوی دی.
هغه نن د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي لهمنځه وړلو ورځې په مناسبت چې هممهاله ورسره د یوې اوونۍ لپاره کمپاین پیلېږي، پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، هېڅ هېواد او ټولنه نهشته، چې اغېزمنه شوې نهوي او وضعیت د لا کړکېچن کېدو خوا ته روان دی.
د ملګروملتونو سرمنشي د عدالت او حسابکتاب لپاره د فوري اقدام غوښتنه کړې ده.
ملګري ملتونه وايي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو په موخه په یوه کمپاین کې چې هر کال د نومبر له ۲۵مې څخه د ډسمبر تر ۱۰مې پورې د "NoExcuses" یا "هيڅ پلمه نهشته" له شعار سره پیلېږي او له حکومتونو غواړي چې د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي پر مخنیوي پانګونه وکړي.
نن د افغانستان په ۱۱ ولايتونو کې ګوزڼ ضد واکسين کمپاين پيل شو
نن دوشنبه د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین پیل شو.
د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان پرون په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، په دغه درې ورځني کمپاین کې به پنځه ميلیونه او درې سوه زره ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، واکسین شي.
هغه زیاته کړې: "له قومي مشرانو، علمای کرامو او د کورنیو له مشرانو مو دا غوښتنه ده، چې له واکسیناتورانو سره همکار وي، چې وکړای شو، د ګوزڼ ضد واکسین په تطبیق سره د دې ناروغۍ مخه ونیسو."
په لړم/ عقرب میاشت کې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین ورکولو کمپاین پیل شوی و.
له څه مودې راهیسې د ګوزڼ ضد واکسینونه کور پر کور نه تطبیقېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان په وروستیو کې ویلي چې، په روان ۲۰۲۴م کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
ګوزڼ یا پولیو یوه وایروسي او ساري ناروغي ده، چې درملنه نهلري، یوازې واکسین کولی شي ماشومان ترې خوندي کړي.
دا مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هېوادونه دي، چې د ماشومانو ګوزڼ پهکې ختم شوی نهدی.
سږکال په پاکستان کې د ګوزڼ ۵۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
راپورونه: اسراييل او لبنان د اوربند د هوکړې په درشل کې دي
د اکسیوس وېبپاڼې په یوه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ (د قوس ۵مه) يې خپور کړی، د دوو لوړ پوړو اسراییلي او دوو امریکايي چارواکو په حواله ویلي چې، اسراییل او لبنان د اوربند د هوکړې په درشل کې دي.
د اکسیوس په وینا، د اوربند د موافقې په مسوده کې د امریکا په مشرۍ د څارنې کمېټه شامله ده چې د اوربند د تطبیق څارنه کوي او سرغړونې به په ګوته کوي.
د اکسیوس په وینا، واشنګټن موافقه کړې چې اسراییلو ته دا تضمین ورکړي چې متحدایالات به د لبنان له خاورې څخه د احتمالي ګواښونو په وړاندې د اسراییلو د پوځي اقدام او پولې ته نږدې د حزبالله د نوي پوځي حضور پر وړاندې اقداماتو ملاتړ وکړي.
حزبالله د متحدایالاتو لهخوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوی او اروپایي اتحادیې يې يوازې نظامي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.
حزبالله یوه سیاسي او نظامي ډله ده چې، سیاسي برخه یې د لبنان په پارلمان کې څوکۍ هم لري.
د دې هوکړې د مسودې لهمخې، د اسراییلو پوځي اقدام باید له امریکا سره تر مشورې وروسته ترسره شي په هغه صورت کې چې د لبنان پوځ له دغه ګواښ سره مقابله ونهکړي.
د لبنان، اسراییلو او امریکا چارواکو د اکسیوس راپور ته تر اوسه کوم غبرګون نهدی ښودلی.
ايران د اسراييلي وګړي خاخام په وژنه کې لاس لرل رد کړل
د اسرايیلي-مولداوي اوسېدونکي خاخام د جسد موندلو وروسته چې په متحده عربي اماراتو کې ورک شوی و، ایران د دې وژنې سره هر ډول اړیکه رد کړه او امریکا هم له اسرايیل او اماراتو سره د دې موضوع په څارلو کې د نږدې همکارۍ خبر ورکړی دی.
د ازادي راډيو د ايران څانګې فردا د راپور لهمخې، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند شان ساوت په یوه بیان کې چې د لیندۍ په پنځمه نېټه د دوشنبې ورځ په سهار خپور شو، په متحده عربي اماراتو کې خاخام زوی کوګان وژنه په کلکه وغندله.
په بیان کې ویل شوي چې، متحدایالات د اسراییلو او متحده عربي اماراتو له چارواکو سره په نږدې همغږۍ کار کوي.
په بیان کې نور جزیات نهدي ورکړل شوي.
تر دې مخکې اسراییلي رسنیو راپور ورکړی و چې د دغه هېواد استخباراتي ادارې پهدې باور دي چې د خاخا زوی کوګان د وژنې عاملین یوشمېر ازبکستاني اتباع دي چې د ایران لهخوا ګمارل شوي دي.
دوه تابعیت لرونکی خاخام د خپل مولداویایي پاسپورټ سره متحداماراتو ته تللی وو او پهدې هېواد کې یې استوګنه وکړه.
د دغه اسراييلي خاخام وژل پهداسې حال کې د اسراييلو او ايران تر منځ پوځي ترينګلتيا رامنځته کوي، چې د تهران نیابتي ډلې له څه باندې ١٣ مياشتو راهيسې په لبنان او غزه کې له اسراييلي پوځ سره په جګړه بوخت دي.
اسراییلو د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا خپلو اتباعو ته لارښوونه وکړه چې متحده عربي اماراتو ته د غیر ضروري سفر څخه ډډه وکړي.
ايران له جرمني، فرانسې او بريتانيا سره د هستوي خبرو د بيا پيل خبر تأييد کړ
د ایران د بهرنیو چارو وزارت له جرمني، فرانسې او بریتانیا سره د هستوي خبرو بیا پیل تايید کړ.
دغه خبرې به د ایران او یادو هېوادونو د بهرنیو چارو د مرستیال وزیرانو ترمنځ وشي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي پرون په یوې خبرې ناسته کې وویل، دغه خبرې به د نومبر ۲۹مه د دوه اړخیزو، سیمهییزو او نړیوالو مسایلو په اړه ترسره شي.
د دغه خبرو د ځای ځايګي په اړه څه نهدي ویل شوي.
تر دې وړاندې د جاپان کیودو خبري اژانس ویلي چې، ایران له بریتانیا او اروپايي ټولنې سره د هستوي خبرو لپاره چې د راتلونکې جمعې په ورځ په جینوا کې کېږي چمتووالی نیسي.
دغه اژانس د ځینو ډیپلوماتیکو سرچینو له قوله ویلي، ایران هڅه کوي چې د امریکا د متحدایالتونو د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د لوړې له مراسمو وړاندې د هستوي لانجې لپاره حللاره ومومي.
دا خبرې پهداسې حال کې کېږي چې، څو ورځې وړاندې د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې د تهران پر وړاندې پرېکړهلیک صادر کړی و.
فايننشال ټايمز: روسيې د اوکراين د جګړې لپاره سلګونه يمنيان ګمارلي دي
فايننشال ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې، روسیې سلګونه یمنیان د اوکراین د جګړې لپاره ګمارلي دي.
د ټایمز د معلوماتو لهمخې دغو کسانو ته د ډېرو پیسو او همداراز د روسیې د تابعیت د ورکړې ژمنې شوې دي.
په راپور کې راغلي چې د نومبر په ۲۳مه حوثیانو پورې اړوند یوه شرکت له دغو یمنیانو سره روسیې ته په ورتګ کې مرسته کړې او دوی روسیې ته په رسېدو د جګړې لومړیو کرښو ته استول شوي دي.
په راپور کې همداشان راغلي چې، روسيې په دغه اقدام سره غواړي د بهرنیو جنګیالیو پرمټ د اوکراین په جګړه کې برلاسې شي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د اوکراین د جګړې لپار د شمالي کوریا د زرګونو سرتېرو او له روسي ځواکونو سره د ګډې مبارزې په اړه هم راپورونه خپاره شوي وه.
افغان پيلوټ معين خان وردګ له څلوېښت کلن خدمت وروسته پرون تقاعد شو
د هېواد تکړه پيلوټ معین خان ودرګ له شاوخوا څلوېښت کلن خدمت وروسته پرون تقاعد شو.
ښاغلي وردګ د بېلابېلو دولتي او خصوصي هوايي شرکتو سره د پيلوټ په توګه دنده ترسره کړې ده او وروستی دنده یې د کام ایر خصوصي هوايي شرکت سره وه.
د کام ایر خصوصي هوايي شرکت مسوولینو پرون یکشنبه د کابل په هوايي ډکر کې پهدې اړه جوړو شویو مراسمو کې معین وردګ خدمتونه وستایل.
میعن خان همداراز نن د کابل په هوايي ډګر د خپل مسلکي ژوند وروستی پرواز په ترسره کولو سره وویل، هڅه کوي چې خپلې تجربې له ځوانو افغان پیلوټانو سره شریکې کړي.
کرکټ؛ د افغانستان د ۱۹کلنو ځوانانو لوبډله سبا سهشنبه پاکستان سره پایلوبه کوي
د افغانستان، پاکستان او عربي متحده امارتو ترمنځ د ګډ سيریز د لوبو په دوام د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ټیم د دوهم ځل لپاره د اماراتو ټیم ته ماتې ورکړه.
دغه لوبه د یکشنبې په ورځ په عربي متحده اماراتو کې ترسره شوه.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات د یکشنبې ناوخته ازادي راډیو ته وویل، افغانستان په دغه درې اړخیزه لوبلړۍ کې څلور لوبې کړي چې درې هغه یې ګټلې دي.
نوموړی وايي: "له نېکهمرغه زموږ ټیم د راتلونکې سهشنبې په ورځ له پاکستان سره په فاینل کې ولوبیږي، لکه څنګه وړاندې هم ټیم ښه ځلېدلی، ټیم تیار دی چې پاکستان ته هم ماتې ورکړي او جام وګټو، دغه لوبې د اسیا د ملتونو د جام لپاره مهمې او اغېزمنې دي."
د یادونې ده چې د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې د ۲۰۱۷م کال اسیا جام اتلولي ګټلې وه.