د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۳

خبرونه

چين او امريکا درې‌درې بنديان تبادله کړي

د چين او امريکا بيرغونه
د چين او امريکا بيرغونه

د چین او امریکا ترمنځ د زندانیانو په تبادله کې درې امریکايي او درې چینايي وګړي ازاد شوي دي.

د امریکا د ملي امنیت شورا پرون د (نوامبر ۲۷مه) په یو بیان کې ویلي، مارک سویډن، کای لي او جان لیونګ امریکا ته روان دي.

په بیان کې راغلي، دوی به ډېر ژر له کلونو وروسته له خپلو کورنیو سره یوځای شي.

۴۸ کلن سویډن له ۲۰۱۲ کال راهیسې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور زنداني او د اعدام له سزا سره مخامخ و.

۶۰ کلن کای لي د ۲۰۱۶ کال راهیسې امریکا ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی و او ۷۸ کلن جان چې په امریکا کې يې د څو بیجینګ پلوه ډلو مشري کوله په ۲۰۲۱ کال ونیول شو او دوه کاله وروسته په عمري بند محکوم شوی و.

بل پلو، چینايي چارواکو پرون تایید کړه، چې په دغې تبادله کې چې میاشتې‌‌میاشتې وخت يې ونیوه، د امریکا د متحدایالاتونو په توقیف کې د دوی درې وګړي راخوشې شوې دي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د دې تبادلې په اړه د ورانې میاشتې په پیل کې د ولسمشر بایډن او شي جینپینګ ترمنځ په پیرو کې د اپیک په سرمشریزه کې خبرې اترې شوې وې.

اوکرايني چارواکي: روسيې د اوکراين د انرژۍ پر يوشمېر تاسيساتو بريدونه کړي

ارشيف
ارشيف

اوکرایني چارواکي وايي، روسیې د پلازمېنې کییف په ګډون د خارکییف او اودیسا د انرژۍ پر تاسیساتو پراخ بریدونه کړې دي.

د اوکراین د انرژۍ وزیرې جرمني ګالوشینکو نن (د نوامبر ۲۸مه) پر ټولنیز رسنیو ویلي: " یو ځل بیا د اوکراین د انرژۍ تاسیسات، د دښمن تر برید لاندې دي."

د هغې په خبره، دې بریدونو د برېښنا ملي شبکه اړ کړې چې، د برېښنا د پرې کېدو بېړنۍ څانګه معرفي کړي.

د برېښنا د پرې کېدو بېړنۍ څانګې چې په بېړني ډول ښارونو ته برېښنا ورکوي، له‌‌دې وړاندې په کییف، اودیسا، دنیپرو او دونیتسک کې فعالې شوې وې.

د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو دا بریدونه په‌داسې حال کې دي، چې په‌‌دې هېواد کې د تودوخې درجه صفر سانتي ګراد ته راښکته شوې ده.

پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته، روسیه په هر ژمي کې د دې هېواد د انرژۍ تاسیسات په نښه کوي.

بل پلو، د اوکراین پوځ نن پر ټلېګرام چینل په یو پیغام کې په ټول اوکراین کې د هوايي او توغندیزو بریدونو خبرداری ورکړی دی.

اسلام‌اباد کې د مظاهرو پر مهال د نيول شويو افغانانو شمېر ډېر شوی

اسلام‌اباد کې د مظاهرو يو انځور
اسلام‌اباد کې د مظاهرو يو انځور

پاکستاني چارواکي ادعا کوي، د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌‌‌‌اباد کې د تحریک انصاف ګوند په تېرو درې ورځو لاریونونو کې د نیول شویو افغانانو شمېر زیات شوی دی.

د اسلام‌‌‌اباد د پولیسو مشر سید ناصر علي رضوي پرون رسنیو سره په خبرو کې ادعا کړې چې، د نژدې زرو نیول شویو کسانو له ډلې ۵۶ يې افغانان دي.

د دې افغانانو د نیولو خبر په‌‌‌داسې حال کې ورکول کېږي، چې پرون د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي: "افغانان به د روان کال د ډیسمبر له ۳۱ وروسته په اسلام‌‌‌اباد کې د اوسېدو لپاره د پولیسو له‌‌‌خوا اجازه‌لیک ته اړتیا ولري."

د پاکستان د پخواني صداعظم عمران خان پلویانو د نوامبر په ۲۴مه، د هغه د خوشې کولو لپاره لاریونونه پیل کړي وو، چې پرون پای ته ورسېدل.

طالبان: تېرو دوو مياشتو کې له ايرانه نيمرزو ته د افغان کډوالو ۱۰۰جنازې لېږدول شوي

جنازه لېږدونکی موټر
جنازه لېږدونکی موټر

په نیمروز کې د طالبانو چارواکي وايي، په تېرو دوو میاشتو کې له ایرانه د افغان کډوالو شا و خوا ۱۰۰ جنازې نیمروز ولایت ته لېږدول شوي دي.

د نیمروز لپاره د طالبانو د والي مرستیال سید سلیمان اغا بهیر پرون کورنیو رسنیو ته ویلي، کله‌کله په ورځ کې څو جنازې هم دغه ولایت ته لېږدول کېږي، چې اکثریت کسان په ډزو ویشتل شوي دي.

دا په‌‌‌داسې حال کې ده، چې له ایرانه د پاکستان په‌‌‌څېر د افغان کډوالو ډله‌‌‌ییز اخراج روان دی.

د ایران د کورنيو چارو وزارت تر دغه اعلان وروسته چې ویلي یې وو، تر ۱۴۰۳ لمریز کال پورې به شا و خوا دوه ميلیونه غیرقانوني افغانان له ایرانه وایستل شي، په‌‌دې هېواد کې د افغان کډوالو پر وړاندې محدودیتونه زیات شوي دي.

د امنيتي همکارۍ په موخه د اوکراين دفاع وزير جنوبي کوريا ته تللی

د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف (کیڼ اړخ ته) د نومبر په ۲۷ مه په سیول کې د دفاع وزارت ته ورسېد.
د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف (کیڼ اړخ ته) د نومبر په ۲۷ مه په سیول کې د دفاع وزارت ته ورسېد.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زيلینسکي وايي، له جنوبي کوریا سره د دغه هېواد دفاع د وزیر رستم عمروف خبرې د اوکراین او جنوبي کوریا ترمنځ پر امنیتي همکاریو متمرکزې وې.

نوموړي ويلي، دغه خبرې د اوکراین پر خلاف د روانې جګړې پر مهال په روسیه کې د شمالي کوریا د ځواکونو د ځای پر ځای کېدو په رڼا کې وشوې.

زيلینسکي پرون ویلي، چې عمروف د ده په لارښوونه، په‌‌‌دې جګړه کې د شمالي کوریا د دخالت په باب د بحث لپاره جنوبي کوریا ته تللی دی، څو دا وڅېړي چې د دواړو ملتونو او سیمو د خوندیتوب لپاره په ګډه څه کولی شو.

تر دې مخکې عمروف ویلي وو، چې د جنوبي کوریا له ولسمشر یون سوک یول سره یې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره پر ګډو اقداماتو خبرې کړې دي.

د اوربند له موافقې سره‌ سره اسراييل د حزب‌الله د اووه وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړی

د حزب‌الله جنګيالي
د حزب‌الله جنګيالي

د اسرايیل وسله‌والو ځواکونو د لبنان د حزب‌الله ډلې د اوو جګړه مارو د وژلو خبر ورکړ.

دغو ځواکونو ویلي چې د لبنان په جنوب کې یې دغه ‌‌‌وسله‌وال پرون د اوربند له موافقې سره‌سره وژلي دي.

د حزب‌الله او اسرايیل ترمنځ دغه موافقه له پرون چهارشنبې نافذه شوه.

د اسرايیل د پوځ ویاند دانیال هګاري ویلي، په سیمه کې د دغو جګړه مارو حضور له موافقې څخه سرغړونه وه او د اوربند له موافقې هره موافقه به په ډزو سره ځوابېږي.

د اوربند د موافقې له‌‌مخې باید د حزب‌الله ځواکونه د لیتاني سیند چې د اسرايیل او د لبنان د سرحد په ۳۰ کیلومترۍ کې پروت دی، له څنډو ووځي.

نن د افغانستان په ۱۳ ولايتونو کې د ورښتونو اټکل شوی

ارشيف
ارشيف

د افغانستان په دیارلس ولایتونو کې نن د ورښتونو او احتمالي سېلونو د بهېدلو اټکل شوی دی.

د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې، په تخار، بغلان، بامیان، پنجشېر، سرپل، جوزجان، دایکنډي، هلمند، کندهار، غور، فراه، بادغیس او هرات کې نن له پنځلسو تر پنځه‌دېرش ملي متره پورې د ورښتونو امکانات شته.

د دې خبرپاڼې له‌‌مخې په لوړو او سړو سیمو کې ممکن نن واورې ووریږي.

په‌دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې ناڅاپي ورښتونو او سېلابونو ګڼو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه واړول.

د خیبرپښتونخوا په کورمه کې لس ورځنی اوربند وشو

په کورمه کې تر دې مخکې هم د شیعه‌و او سنيانو ترمنځ جګړې شوې دي، خو سږکال دې جګړو زور اخیستی دی.
په کورمه کې تر دې مخکې هم د شیعه‌و او سنيانو ترمنځ جګړې شوې دي، خو سږکال دې جګړو زور اخیستی دی.

جرګې پرېکړه وکړه چې، سر له ننه به شیعه او سني وسله‌‌‌‌وال له مورچو راکوزیږي او پر یوه بل به ډزې نه‌‌کوي.

چارواکي وایي چې، دواړه لورې به د یوه بل برمته شوي کسان خوشې کوي، خو د ټل او پاړه چنار ترمنځ به د لارې د پرانیستلو چارې څه وخت ونیسي.

په کورمه کې د دولتي چارواکو په وینا د نومبر له یوویشتمې راپه‌دې خوا د فرقه‌يي شخړو له امله ۱۲۵ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۸۰ ټپيان شوي دي.

په کورمه کې تر دې مخکې هم د شیعه‌و او سنيانو ترمنځ جګړې شوې دي، خو سږکال دې جګړو زور اخیستی دی.

د پاکستان د بشري حقونو د کمېسیون په وینا سږکال د جولای او اکتوبر ترمنځ په دې سیمه کې د فرقه‌يي شخړو پرمهال ۷۹ کسان وژل شوي وو.

ترکيې ۱۲۸ کډوال نيولي چې افغانان هم په‌کې شامل دي

د ترکیې سمندري ځواکونو یوسل او اته‌ویشت کډوال د چاناق قلعه په ولایت کې نیولې دي.

ترکیي رسنیو پرون راپور ورکړ چې دا کډوال د افغانستان او ایران اتباع دي چې، شاوخوا پنځه‌دېرش کسان یې په وچه کې نیول شوې دي او نور یې د امنیتي ځواکونو د دوو نورو عملیاتو په ترڅ کې په اوبو کې د سفر پرمهال پېژندل شوي او نیول شوې دي.

ترکیې له تېرې اوونۍ راهیسې د غیرقانوني کډوالو پرضد په خپل هېواد کې عمومي عملیات پيل کړې دي.

د ترياکو د توليد په برخه کې طالبانو د ملګرملتونو راپور رد کړ

ارشيف
ارشيف

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ملګروملتونو له جرمونو او مخدر موادو سره د مبارزې راپور د تریاکو د تولید د زیاتېدو په برخه کې رد کړ.

د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع پرون په یوه بیان کې وویل چې، د دوی د ارزونو له‌مخې د تېر یوه کال په ترڅ کې په افغانستان کې د مخدر موادو په تولید کې د پام وړ کمی راغلی دی.

له جرمونو او مخدر موادو سره د ملګروملتونو د مبارزې ادارې پرون وویل، په افغانستان کې د دوه زره څلرویشتم کال په ترڅ کې د تریاکو تولید د وړم کال په پرتله دېرش په سلو کې زیات شوی دی.

د دې ادارې په اعلامیه کې ویل شوې دي چې، سږکال په افغانستان کې څلور سوه درې دېرش ټنه اپيوم تولید شوې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG