خبرونه
د استانبول د ښاروال د بندي کېدو پر ضد مظاهرې دوام لري

زرګونو خلکو پرون (شنبې) یو وار بیا د استانبول په آسیایي سیمه، مالتپه کې د ښاروال اکرم اماماوغلو په ملاتړ لاریون وکړ.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د مظاهرهچیانو شمېر سلګونو زرو ته رسېده، او دا یې په تېرو لسو کلونو کې د ترکیې یوه تر ټولو ستره مظاهره بللې ده.
خلک په داسې حال کې د اماماوغلو په ملاتړ راووتل چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له تېرو لسو ورځو راهیسې هڅه کړې چې اعتراضونه وځپي.
د رویټرز د راپور له مخې، د ترکیې د پولیسو او امنیتي ځواکونو له خوا نژدې ۲۰۰۰ مظاهرهچیان نیول شوي دي.
د استانبول ښاروال ۴۵ کلن اکرم اماماوغلو، دوې اوونۍ وړاندې له لسګونو سیاستوالو، خبریالانو، سوداګرواو نورو کسانو سره د فساد د یوې قضیې په تړاو ونیول شو.
حامد کرزی: د نجونو زدهکړې د افغانستان د راتلونکي لپاره حیاتي دي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې ویلي چې د نجونو زدهکړې د هېواد د راتلونکي لپاره حیاتي اهمیت لري.
ښاغلي کرزي د شنبې په ماښام پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې په دې کتنه کې د افغانستان او سیمې د وضعیت او د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) د پروګرامونو په اړه هم بحث وشو.
په افغانستان کې ۱۴۰۴ تعلیمي کال لس ورځې مخکې د نجونو زده کوونکو له حضوره پرته پیل شو.
طالبانو له تېرو څلورو کلونو راهیسي له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو منع کړې دي.
یوناما د روان وري یا حمل میاشتې په ۶مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د نجونو پر زدهکړو بندیز نه یوازې د دوی پر راتلونکي، بلکې د ټول افغانستان پر سوله او هوساینه منفي اغېز لري.
د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه وښوده

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د کمکي اختر په مناسبت په خپل پیغام کې له ګاونډیو هیوادونو څخه د میلیونونو افغانانو پر ایستلو اندېښنه ښوولې ده.
ښاغلي غني ویلي چې نور ګاونډي هیوادونه د افغان کډوالو په ساتلو کې ګټه نه ویني نو په هیڅ هیواد کې افغان کډوال ځای نه لري.
ده همداراز د نړۍ سیاسي تحولاتو ته په اشارې ویلي چې هغه نړیوال نظم، چې له ۸۰ کلونو راهیسي واکمن و، د بدلون په حال کې دی، تمدنونه خپل تعریفونه او خپلې ګټې بدلوي او په دې منځ کې هغه هیوادونه خپلې بیړۍ ساحل ته رسولی شي چې د ده په وینا سم ماڼوګان لري.
ښاغلي غني په روانو بدلیدونکو حالاتو کې یووالی ضروري بللی دی.
اشرف غني د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له واک ته رسیدو څو ساعته مخکې له هیواده ووت او په ازبکستان کې د یوې شپې له تیرولو وروسته متحده عربي اماراتو ته لاړ چې لا هم په ابوظهبي کې اوسي.
یو خصوصي شرکت په ننګرهار کې په لمریزه انرژۍ ۵۰ میلیون دالره پانګونه کوي

یو خصوصي شرکت په ننګرهار کې د لمریزې انرژۍ پر تولید څه باندې ۵۰ میلیون ډالره پانګونه کوي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس پرون (شنبې) خبر ورکړ چې دا پروژه به د ننګرهار په ختیځ کې په حصارشاهي صنعتي پارک کې اجرا شي.
ټاکل شوې ده چې په دې پانګونې ۴۰ میګاواټه برېښنا تولید شي.
ننګرهار یو له هغو ولایتونو څخه دی چې هوا یې په دوبي ډېره توده ده او د برېښنا اړتیا او مصرف پکې زیات دی.
په افغانستان او ګڼو نورو هیوادونو کې نن اختر دی

نن په افغانستان او ګڼو نورو اسلامي هیوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
سعودي عربستان تېره شپه اعلان وکړ چې د یکشنبې ورځ اختر ده.
د طالبانو سترې محکمې هم تېره شپه اعلان وکړ چې په فراه، کندهار، غزني، پکتیکا او هلمند ولایتونو کې ګڼ شمېر کسانو د کوچني اختر میاشت لیدلې او شرعي محکمو ته یې د میاشتې د لیدو شاهدي ورکړې نو پر دې اساس د یکشنبې ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
طالبانو ویلي چې د اختر په شپو ورځو کې به په کابل او ولایتونو کې امنیتي تدابیر ډېر کړي.
پرون (شنبې) په کابل کې د دغه ولایت د والي په مشرۍ د طالبانو امنیتي چارواکو پر امنیتي تدابیرو غور وکړ.
د افغانستان او سعودي عربستان ترڅنګ یمن، متحده عربي امارات، قطر او کویت هم اعلان کړی چې نن یې د اختر لومړۍ ورځ ده.
خو پاکستان، هند، بنګله دېش، ایران، مالیزیا او اندونیزیا ویلي چې د دوشنبې په ورځ به یې د اختر لومړۍ ورځ وي.
خلیلزاد: طالبانو یو بل امریکايي وګړی خوشی کړ

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې یو امریکایي وګړی فای دای هال، د طالبانو له بند څخه خوشی شوی دی.
ښاغلي خلیلزاد د شنبې په ورځ ناوخته په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې ولیکل چې دغه امریکایي وګړی اوس له قطري دوستانو سره په کابل کې دی او ډېر ژر به خپل کور ته روان شي.
هغه همداراز د قطر د دوامداره او ثابتې همکارۍ لپاره مننه کړې ده.
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
دا هم لا څرګنده نه ده چې طالبانو دغه امریکایي وګړی کله او په کوم تور نیولی و.
همدا راز دا هم تر اوسه نه دي معلوم شوي چې طالبانو د هغه د خوشي کولو په بدل کې څه ترلاسه کړي دي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوهمې دورې له پیل راهیسې، په تېرو دوه میاشتو کې دا دوهم امریکایي وګړی دی چې د طالبانو له بند څخه خوشي کیږي.
طالبانو شاوخوا دوې اوونۍ مخکې یو بل امریکايي وګړی، جورج ګلزمن هم خوشی کړی و.
خلیلزاد: طالبان به یو بل امریکايي بندي هم زر خوشي کړي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي، چې دا ډله به ډېر ژر یو بل امریکايي بندي، فاۍ ډي هال، له زندانه خوشې کړي. نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
طالب چارواکو هم تر اوسه خپله ددې امریکايي بندي د خوشې کیدو په اړه څه نه دي ویلي. تر دې یوه اونۍ مخکې هم طالبانو یو امریکايي وګړی، جورج ګلزمن، کابل ته د هغه امریکايي پلاوي له سفر وروسته خوشې کړی و، چې زلمی خلیلزاد هم په کې شامل وي.
په واشنګټن کې چارواکي وایي، لا هم یو شمېر امریکایان په افغانستان کې د طالبانو لهخوا بنديان دي، او هڅې روانې دي چې هغوی هم راخوشې شي.
سعودي عربستان یکشنبه اختر اعلان کړ

د سعودي عربستان سترې محکمې اعلان وکړ چې د مارچ پر ۳۰مه همدا یکشنبه به د کمکي اختر (شوال) لومړۍ ورځ وي.
العربیه تلویزون پر خپلې وېبپاڼې لیکلي، د سعودي شاهي سترې محکمې دا اعلان وروسته له هغې وکړ چې په سدیر او تامیر سیمو کې د سپوږمۍ لیدلو په مرکزونو کې سپوږمۍ ولیدل شوه.
العربیه لیکي، د سعودي عربستان سترې محکمې یوه اونۍ وړاندې اعلان کړی وو چې که چا سپوږمۍ په خپلو سترګو او یا هم دوربین په واسطه ولیده نو نږدې محکمې ته دې د شاهدۍ لپاره حاضر شي.
د طالبانو حکومت سترې محکمې لا د دې خبر تر لیکلو پورې د اختر اعلان په رسمي ډول نه دی کړی خو معمولاً افغانستان کې اخترونه د سعودي عربستان له اعلان سره سم لمانځل کېږي.
د طالبانو د سترې محکمې مشر یا قاضي القضات شیخ عبدالحکیم لیکلي چې د رویت هلال کمېټې کار روان کړی او د اختر اعلان به په رسمي توګه وشي.
بل پلو، د پاکستان د سپوږمۍ لیدلو اداره (رویت هلال کمېټۍ) د مارچ پر ۳۰مه خپله غونډه کوي او د اختر اعلان به کوي. اټکل کېږي چې پاکستان به د مارچ ۳۱مه د دوشنبې په ورځ د وړوکي اختر لومړۍ ورځ وي.
د خیبر پښتونخوا په ځینو قبایلي ضلعو او په ځانګړي ډول په وزیرستانونو کې ډېری وخت خلک د سعودي او افغانستان سره په یوه ورځ اختر کوي.
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو لا هم له قانوني لارو د بودجې د ترلاسه کولو هڅو ته دوام ورکوي

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو لاهم د امریکا د متحد ایالتونو د رسنیو له نړیوال سازمان (یو ایس اې جي ایم) څخه د بودیجې د ترلاسه کولو هڅې له قانوني لارو کوي. دا بودیجه د متحد ایالتونو د کانګرس له لورې ځانګړې شوې ده.
د ازادې اروپا/ازادي راډیو په یوه بیان کې چې پرون یې خپور کړ، دا مساله توضیح کړه.
یو ایس اې جي ایم د ازادې اروپا/ازادي راډيو په شمول د متحد ایالتونو پر ټولو نړیوالو رسنیو نظارت کوي. دغې ادارې د مارچ په پنځلسمه ویلي و چې د ازادې اروپا/ازادي راډیو مرستې یې بندې کړې دي.
دا پریکړه وروسته تر دې وشوه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو اجرایي فرمان لاسلیک کړ چې په هغه کې د ( یو ایس اې جي ایم) په ګډون د اوو ادارو تر ممکنه قانوني بریده د کوچیني کیدو پر مسالې ټینګار شوی و.
( یو ایس اې جي ایم) د مارچ په شپږ ویشتمه په یوه لیک کې د ازادې اروپا/ازادي راډیو ته څرګنده کړې وه چې مرستې به یې لغوه کړي.
ازادې اروپا/ازادي راډيو بیا د خپل حق لپاره محکمې ته مخه کړه او په هغې کې یې دا دعوه وکړه چې ( یو ایس اې جي ایم) اداره دا صلاحیت نه لري چې د کانګرس له لورې د تصویب شوې بودیجې مخه ونیسي.
په هغه بیان کې چې د ازادې اروپا/ازادي راډیو د پنجشنبې په ورځ خپور کړ په هغې کې راغلې دي چې دې ته انتظار کوي چې ( یو ایس اې جي ایم) په رسمي ډول دا تایید کړي چې بودیجه بیرته له سره تامینیږي.
خو په هغه بیان کې چې پرون د ازادې اروپا/ازادي راډیو خپور کړ په هغې کې راغلې دي چې تر اوسه دا پریکړه نه ده شوې.
په میانمار کې د زلزلې د مړو شمېر تر زرو واوښت

په میانمار یا پخوانۍ برما کې د جمعې د ورځې د زلزلې د مړو شمیرله زرو واوښت. د دغې زورورې زلزلې د قربانیانو شمیر وروسته له هغې زیات شو چې د دې هیواد په دوهم لوی ښارکې د زلزلې په مهال د یوې نړیدلې لوړپوړیزې ودانۍ له خاورو خښتو لاندې نور جسدونه را وایستل شول. د میانمار پوځي حکومت په یوه بیان کې وویل چې تراوسه ۱۰۰۲ کسان مړه شوي، له ۲۰۰۰ درې سوه زیات ټپیان شوي او دیرش تنه نور لادرکه دي. د بیان له مخې د قربانیانو د د قیق شمیرپه اړه څیړنې روانې دي او ښایي شمیریې له دې هم زیات شي.
د جمعې په ورځ د اووه اعشاریه اووه ریښتر په کچه زلزلې د میانمار او ګاونډي تایلنډ یوشمیر سیمې ولړزولې چې له امله یې یوه هسکه ودانۍ، یو پل او د اوبو یو بند ویجاړ شوې دي. په میانمار کې مرستندویه ډلې وایي چې لرې پرتو سیمو ته رسیدل سخت دي او ښایي ویجاړۍ ډیرې وي.
د ګاونډي تایلنډ په پلازمینه کې بیا یوه تر کار لاندې جګه ودانۍ ونړیدله او هلته شپیږ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د میانمار پوځي حکومت په لږ تر لږه شپږ سیمو کې بیړنۍ حالت اعلان کړی دی.
پرون له لومړۍ سختې زلزلې لس دقیقې وروسته، په سیمه کې بله زلزله وشوه چې شدت یې د ریښتر په حساب شپږ اعشاریه څلور درجې و.