د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

خبرونه

د ډونالډټرمپ د خپل نوي حکومت د ملي امنيت سلاکار هم اعلان کړ

د امريکا د ملي امنيت لپاره نوماند مایکل والتز
د امريکا د ملي امنيت لپاره نوماند مایکل والتز

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د ملي امنیت د سلاکارۍ لپاره مایکل والتز نوماند کړی دی.

دا خبره له‌دې مسلې ځینو باخبره منابعو رسنیو، له هغې ډلې د فرانسې خبري اژانس ته کړې ده.

مایکل والتز د امریکا د خاصو ځواکونو په ډله کې د افغانستان په جګړه کې هم برخه اخیستې ده.

دی به لومړنی پخوانی پوځي وي چې په یوه مهم دولتي پوست کې مقرریږي.

والتز به د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې د امریکا د منتخب جمهور رییس ډونالډټرمپ په اداره کې کار پیلوي.

هغه چې دمګړۍ د امریکا د استازیو جرګې غړی دی، د افغانستان د جګړې په رابطه یې د جنګیالي ډپلوماټ (Warrior Diplomat) په نوم کتاب هم لیکلی دی.

عرب او د اسلامي هېوادونو مشرانو اسراییلو ته د وسلو پر صادراتو د بندیز غوښتنه وکړه

يو اسراييلي پوځي، انځور - ارشيف
يو اسراييلي پوځي، انځور - ارشيف

د عرب‌لیګ او د اسلامي همکاریو د سازمان مشران پرون په سعودي عربستان کې سره ټول شوي وو.

دوی د سیمې په روانو جګړو په تېره بیا د غزې په کړکېچ باندې تمرکز درلود.

دغو مشرانو په خپله وروستۍ اعلامیه کې پر ټولو هېوادونو غږ کړی چې، اسراییلو ته د وسلو او مهماتو صادرات بند کړي.

په غزې د اسراییلو د تازه بریدونو له امله د غزې د هوايي چلند د معلوماتو پر اساس لږ تر لږه ۱۴ ملکیان وژل شوي دي.

اخوا له غزې د تازه راپورونو له‌مخې نن سه‌‌‌شنبه پر غزې تړانګه د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي.

دا خبره د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د ملکي دفاعي ادارې ویاند محمد باسل د فرانسې خبري اژانس ته کړې ده.

د هغه په خبره ګڼ‌شمېر نور کسان هم د اسراییلو د سهار وختي بریدونو کې ټپیان شوي دي.

د بیټ‌‌‌‌‌‌‌کاین د مجازي پیسو ارزښت له ۸۲زره ډالرو څخه واوښت

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډونالډټرمپ له بري وروسته د بیټ کاین ارزښت پرله‌پسې په لوړېدو دی.

د کال په پیل کې د دې مجازي پیسو ټیټه بیه ۳۸زره او ۵۰۵ ډالره و، خو اوس د هغه مهال پرتله دوه برابره شوی دی.

ډونالډټرمپ په خپلو انتخاباتي کمپاینونو کې ژمنه کړې وه چې، متحدایالتونه به د نړۍ د مجازي پیسو په مرکز بدلوي او د بيټ‌کاین یوه ملي خزانه به رامنځته کوي.

د پاکستان د راولپنډۍ په يوه ښوونځي کې د وسله‌وال بريد پر مهال دوه افغانان ټپيان شوي

د پاکستان د پنجاب په راولپنډۍ کې پرون (دوشنبې) ماسپښین، يوه ښوونځي کې د وسله‌وال برید پر مهال دوه افغانان ټپیان شوي دي.

پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې، د وسله‌والو یوه ډله د ښوونځي ودانۍ ته ننوته او په موجودو افغان اتباعو یې برید وکړ.

بریدګرو همداراز د ښوونځي اصلي دروازې ته اور واچاوه او پر خلکو یې ډزې وکړې.

راپورونه وايي چې، برید د ورځې په رڼا کې ترسره شوی او له همدې کبله یې په پاکستان کې د افغان کډوالو او اوسېدونکو لپاره د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

تر اوسه د دې برید انګېزه څرګنده نه‌‌ده او نه يې کومې ډلې مسوولیت منلی دی.

د طالبانو کرنې وزارت: د ممپليو کښت ته وده ورکوو

د ممپليو يو انځور
د ممپليو يو انځور

د طالبانو حکومت د کرنې وزارت وایي چې، په کابل کې د دې وزارت په یوه څېړنیز فارم کې د کرل شویو مومپلي حاصل مثبته نتیجه ورکړې ده.

دې وزارت په خپله وېب‌پاڼه کې لیکلي، دا مومپلي د کابل په بني حصار سیمه کې په څېړنیز فارم کې کرل شوي دي.

د خبرپاڼې پر اساس، وزارت په پام کې لري چې د هوا مناسبو شرایطو ته په کتو د دې نبات کښت زیات کړي.

مومپلي چې علمي نوم یې Arachis hypogaea دی، عموماً په تودو سیمو کې ښه وده کوي او د دانو او غوړو لپاره یو تجارتي نبات ګڼل کېږي.

په ننگرهار، خوست، کندهار، هلمند، فراه، نیمروز، زابل، او هرات ولایتونو کې د دې نبات د کښت لپاره امکانات زیات دي.

حامدکرزي د تعليم په برخه کې د جاپان د مرستو ستاينه کړې

حامدکرزی
حامدکرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره په کتنه کې په ځانګړې توګه د تعلیم په برخه کې د جاپان د مرستو ستاینه او د دې مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

ښاغلي کرزي په یوه پیغام کې، چې پرون (دوشنبې) یې په ایکس‌پاڼه/ پخواني ټویټر کې خپور کړی، جاپان د افغانستان پخوانی او دروند دوست بللی دی.

دا په‌داسې حال کې ده چې د یونېسف یا د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې خبر ورکړی چې، په بدخشان ولایت کې به زرګونه ماشومان په سلګونو محلي ښوونځیو کې د جاپان په مرسته زده‌کړه ته دوام ورکوي.

د ازادي راډيو د خبريال الياس داعي د وژل کېدو څلور کاله پوره شول

د ازادي راډيو وژل شوی خبريال الياس داعي
د ازادي راډيو وژل شوی خبريال الياس داعي

د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي، چې څلور کاله مخکې هلمند کې په یوه هدفي برید کې وژل شوی و، کورنۍ يې وایي چې لا هم په‌‌دې قضیه کې عدالت نه‌‌دی پر ځای شوی.

د الیاس داعي ورور مجتبی محمدي چې په‌‌دې برید کې سخت ټپي شوی و، ازادي راډیو ته وویل چې لا هم چا د داعي د قاتلانو په اړه دوی ته کره معلومات نه‌دي ورکړي.

الیاس داعي د ۲۰۲۰ کال په‌دې ورځ یعنې د نوومبر په ۱۲مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د مقناطیسي بم، چې د ده په موټر پورې نښلول شوی و، په چاودنه کې ووژل شو.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه‌‌‌دی منلی.

د افغانستان پخواني حکومت ژمنه کړې وه چې د داعي د وژنې عاملان به ونیسي او سزا به ورکړي، خو هیڅوک په‌‌دې تور محکوم شوي یا سزا شوي نه‌‌دي.

د طالبانو حکومت هم تر اوسه دا قضیه نه‌ده تعقیب کړې.

جوزيپ بوريل: اروپايي ټولنه اوکراين ته د توپ د يو ميليون مرميو د سپارلو ژمنه پوره کوي

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل وايي، دا ټولنه اوکراین ته د توپ د یو میلیون مرمیو د سپارلو د ژمنې پوره کولو ته نژدې شوې ده.

بوریل چې په کییف کې دی، نن اروپايي پراودا خبري شبکې ته وویل، اروپايي ټولنې تر اوسه اوکراین ته د توپونو ۹۸۰ زره مرمۍ سپارلي دي.

بوریل وویل، موږ دا اندازه مرمۍ باید د سږني کال تر پسرلي پورې سپارلي وای، خو په‌‌دې کار بریالي نه‌شولو، خو هغه ټینګار وکړ چې د یو میلیون مرمیو د سپارلو پر ژمنه مو تقریبا عمل کړی دی.

په عین حال کې د روان کال په فبروري میاشت کې د چک جمهوریت د جلا نوښت په ترڅ کې له اروپايي ټولنې بهر نورو هېوادو اوکراین ته د توپ د پنځه لکه مرمیو د ورکولو ژمنه هم کړې ده.

خوست کې د ژمن راډيو خپرونې بېرته پيل شوې

د ژمن راډيو لوګو
د ژمن راډيو لوګو

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خوست کې د ژمن راډیو د خپرونو د بیا پیل هرکلی کړی دی.

دې مرکز نن په یو بیان کې د سرچینو په حواله خبر ورکړ چې، دې راډیو نن ماسپښین خپلې خپرونې بیا پیل کړې.

د خبرپاڼې له‌مخې د خوست د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر ادارې وروسته له هغه د دې راډیو خپرونو ته اجازه ورکړه، چې د ژمن راډیو مسوولينو د موسیقۍ د نه خپرولو ژمنه وکړه.

د خوست سیمه‌يیزو چارواکو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

حمدالله فطرت: پاکستان دې خپله د خپلو ستونزو د حل په لټه کې شي

د طالبانو او پاکستان بيرغ
د طالبانو او پاکستان بيرغ

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال وايي، اسلام‌اباد باید په خپل هېواد کې دننه د پاکستان د ستونزو د هواري په لټه کې شي.

حمدالله فطرت په یوه لنډه ویډیو کې چې د دوشنبې په ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون له‌خوا خپره شوې ویلي: "اسلامي امارت به هيچاته اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان خاوره د بل پر ضد وکاروي، افغانستان نور هيچاته ګواښ نه‌دی. پاکستان باید موږ ملامت نه‌کړي او په خپل هېواد کې دننه خپلو داخلي ستونزو ته د حل‌‌‌لارې ولټوي."

تر دې مخکې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف یوځل بیا ادعا کړې وه چې، د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د تروریستي فعالیتونو لپاره کارول کېږي.

په بلوچستان کې د وروستي خونړي برید په غبرګون کې ښاغلي اصف د شنبې په شپه جیونیوز ټلوېزیون ته وویل، د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

بلوڅ بېلتون‌پالې ډلې د بلوچستان لبریشن ارمي په کوټه کې د اورګاډي پر تم‌ځای د شنبې د ورځې د برید پړه پر غاړه واخیسته، چې د ګڼو پاکستاني پوځیانو په ګډون یې په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل او لسګونه نور ټپیان شول.

د طالبانو حکومت دغه برید غندلی دی.

پاکستاني چارواکو په وار وار ادعا کړې چې، پاکستاني طالبان له افغانستانه په پاکستان کې بریدونه پلانوي.

د طالبانو حکومت دا ادعا رد کړې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG