خبرونه
فرانسه کې د ګرمي له کبله دوه کسان مړه شوي دي

په فرانسه کې د ګرمې هوا له کبله دوه تنه مړه شوي دي.
فرانس پریس نن چهارشنبې د فرانسوي چارواکو په حواله ویلي، "۳۰۰ تنه نور د ګرمۍ اړونده ناروغیو په سبب تر درملنې لاندې دي".
دا دویم کال دی چې د جولای میاشت په فرانسه کې تر ټولو ګرمه میاشت وي.
له دې مخکې په ایټالیا کې د سختې ګرمۍ له کبله دوه کسان مړه شوي وو.
فرانسه، هسپانیا، پرتګال او ایټالیا هغه هېوادونه یاد شوي چې په راتلونکو ورځو کې به په کې هوا سخته ګرمه وي.
استانبول کې په پراخو مظاهرو کې۲۴کسان نیول شوي دي

د ترکیې پولیسو په استانبول کې د پرون شپې په پراخو مظاهرو کې ۲۴کسان نیولي دی.
دا مظاهرې د استانبول د پخواني ښاروال اکرام امام اوغلو د نیولو او له دندې د لیرې کیدو د سلمې ورځې په مناسبت ترسره شوې وې.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي، "مظاهره کوونکو ولسمشر اردوغان ته سپکاوی کړی او د امنیتي ځواکونو پر وړاندې له زور زیاتي کار اخیستی دی".
په زرهاوو کسان پرون شپه د استانبول د ښاروالی ودانۍ مخې ته راټول شوي وو، او د "د فاشیسم پر وړاندې اوږه په اوږه" او "ولسمشر امام اوغلو" شعارونه يې ورکول.
امام اوغلو چې د جمهوري غوښتونکي خلق ګوند له مشهورو څیرو دی، د ترکیې په راتلونکو ټاکنو کې چې تمه ده په ۲۰۲۸کال کې ترسره شي د ولسمشر اردوغان سرسخت سیال و.
هغه د مارچ په ۲۳مه له دندې ګوښه او له خپلو یو شمیر همکارانو سره ونیول شو.
د روسیې لپاره د طالبانو نوی ګومارل شوی سفیر مسکو ته رسیدلی دی

د روسیې لپاره د طالبانو نوی ګومارل شوی سفیر ګل حسن د خپل ډیپلوماټیک ماموریت د پیل لپاره پرون سه شنبې مسکو رسیدلی دی.
فرانس پرس د روسیې د دولتي خبري اژانس تاس په حواله راپور ورکړی چې ګل حسن به ډیر ژر په مسکو کې د طالبانو د سفیر په توګه دنده پیل کړي.
په مسکو کې د افغانستان د سفارت یوه چارواکي هم دا خبر فرانس پریس ته تایید کړې دی.
ګل حسن هغه لوړپوړی ډیپلوماټ دی چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې مسکو کې د سفیر په توګه دنده پیلوي.
هغه له دې وړاندې د پاکستان په کویټه کې د طالبانو د کنسول په توګه دنده ترسره کړې ده.
ګل حسن په داسې حال کې مسکو ته د نوي سفیر په توګه ځي چې تیره میاشت په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې د سفیر د منلو لیک هغه ته وسپاره.
روسیې لکه د نورو هېوادونو په څیر د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلی نه دی خو نږدې اړیکې ورسره پالي.
ایران د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې سره همکاري ځنډوي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان فرمان ورکړی چې هېواد يې د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې سره همکاري ودروي.
رویترز خبري اژانس د ایران د دولتي رسنیو په حواله نن چهارشنبه د پزشکیان د دغې پریکړې خبر ورکړی دی.
د ایران ولسمشر دا اقدام وروسته له هغې کوي چې امریکا تیره میاشت کې د ایران درې اټومي تاسیسات په فردو، نطنز او اصفهان کې په نښه کړل.
له وړاندې د ایران د اسلامي شورا مجلس د سرطان په څلورمه د تهران او تل ابیب ترمنځ له اوربند یوه ورځ وروسته، د ایران او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ترمنځ د همکاریو د خنډیدو طرحه تصویب کړه.
دغې شورا اعلان وکړ تر هغې چې د ایران د اټومي مرکزونو او ساینسپوهانو امنیت تضمین شوی نه وي، د یادې ادارې پلټونکي ایران ته داخلیدلی نشي
د اټومي انرژۍ نړیواله اداره مرکز يې د اتریش په پلازمینه ویانا کې دی، له ډېرې مودې راهیسې د ایران اټومي پروګرام څاري.
دې اداره تراوسه د ایران د ولسمشر د تازه فرمان په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی
د ترکیې واکمن ګوند وايي، د پي کې کې وسله وال به په راتلونکو څو ورځو کې خپلې وسلې وسپاري

د ترکیې د واکمن ګوند یو ویاند وايي چې د کردستان د کارګرانو ګوند PKK به په راتلونکو څو ورځو کې خپلې وسلې حکومت ته وسپاري.
د AK ګوند ویاند عمر چیلیک پرون په یوه خبري غونډه کې د خبرو پرمهال دې پوښتنې ته چې آیا د PKK د وسلو د سپارلو لپاره وخت ټاکل شوی که نه، په ځواب کې وویل چې دی نه غواړي دقیق وخت وښيي خو دوی اوس هغه پړاو ته رسېدلي دي چې یاد ګوند ښايي په څو ورځو کې خپلې وسلې وسپاري.
ویاند زیاته کړه چې راتلونکې څو ورځې به له تروریزم څخه د ترکیې د خلاصولو لپاره خورا مهمې ورځې وي.
د عراق په شمال کې د پي کې کې دوو سرچینو رویټرز خبري آژانس ته تایید کړې ده چې تمه ده په راروانو ورځو کې د دې ګوند د وسله والو یوه کوچنۍ ډله د عراق په کرد مېشت ښار سلیمانیه کې خپلې وسلې وسپاري او د دې کار لپاره په سلیمانیه کې تیاري هم نیول شوې ده.
د کردستان د کارګرانو ګوند د ترکیې له حکومت سره له څه باندې څلورو لسیزو جګړو وروسته په تېره مې میاشت کې پرېکړه وکړه چې له وسله والې مبارزې لاس واخلي او خپل تشکیلات منحل کړي.
د روسیې او فرانسې ولسمشرانو د اوکراین او ایران په اړه خبرې کړي

د فرانسې او روسیې ولسمشرانو ایمانویل مکرون او ولادیمیر پوتین پرون د اوکراین د جګړې او د ایران د اټومي پروګرام په اړه ټلفوني خبرې وکړې.
په تېرو شاوخوا دوه نیمو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د دې دوو هېوادونو ولسمشران خبرې سره کوي. د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې مکرون د دې خبرو پرمهال چې یو ساعت وخت یې ونیو په اوکراین کې د اوربند غوښتنه وکړه خو پوتین د دې جګړې پړه د لویدیځو هېوادونو غاړې ته واچوله.
د اوکراین جګړه درې کاله مخکې د روسیې له یرغل وروسته پیل شوه.
د دواړو هېوادونو مشرانو د ایران د اټومي پروګرام په اړه هم خبرې وکړې. په داسې حال کې چې د ایران او اسراییل ترمنځ پر اوربند یوه اونۍ اوښتې، مکرون وړاندیز وکړ چې پاریس او مسکو په ګډه د دې جګړې د پراخېدو مخه ونیسي.
ولسمشر ټرمپ وايي، اسراییلو په غزه کې د اوربند له طرحې سره موافقه کړې ده

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ وايي، اسراییل په غزه کې د دوه میاشتني اوربند له طرحې سره موافقه کړې ده. ټرمپ ایران پلوې فلسطینۍ حماس ډلې ته خبرداری ورکړ چې د وضعیت له لا خرابېدو مخکې دا طرح ومني.
ښاغلي ټرمپ پرون پر ټولنیزو شبکو په یوه بیان کې ولیکل چې د ده استازو پرون له اسراییلي چارواکو سره د غزې په اړه اوږدې او ګټورې خبرې وکړې. ښاغلی ټرمپ زیاتوي چې اسراییلي لوري منلې ده چې د شپېته ورځني اوربند د منلو لپاره له شرایطو سره موافقه کړې ده. د هغه په ټکو قطر او مصر به د دې وړاندیز وروستۍ طرح چمتو کړي.
ښاغلی ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په پام کې ده د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د راروانې دوشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ مېلمه وي.
ټرمپ پر نتنیاهو او حماس دلې فشار زیات کړی دی څو د اوربند تړون او د برمته وو د خوشې کولو موافقې ته غاړه کېږدي.
د طالبانو د حکومت پلاوی د ایکو سازمان په غونډه کې ګډون کوي

د طالبانو د حکومت یو پلاوی د ایکو د اقتصادي همکارۍ د سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره آذربایجان ته تللی دی.
په یوه بیان کې چې د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت دفتر خپور کړی راغلي، یاد پلاوی چې په اقتصادي چارو کې د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملاعبدالغني برادر یې مشري کوي پرون د پلازمېنې باکو د حیدرعلي یوف نړیوال هوايي ډګر ته ورسېد.
د اقتصادي همکاریو د سازمان غونډه سبا او بل سبا (د چنګاښ ۱۲- ۱۳) په باکو کې جوړېږي. د طالبانو د اعلامیې له مخې د ایکو په غونډه کې د سوداګرۍ، د انرژۍ د لېږد، ترانسپورت او ترانزیت، کرنې او چاپېریال، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې او نورو مسایلو په اړه خبرې په پام کې دي.
په ایکو سازمان کې پر افغانستان سربېره ایران، ترکیه، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان، قزاقستان او آذربایجان غړیتوب لري.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، د مسکو د فارمټ راروانه غونډه په سپټمبر یا اکتوبر کې جوړېږي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، د افغانستان په اړه د مسکو د فارمټ بله غونډه به په راروانه سپټمبر یا اکتوبر میاشت کې جوړه شي.
ښاغلي کابلوف تاس خبري آژانس ته ویلي دي چې د دې غونډې د جوړېدو دقیقه نېټه تراوسه معلومه نه ده خو هغه یادونه کړې چې دا غونډه به له دود سره سم حتما جوړېږي.
کابلوف دا څرګندونې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګروملتونو په نوښت د افغانستان په اړه د مشورتي غونډې له جوړېدو وروسته وکړې.
د مسکو د فارمټ شپږمه غونډه د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۴مه د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان په ګډون په مسکو کې جوړه شوې وه او د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزیر امیرخان متقي هم ګډون پکې کړی و.
د هند په تیلانګنا ایالت کې د چاودنې او اورپېښې د مړو شمېر ۳۵ ته لوړ شو

د هند په جنوب کې د کیمیاوي موادو په تاسیساتو کې د چاودنې له کبله د مړو کسانو شمېر لږترلږه ۳۵ ته لوړ شوی دی.
د تیلانګنا ایالت د سنګریدي سیمې د پولیسو مشر نن پرس ټرسټ آف انډیا ته وویل چې د ۳۱ کسانو مړي د چاودنې له کنډوالو لاندې راایستل شوي او درې ټپي کسانو په روغتون کې سا ورکړې ده.
د چارواکو په وینا په درې درې پوړیزه ودانۍ کې له یوې چاودنې وروسته دوهمه چاودنه هم وشوه چې په نتیجه کې یې په ودانۍ کې اور ولګید.
د تیلانګنا د روغتیا وزارت پرون د پېښې د مړو شمېر ۱۲ ښودلی و. په دې چاودنه کې چې حیدرآباد ښار ته نژدې وشوه لسګونه نور کسان هم ټپیان شوي دي.