د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

خبرونه

انګيلا مرکل راتلونکې اوونۍ د جرمني پارلمان ته د افغانستان په اړه پوښتنو ته ځوابونه ورکوي

د جرمني پخوانۍ صدراعظمه انګیلا مرکل
د جرمني پخوانۍ صدراعظمه انګیلا مرکل

ټاکل شوې ده چې د جرمني پخوانۍ صدراعظمه انګیلا مرکل راتلونکې اوونۍ د خپل هېواد د پارلمان یوه کمېسیون ته حاضره شي او د افغانستان په اړه پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

د جرمني رسنیو پرون (پنج‌شنبې) راپور ورکړ چې اغلې مرکل او د هغې د صدراعظمۍ د مهال د کابینې دوه وزیران به د دسمبر په پنځمه د افغانستان د ماموریت او د تخلیې د عملیاتو په اړه پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

مېرمن مرکل ۱۶ کاله د جرمني صدراعظمه وه، چې په ۲۰۲۱ کې له سیاسته ګوښه شوه.

په پام کې ده چې د پارلمان غړي له‌‌دې څخه په‌‌‌دې اړه سپیناوی وغواړي چې، ولې د دې تر مشرۍ لاندې حکومت د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له لوري په چټکه د واک له نیول کېدو بې‌‌خبره و او ولې د جرمني د اتباعو او د هغو د افغان همکارانو د تخلیې عملیات له ګډوډۍ سره مخامخ شول.

طالبان: تر ارزونې وروسته د کابل شيرپور کې تر ۱۵۵جريبه ډېره ځمکه دولتي ګڼل شوې

د کابل ښار شيرپور سيمه
د کابل ښار شيرپور سيمه

د طالبانو د عدلیې وزارت ویاند وایي، د کابل ښار په شیرپور سیمه کې تر ۱۵۵ جریبه ډېره ځمکه دولتي ګڼل شوې ده.

حافظ برکت‌الله رسولي د پنج‌شنبې په ورځ د (لیندۍ په ۸مه) په یوه غږیز پیغام کې چې په ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې یې خپور کړی، په‌دې اړه وویل: "د شیرپور ځمکه د تخنیکي پلاوي او د کابل ښاروالۍ له‌خوا ارزول شوې وه. د دې ارزونې پر مهال هیڅ داسې سند نه‌‌‌‌دی وړاندې شوی چې ثابته کړي دغه ځمکه شخصي ملکیت دی."

نوموړي زیاته کړه چې، د تخنیکي پلاوي د ارزونو او د کابل ښاروالۍ د معلوماتو پر بنسټ، یاده ځمکه پلاني ګڼل شوې او په‌‌‌کې ودانۍ په خپل‌سر او د پلان خلاف جوړې شوې دي.

په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د پخواني حکومت ځینې چارواکي، د پخوانۍ ولسي او مشرانو جرګو غړیو او سیاسي او جهادي شخصیتونو په شیرپور سیمه کې لوکس کورونه جوړ کړي دي.

د اسيا کرکټ کپ؛ نن د افغانستان نولس‌کلنو ځوانانو لوبډله له بنګله‌دېش سره سيالي کوي

کرکټ؛ د افغانستان د ۱۹ کلونو ځوانانو لوبډله.
کرکټ؛ د افغانستان د ۱۹ کلونو ځوانانو لوبډله.

د اسیا د کرکټ تر نولس‌کلونو د کشرو لوبډلو یوولسم پړاو سیالۍ نن (جمعه) د افغانستان او بنګله‌دېش په سیالۍ پیلیږي.

همداراز په پام کې ده چې سبا دوهمه سیالي د نیپال او سریلانکا د نولس‌کلونو لوبډلو ترمنځ وشي.

د افغانستان کرکټ بور‌ډ ویلي د افغانستان او بنګله‌دېش تر نولس‌‌‌‌کلونو د کشرو لوبډلو سیالي به د کابل په وخت د سهار نهه نیمې بجې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې پیل شي.

د افغانستان لوبډله په بي ګروپ کې له بنګله‌‌‌دېش، نیپال او سریلانکا سره یوځای ده.

د دې سیالیو په اې ګروپ کې د پاکستان، متحده عربي اماراتو، هند او جاپان لوبډلې له یو بل سره مخامخ کېږي.

دا سیالۍ د روان قوس/ لیندۍ په ۱۸مه پای ته رسیږي.

د افغانستان د نولس‌‌‌کلونو لوبډلې د اسیايي جام تر پیلېدو مخکې پاکستان او متحده عربي اماراتو په ګډون د درې هېوادیزو سیالیو اتلولي وګټله.

نن د افغانستان په ۲۴ولايتونو کې د باران او تېزو بادونو وړاندوينه شوې

ارشيف
ارشيف

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست نن (د لېندۍ ۹مه نېټه) د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د باران، واورې، تالندې برېښنا، بادونو او سېلونو اټکل کړی دی.

د دې ریاست له خبرپاڼې سره سم، فاریاب، غور، سرپل، جوزجان، هرات، فراه، بادغیس، بلخ، سمنګان، بغلان، بامیان، زابل، غزني، میدان وردګ، پروان، کابل، لوګر، دایکنډي، روزګان، هلمند، کندهار، پکتیا، خوست او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې د ورښت وړاندوینه په‌کې شوې ده.

په خبرپاڼه کې د باران اندازه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ تر ۳۵ میلي مترو او د واورې اندازه بیا له ۱۰ تر ۲۵سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.

د هواپېژندنې ادارې همداراز د سالنګونو په ګډون په جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو وړاندوینه کړې او ویلي یې دي چې، په ساعت کې به د باد سرعت له ۵۰ تر ۷۰ کیلومټرو پورې وي.

د اسټراليا سنا مجلس له ټولنيزو رسنيو د ماشومانو د منع قانون تصويب کړ

ارشيف
ارشيف

د استرالیا د سنا مجلس نن (نوامبر ۲۸مه) هغه مسوده تصویب کړه، چې پر بنسټ يې له ۱۶ کلونو کم‌‌‌عمره ماشومان نه‌شي کولی ټولنیزې رسنۍ وکاروي.

دا به په نړۍ کې لومړنی قانون وي، چې ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارولو منعه کوي.

د دې قانون پر بنسټ، له ۱۶ کلونو کم‌‌عمره ماشومان نه‌شي کولی پر فېس‌بوک، ټک‌ټاک، سنپ‌چټ، انسټاګرام او نورو ټولنیزو رسنیو اکونټونه جوړ کړي، خو که چېرته دا ټولنیزې رسنۍ ماشومانو ته د اکونټونو د جوړولو اجازه ورکړي، د اسټرالیا حکومت ورته د څه باندې ۳۰ میلیونو امریکايي ډالره جریمه ټاکلې ده.

د قانون دا مسوده د سنا مجلس د ۳۴ مثبتو رایو په ترلاسه کولو سره په غوڅ اکثریت تصویب کړ.

که څه هم دا قانون د اسټرالیا په سنا کې له مخالفت سره مخامخ شوی، خو مخالف لوري ته دا وخت ورکول کېږي، چې خپل وړاندیزونه په قانون کې ځای پر ځای کړي، خو دا یو تشریفاتي عمل دی او حکومت يې د پلي کولو ژمنه کړې ده.

بريتانيا کې څېړونکو په لومړي ځل د سږو او تنفسي ناروغيو يوه نوې درملنه موندلې

ارشيف
ارشيف

څېړونکې وايي، د لومړی ځل لپاره يې په ۵۰ کلونو کې د سږو او تنفسي ناروغیو درملنه موندلی ده.

د بريتانیا د کنیګز کالج د څېړونکو ډلې ویلي، دا درمل به د سږو د ناروغیو په درملنه کې یو لوی انقلاب رامنځته کړي.

په‌‌‌‌دې درملنه کې د ستنې په مرسته د بدن بېلابېلې برخې لمدیږي، څو د بدن دفاعي او د معافیت سیستمونه ته غبرګون وښيي.

دا غبرګونونه د دې سبب کېږي چې د سالنډۍ او د سږو اړوند نورو تنفسي ناروغیو پر وړاندې سږي خلاص او تنفس ته لار هواره کړي.

تنفسي ناروغۍ د سږو د التهاب په پایله کې رامنځته کېږي.

هغه دوا چې د تنفسي ناروغیو د درملنې لپاره تزریق کېږي، د Benralizumab بن را لیزو ماب په نوم یادېږي چې د بدن معافیت لوړوي او هغه التهاب چې په سږو او تنفسي لارو کې خنډونه جوړوي راکموي.

پر غزه د اسراييلو بريدونو کې ۱۷ کسان وژل شوي

غزه
غزه

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، د اسراییلو د پوځ په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي دي.

د دې چارواکو په خبره، شپږ تنه نن د (نوامبر ۲۸مه) د کمال عدن روغتون ته نژدې په یوه کور کې او څلور تنه نور د غزې په جنوبي خان‌یونس ښار کې د اسراییلو په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

دغو روغتیايي چارواکو وړاندې ویلي، د اسراییلو پوځ په غزه کې پر هغه کمپ هم هوايي بریدونه کړي، چې په تېر یو کال د جګړې له کبله بې‌‌ځایه شویو خلکو په‌‌‌کې پناه اخیستې وه.

د دوی په خبره، په همدې کمپ کې اووه تنه وژل شوي دي.

دا بریدونه په‌‌‌داسې حال کې دي، چې فلسطینیان د لبنان له حزب‌‌‌الله ډلې سره د اسراییلو له اوربند وروسته، په غزې کې د اوربند لپاره هیله‌‌من دي.

میاشتې کېږي چې، د دې اوربند لپاره خبرې اترې د حماس وسله‌‌‌والې ډلې او اسراییلو ترمنځ روانې دي، خو تر اوسه يې کومه پایله نه‌ده ورکړې.

حماس وسله‌‌واله ډله د امریکا متحدایالاتونو او اروپايي ټولنې له‌‌‌خوا د یو ترهګریز سازمان په توګه پېژندل کېږي.

يوناما د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د يوې کاري ډلې د جوړېدو خبر ورکړی

ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ماموریت (یوناما) د قطر په پلازمېنه دوحه کې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د یوې کاري ډلې د جوړېدو اعلان کړی دی.

یومانا نن د (نوامبر ۲۸مه) په یو بیان کې ویلي، د کاري ډلې د جوړېدو موخه په افغانستان کې له حاکمو چارواکو سره په ګډه د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه ده.

د دې کاري ډلې په پرانيست غونډه کې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا ویلي: "د افغانستان لپاره د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه ځکه مهمه ده چې پر کلیوالو سیمو او د سيمې پر سولې او ثبات اغېز کوي."

وړمه ورځ له جرمونو او مخدره موادو سره د ملګروملتونو د مبارزې ادارې په یو راپور کې ویلي و، سږ کال د وړم کال پرتله په افغانستان کې د تایاکو په تولید کې دېرش‌سلنه زیاتوالی راغلی دی.

طالبانو بیا دا راپور رد کړی و.

چين او امريکا درې‌درې بنديان تبادله کړي

د چين او امريکا بيرغونه
د چين او امريکا بيرغونه

د چین او امریکا ترمنځ د زندانیانو په تبادله کې درې امریکايي او درې چینايي وګړي ازاد شوي دي.

د امریکا د ملي امنیت شورا پرون د (نوامبر ۲۷مه) په یو بیان کې ویلي، مارک سویډن، کای لي او جان لیونګ امریکا ته روان دي.

په بیان کې راغلي، دوی به ډېر ژر له کلونو وروسته له خپلو کورنیو سره یوځای شي.

۴۸ کلن سویډن له ۲۰۱۲ کال راهیسې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور زنداني او د اعدام له سزا سره مخامخ و.

۶۰ کلن کای لي د ۲۰۱۶ کال راهیسې امریکا ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی و او ۷۸ کلن جان چې په امریکا کې يې د څو بیجینګ پلوه ډلو مشري کوله په ۲۰۲۱ کال ونیول شو او دوه کاله وروسته په عمري بند محکوم شوی و.

بل پلو، چینايي چارواکو پرون تایید کړه، چې په دغې تبادله کې چې میاشتې‌‌میاشتې وخت يې ونیوه، د امریکا د متحدایالاتونو په توقیف کې د دوی درې وګړي راخوشې شوې دي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د دې تبادلې په اړه د ورانې میاشتې په پیل کې د ولسمشر بایډن او شي جینپینګ ترمنځ په پیرو کې د اپیک په سرمشریزه کې خبرې اترې شوې وې.

اوکرايني چارواکي: روسيې د اوکراين د انرژۍ پر يوشمېر تاسيساتو بريدونه کړي

ارشيف
ارشيف

اوکرایني چارواکي وايي، روسیې د پلازمېنې کییف په ګډون د خارکییف او اودیسا د انرژۍ پر تاسیساتو پراخ بریدونه کړې دي.

د اوکراین د انرژۍ وزیرې جرمني ګالوشینکو نن (د نوامبر ۲۸مه) پر ټولنیز رسنیو ویلي: " یو ځل بیا د اوکراین د انرژۍ تاسیسات، د دښمن تر برید لاندې دي."

د هغې په خبره، دې بریدونو د برېښنا ملي شبکه اړ کړې چې، د برېښنا د پرې کېدو بېړنۍ څانګه معرفي کړي.

د برېښنا د پرې کېدو بېړنۍ څانګې چې په بېړني ډول ښارونو ته برېښنا ورکوي، له‌‌دې وړاندې په کییف، اودیسا، دنیپرو او دونیتسک کې فعالې شوې وې.

د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو دا بریدونه په‌داسې حال کې دي، چې په‌‌دې هېواد کې د تودوخې درجه صفر سانتي ګراد ته راښکته شوې ده.

پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته، روسیه په هر ژمي کې د دې هېواد د انرژۍ تاسیسات په نښه کوي.

بل پلو، د اوکراین پوځ نن پر ټلېګرام چینل په یو پیغام کې په ټول اوکراین کې د هوايي او توغندیزو بریدونو خبرداری ورکړی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG