د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

خبرونه

جرمني کې يو امريکايي وګړی چين ته د جاسوسۍ په تور نيول شوی

د جرمني بيرغ
د جرمني بيرغ

د جرمني څارنوالان وايي، یو امریکايي وګړی، چین ته د اطلاعاتو د ټولولو د ادعا له‌مخې نیول شوی دی.

دغه امریکايي وګړی چې په مارټین (D) معرفي شوی، په جرمني کې دېره و او ویل کېږي د امریکا د پوځي ځواکونو پخوانی غړی و.

جرمني څارنوالان وايي، شک کېږي چې دغه شخص یوه بهرني استخباراتي بنسټ ته د استخباراتي فعالیتونو لپاره لېوالتیا ښوولې وه.

د څارنوالانو په وینا، دغه امریکايي وګړي په ۲۰۲۴م کال کې له چینايي چارواکو سره تماس نیولی او د امریکا د پوځ په باب یې د حساسو معلوماتو د ورسپارلو ژمنه ورسره کړې وه.

په خپله امریکايي چارواکو لا د دې موضوع په باب تبصره نه‌‌‌ده کړې او دا هم معلومه نه‌‌‌‌‌ده چې نیول شوی کس به چېرې محاکمه کېږي.

اسراييلو غزه کې د حماس په وړاندې د پراخو پوځي عملياتو خبر ورکړی

اسراييلي پوځیان
اسراييلي پوځیان

د اسرايیل دفاعي ځواکونو پرون پنج‌شنبه ویلي، د دوی پوځیانو د غزې تړانګې په شمال کې د حماس ډلې پر خلاف خپل عملیات پراخ کړي دي.

د امریکا متحدایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د اسرايیل دفاعي ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي، د دوی پوځیانو په بیت لاهیا کې د تروریستي بنسټونو خلاف خپل عملیات پیل کړي دي.

د دغو ځواکونو په وینا دوی به د جبلیه په مربوطاتو کې هم خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي او له چهارشنبې یې هلته شا و خوا ۵۰ تروریستان ختم کړي دي.

بیت لاهیا ښار د غزې تړانګې په شمال کې پروت دی، خو د جبلیه په نوم د کډوالو کمپ د غزې د جنوب په مربوطاتو کې دی.

فلسطیني سرچینو په وار-وار په دې ویجاړه شوې ساحه کې د ګڼو ملکي مرګ‌ژوبلې راپورونه ورکړي او هلته یې بشري وضعیت ناوړه بللی دی.

د ملي مقاومت جبهې کابل کې د پنځه طالبانو د وژنې ادعا کړې

د ملي مقاومت په نوم د جبهې وسله‌وال
د ملي مقاومت په نوم د جبهې وسله‌وال

د طالبانو یوه مخالفه ډله، د افغانستان د ملي مقاومت جبهه ادعا کوي چې د پنج‌شنبې ماښام په کابل کې د دوی د ځواکونو په برید کې پنځه تنه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

دغې ډلې په یوه بیان کې ویلي، چې دغه برید، تېره شپه په کوټه سنګي سیمه کې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو د موټرو پر کاروان شوی دی.

وړاندې ویل شوي، چې په‌دې پېښه کې د وسله‌‌‌والو طالبانو دوه عرادې موټر هم ویجاړ شوي او پنځه میله وسله د جبهې د ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

د خبرپاڼې له‌‌مخې، په‌‌دې عملیاتو کې ملکي وګړو او د ملي مقاومت جبهې غړو ته زیان نه‌دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه‌‌‌‌دي ویلي او ازادي راډیو په خپلواکه توګه دا ادعا نه‌‌‌‌‌‌شي تاییدولی.

تر دې مخکې ځینو کورنیو رسنیو د سرچینو په حواله د پنج‌شنبې په ماښام د کابل په کوټه سنګي سیمه کې د یوې چاودنې خبر ورکړی و.

کرکټ؛ سبا شنبه د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ دويمه يو ورځنۍ لوبه ترسره کېږي

د افغانستان او بنګله‌دېش لوبه
د افغانستان او بنګله‌دېش لوبه

ټاکل شوې د افغانستان او بنګله‌‌دېش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه پنځوس اووره یا یو ورځنۍ مسابقه سبا شنبه وشي.

افغانستان وتوانېد تېره چهارشنبه په لومړۍ پنځوس اووره مسابقه کې چې د متحده عرب اماراتو په شارجه سټډیوم کې وشوه، بنګله‌دېش ته د ۹۲ منډو په توپیر ماتې ورکړي.

د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "د دویمې لوبې لپاره هم تمرینات کېږي، لوبډله به بشپړه چمتو وي. مورال یې هم لوړ دی، ځکه په لومړۍ لوبه کې یې بنګله‌دېش ته د ۹۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه."

د افغانستان او بنګله‌‌‌دېش ملي لوبډلې به خپله درېیمه پنځوس اووره مسابقه د دوشنبې په ورځ وکړي.

خليل‌زاد: د ډونالډټرمپ له راتګ سره د دوحې د تړون د بشپړ عملي کېدو امکان شته

د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د ولسمشر ډونالډټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال لاسلیک شو.
د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د ولسمشر ډونالډټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال لاسلیک شو.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي، ولسمشرۍ ته د ډونالډټرمپ له راتګ سره دا فرصت شته چې په افغانستان کې د دوحې تړون ټول عناصر په بشپړه توګه عملي شي.

خلیل‌زاد دا څرګندونې د پنج‌شنبې په ورځ (اکتوبر ۱۷مه) په خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي.

د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د ولسمشر ډونالډټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال لاسلیک شو.

له طالبانو سره تر ۱۸ میاشتو خبرو وروسته خلیل‌زاد د امریکا په استازیتوب په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره د دوحې تړون لاسلیک کړ.

ملا عبدالغني برادر دا مهال د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال دی.

د دوحې د تړون له‌‌‌مخې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل.

ټاکل شوې وه، دغه تړون بین‌الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي او افغانان په خپله د افغانستان راتلونکې وټاکي.

طالبانو له اروپايي ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه

د اروپايي ټولنې بيرغ
د اروپايي ټولنې بيرغ

د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې له بېلابېلو سکټورونو سره د اروپايي ټولنې د بشري او پراختیايي مرستو غوښتنه وکړه.

د طالبانو اقتصاد وزارت پرون پنج‌شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي حنیف دا غوښتنه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازې ویرونیکا باسکوویچ پوهار (Veronika Bošković Pohar) سره په کتنه کې وکړه.

د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي، مېرمن باسکوویچ په افغانستان کې د کرنې په برخه کې د بشري او پرمختیايي پروژو د ملاتړ لپاره د اروپايي ټولنې د ۱۰۰ ميلیونو ډالرو مرستې د تخصیص ژمنه وکړه.

خو په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ماموریت تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د یک‌شنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل، د ۲۰۲۱م کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، له دغه هېواد سره ۶،۷ ميلیارده ډالره بشري مرستې شوې دي.

د ملګروملتونو د شمېرو له‌مخې، له افغانستان سره د ميلیاردونو ډالرو مالي مرستو سره-سره، په دغه هېواد کې بشري مرستو ته اړتیا ډېره شوې، چې له‌‌دې سره د اړو کسانو شمېر تر ۲۹ ميلیونو زیات شوی دی.

د سرې مياشتې ټولنه: ۸۹ ماشومان چې د هډوکو پړسوب يې درلود د درملنې لپاره جرمني ته ولېږل شول

يوشمېر هغه ماشومان چې د درملنې لپاره جرمني ته استول شوي
يوشمېر هغه ماشومان چې د درملنې لپاره جرمني ته استول شوي

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، ۸۹ ماشومان چې د هډوکو د پړسوب په ناروغۍ اخته وو یا هم سخت سوځېدلي وو، پرون پنج‌شنبه د درملنې لپاره جرمني ته ولېږل شول.

دغې ادارې چې د طالبانو په کنترول کې ده، پرون پر خپله ایکس‌پاڼه جرمني ته د دغو ماشومانو د لېږد خبر ورکړی دی.

وړاندې ویل شوي، چې ۴۵ نور ماشومان په جرمني کې له درملنې وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.

څه باندې درې لسیزې کېږي چې افغان ماشومان چې سخت سوځېدلي وي، یا هم په ځینو ناروغیو اخته وي، د جرمني د "سولې کلي" بنسټ په مرسته د درملنې لپاره لېږل کېږي.

د ازبکستان یوې محکمې ۱۱ کسان د ترهګرۍ اړوند جرمونو په تور له ۶ تر ۱۲ کلونو بند محکوم کړل

د ازبکستان د یوې محکمې د جلسې انځور
د ازبکستان د یوې محکمې د جلسې انځور

د ازبکستان په قوقند ښار کې یوې محکمې ۱۱ کسان د ترهګرۍ اړوند جرمونو په تور له ۶ تر ۱۲ کلونو بند محکوم کړل.

دغه کسان د ترهګرو د تمویل، د رژیم د بدلولو دسیسې او د هغو موادو د درلودلو په تور محکوم شوي دي چې عامه امنیت ته ګواښ بلل شوی دی.

د ازبکستان د ملي امنیت ادارې نن د نومبر ۷مه وویل چې دغه کسان د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ په منظمو غونډو کې چې په سیمه ییزو چای خانو کې د "شنبه ماښام" په نوم د ټولنیزو مراسمو په توګه تر سره کېدل، د افراطي نظریاتو د ترویج په تور نیول شوي اود هغوی بحثونه د جهاد او د اسلامي دولت د جوړولو په اړه متمرکز و.

دا قضیه د مذهبي افراطیت سره د مبارزې لپاره د ازبکستان د حکومت د هڅو یوه برخه ده، په ځانګړې توګه په قوقند کې، چې د فرغانه په دره کې موقعیت لري.

دا سیمه له توکمیز پلوه متنوع او له تاریخي پلوه بې ثباته ده او د کورنیو او نړیوالو اسلامپالو ډلو لپاره په یو مرکز بدله شوې چې د بې ثباتۍ او د افراطي ایډیالوژیو د خپرېدو په اړه اندېښنې راپورته کوي.

پسکوف: ښايي د پوتین او ټرمپ ترمنځ خبرې وشي

د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او چپ لور ته د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او چپ لور ته د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د کریملن ویاند دمیتري پسکوف وایي، دی دا نه‌شي ردولی چې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین او د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ به مخکې له هغې چې نوموړی په جنوري میاشت کې د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي، خبرې ونه‌شي.

نوموړي دغه څرګندونې د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د دغسې یوې اړیکې احتمال شته، وکړې.

هغه زیاته کړه چې ډونالډ ټرمپ ویلي چې دی به د لوړې له مراسمو مخکې له پوتین سره خبرې وکړي او زیاته یې کړه چې دا د هغه خبرې دي.

د پسکوف څرګندونې د ټرمپ هغو مخکینیو څرګندونو ته اشاره وه چې ویلي وو، د ولسمشر په توګه د دندې له پیلېدو مخکې به له پوتین سره اړیکه ټینګه کړي.

پسکوف همدارنګه د هغو پوښتنو په اړه چې ایا د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته د روسیي چارواکو او د ټرمپ د کمپاین د مسوولانو ترمنځ رسمي تماس نیول شوی، که‌نه وویل چې نه او زیاته یې کړه چې ولې باید دوی ورسره اړیکه ټینګه کړی وای.

هغه څرګنده کړه چې د روسیې حکومت هیڅ ډول مستقیمه اړیکه نه‌ده ټینګه کړې.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د نومبر د پنځمې نېټې د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته چې ټرمپ وګټل، د امریکا او روسیې د اړیکو موضوع ته د نړیوالو پام زیات شوی دی.

محمدنبي: له چمپینز ټراپۍ وروسته له یو ورځنیو سیالیو تقاعد اخلم

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمد نبي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمد نبي

د افغانستان کرکټ د ملي لوبډلې تر ټولو مشر لوبغاړي محمدنبي عیسی خیل د بنګله‌دېش پر وړاندې له لومړۍ لوبې وروسته وویل، غواړي تر چمپینز ټراپۍ وروسته یو ورځنۍ سیالۍ پرېږدي.

محمدنبي د بنګله‌دېش پر وړاندې د چهارشنبې په ورځ د نومبر په ۶مه نېټه د روانې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې ښه وځلېد چې په توپوهنه کې یې ۸۴ منډې وکړې او یوه وېکټ یې واخیسته.

نوموړي چې د کرکټ بورډ له رسنیزې څانګې سره تر لوبې وروسته خبرې کولې، وویل نه‌غواړي نور په یو ورځنیو سیالیو کې ولوبېږي.

هغه زیاتوي: "نه ډېر یې نه سره اوږدوو، انشاالله په ون ډی/یو ورځنیو سیالیو کې به چمپینز ټراپي/اتلانو جام نه بعد خدای پاماني سره کوو."

محمدنبي تر دې دمه په ۱۶۵ نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د افغانستان استازولي کړې ده چې په ۱۴۵ پاڼیو کې یې ۳۵۴۹ منډې کړې دي، دوه سلیزې او ۱۷ نیمه سلیزې یې وهلي دي.

۳۹ کلن محمدنبي د افغان کرکټ د لومړنیو لوبغاړو له ډلې یوازېنی لوبغاړی دی چې دومره ډېرې یو ورځنۍ سیالۍ یې کړي دي، هغه په ۱۵۹ نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې توپ اچونه کړې چې ۱۷۱ ویکټې یې اخیستي دي.

هغه درې ټېسټ سیالۍ هم کړې دي، خو بیا یې له یادو لوبو هم تقاعد اخستی دی، نوموړي له شل اوریزو سیالیو سره د مخه ښې په تړاو لا څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې هغه لا هم د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو سیالیو د الراونډرانو په کتار کې تر ټولو لوبغاړو مخکې په لومړۍ لیکه کې ځای لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG