د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۱ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۵

خبرونه

په نړیوالو بازارونو کې تیلو بیه په تیرو درې نیمو میاشتو کې ترټولو لوړې کچې ته ورسیدله

تاجران په نیویارک کې د اسهامو  د بازار په ودانۍ کې د کار په مهال ، ارشیف
تاجران په نیویارک کې د اسهامو د بازار په ودانۍ کې د کار په مهال ، ارشیف

د نړۍ په کچه د نفتو د بیو د لوړېدو په دوام کې ، د پنجشنبې په ماښام، د وږي ۱۹مه، د دې ستراتېژیک توکي بیه په تېرو درې نیمو میاشتو کې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېده.

د برېنټ نفت بیه د امریکا د بازار د پای معاملاتو کې هربیرل تر ۱۰۹ ډالرو او ۹۷ سېنټو پورې لوړه شوه، خو د اسیا د بازارونو د معاملاتو پیل سره یوڅه بېرته راکمه شوه او د جمعې په سهار تقریبا ۱۰۵ ډالرو ته ورسیدله.

د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د نفتو بیه شاوخوا ۱۳ سلنه لوړه شوې ده.

په یمن کې د کورنۍ جګړې شدت او د حوثیانو له خوا د بندرونو او ستراتېژیکو ټاپوګانو د نیولو لورته پرمختګ، چې موخه یې د باب‌المندب تنګي کنټرولول دي، او په ورته وخت کې د دې ډلې له خوا د سعودي عربستان د انرژۍ پر تاسیساتو د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه، په وروستیو ورځو کې د نفتو د بیې د لوړېدو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

د دغو تحولاتو ترڅنګ، د امریکا او ایران ترمنځ پر یو بل د بریدونو دوام هم د سوداګرو اندېښنې زیاتې کړي دي چې امکان لري د نفتو په سمندري انتقال کې اختلالات دوام ومومي.

د ناروې د کډوالو د شورا مشر افغانستان سره د مرستو په دوام ټینګار کوي

د ناروې د کډوالو د شورا مشر یان ایګلاند ، ارشیف
د ناروې د کډوالو د شورا مشر یان ایګلاند ، ارشیف

د ناروی د کډوالو د شورا مشر،په هغه څه نیوکه کوي چې دی یې د افغان نجونو او ښځو د حقوقو په غوښتنه او د بشري مرستو په قطع کولو کې د هیوادونو "ریا کاري" بولي.

یان ایګلاند کابل کې د فرانسې خبري اژانس سره مرکه کې ویلي چې دوی هم د افغان نجونو او ښځو د زده کړو لپاره غوښتنه کوي خو په ټکو یې دا "ریا کاري" ده چې یو څوک له افغانستانه بهر په اروپايي پلازمینو کې په یوه سیمینار کې دا غوښتنه وکړي او په عین حال کې په افغان نجونو او حتی د ابتدايي ښوونځیو په نجونو مرستې بندې کړي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده کړو او تحصیلاتو بندیز لګولی دی.

په ۲۰۲۱ کال واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته افغانستان سره نړیوالې مرستې ډیرې کمې شوي دي او ملګري ملتونه وايی د تیرې اګست میاشتې ترپایه یې د ژوند ژغورونکو مرستو لپاره د مالي ملاتړ یوازې ۳۰ سلنه ترلاسه کړې ده.

د ناروې د کډوالو شورا د ښځو په شمول په افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ کارکونکي لري او له زیانګالو خلکو سره د خوړو ، زده کړو او سرپناه په برخو کې مرستې کوي.

ښاغلی ایګلاند وايي د بودجې د کموالي له امله دغه خیریه موسسه اړشوې چې د ښځو او ښځینه معلمینو په شمول خپل یو شمیر مرستندوی کارکونکې له دندو ګوښه کړي.

د سپټمبر د ۱۱مې له برید ۲۵ کاله وروسته؛ له امریکا تر افغانستانه د جګړو پیل

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه د نیویارک ښار په مرکز کې د نړیوالې سوداګرۍ دوه برجونه په نښه شول
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه د نیویارک ښار په مرکز کې د نړیوالې سوداګرۍ دوه برجونه په نښه شول

نن د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو ۲۵ کاله پوره کېږي.

دغو بریدونو چې په امریکا کې شاوخوا ۳ زره ملکي وګړي په‌کې ووژل شول د دغه هېواد تاریخ‌یې بدل کړ.

له نن ۲۵ کاله وړاندې د څلورو تښتول شویو مسافر وړونکو الوتکو په وسیله د نیویارک ښار په مرکز کې د نړیوالې سوداګرۍ دوه برجونه او په واشنګټن کې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) ودانۍ په نښه شول.

یوه بله الوتکه هم له دې مخکې چې خپل هدف ته ورسېږي، په پنسلوانیا کې راوغورځول شوه.

د دغو بریدونو په پایله کې ټول مسافر او په ودانیو کې زرګونه امریکايي وګړي ووژل شول.

په دغو بریدونو کې د القاعدې شبکې ۱۹ غړو لاس درلود چې ۱۵ تنه‌یې د سعودي عربستان اتباع و.

امریکا د دغو بریدونو مسؤله د ترهګرې ډلې القاعده وبلله.

په هغه وخت کې د دې ډلې مشر اسامه بن لادن په افغانستان کې د طالبانو د هغه مهال د حکومت تر ملاتړ لاندې اوسېده.

امریکا ته د اسامه بن لادن د سپارلو په اړه د طالبانو مخالفت د دې لامل شو چې د هغه مهال د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش، د نړیوالې ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې پر طالبانو د پراخو بریدونو پلان جوړ کړي.

د امریکا په مشرۍ پوځي عملیاتو د طالبانو پنځه کلن رژیم نسکور کړ، خو اسامه بن لادن چې څو کاله پټ و د کلونو لپاره بالاخره د ۲۰۱۱ کال د مې په دوهمه نېټه د پاکستان په ایبټ اباد سیمه کې د امریکايي ځواکونو له‌خوا ووژل شو.

د اوبو د مسؤلانه کارونې په اړه د طالب چارواکو ټینګار

ارشیف، په افغانستان کې یوه مېرمن چې خپل کور ته په بشکو کې اوبه وړي.
ارشیف، په افغانستان کې یوه مېرمن چې خپل کور ته په بشکو کې اوبه وړي.

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د اوبو د سرچینو د مدیریت په یوه غونډه کې د اوبو د مسؤلانه کارونې، د اوبو د ضایع کېدو په مخنیوي او د بندونو د جوړولو د بهیر پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر دولتي خبري اژانس راپور چې د دغو اقداماتو هدف د ښاریانو لپاره د اوبو دوامدار تأمین او د هېواد د اوبو د امنیت پیاوړتیا ده.

د طالبانو دغه پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې د بریتانیا د ژغورنې نړیوالې کمېټې (ای ار سي یو کې) ویلي، ښايي کابل تر ۲۰۳۰ کال پورې لومړنی عصري ښار شي چې اوبه‌یې ختمېږي.

په همدې حال کې، د کابل یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې د ځمکې لاندې اوبه تر دې کچې ټیټې شوي چې ان ځینې ژورې څاه‌ګانې هم نورې کافي اوبه نه‌لري.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې هم په ۲۰۲۵ کال کې په یوه راپور کې خبرداری ورکړی و چې افغانستان د اوبو له کمښت سره مخ دی او شاوخوا ۳۳ میلیونه کسان په دغه هېواد کې د اړتیا وړ اوبو ته کافي لاسرسی نه‌لري.

د بخښنې سازمان: روسیه په زور او چل‌ول د اوکراین جګړې ته سرتېري جذبوي

ارشیف، د روسیې یو شمېر ازاد شوي سرتېري
ارشیف، د روسیې یو شمېر ازاد شوي سرتېري

د بخښنې نړیوال سازمان (امنسټي انټرنشنل) وايي، روسیې د اوکراین په جګړه کې د بهرنیو اتباعو د جذب لپاره په ځینو مواردو کې له چل ول، زور او دروغجنو ژمنو کار اخیستی او دا بهیر په ډېرو مواردو کې د «انسان قاچاق» ګڼل کېدای شي.

د بشري حقونو دغه سازمان په خپل راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ د «سنبلې په ۱۹مه» یې خپور کړ، وايي چې په اوکراین کې یې د جګړې په دوو بندي‌خانو کې له ۱۲ څخه د ډېرو بهرنیو اتباعو سره مرکې کړې دي.

په دغو کسانو کې د کولمبیا، کیوبا، مصر، سومالیا او سویلي افریقا اتباع شامل و.

د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، له مرکه شویو کسانو څخه یوازې درې تنه هغه مهال چې قرارداد یې لاسلیک کاوه په دې خبر و چې دوی به په اوکراین کې د جګړې لپاره ولېږل شي.

ځینو نورو ویلي چې دوی ته د لوړو معاشونو، امتیازونو او حتی د روسیې د تابعیت د ترلاسه کولو ژمنې ورکړل شوې وې، خو دغه ژمنې په بشپړه توګه عملي نه‌شوې.

د بخښنې نړیوال سازمان عمومي منشي اګنېس کالامار ویلي چې په دغو مواردو کې د «استثمار او زور» کچه د دې لامل شوې چې دې نتیجې ته ورسېږي چې ډېرې دغه پېښې د ملګرو ملتونو د پالرمو پروتوکول د تعریف له مخې د انسان قاچاق ګڼل کېږي.

امنسټي انټرنشنل وايي چې په روسیه کې یې د څېړنو د ترسره کولو امکانات ځکه نه‌درلودل چې د ۲۰۲۵ کال له مې میاشتې راهیسې یې په دغه هېواد کې په فعالیتونو بندیز لګېدلی دی.

د ناروې د کډوالو شورا: له ایران او پاکستانه راستنې شوې کورنۍ د ژمي لپاره سرپناه ته اړتیا لري

د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ وايي، له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته زرګونه راستنې شوې کورنۍ په راتلونکي ژمي کې بیړنۍ سرپناه او بشري مرستو ته اړتیا لري، خو اکثرو یې تر اوسه هېڅ ډول بشري مرسته نه ده ترلاسه کړې.

ایګلنډ ویلي، په تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا ۶ میلیونه کسان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. د نوموړي په وینا، ډېری راستانه شوي کسان له لږو امکاناتو یا تش لاس بېرته راغلي او اوس د استوګنې او کار موندلو جدي ستونزې لري.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان مرسته کوونکي هېوادونه هم کم شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ هم په تېرو درېیو کلونو کې د شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوالو راستنېدل بې‌ساری بللي دي.

افغان فزیک‌پوه طاهر شاران د کاناډا شاهي ټولنې دایمي غړیتوب ترلاسه کړ

افغان فزیک‌پوه او څېړونکي طاهر شاران د کاناډا د شاهي ټولنې د دایمي یا تل‌عمري غړي په توګه غوره شوی دی.

هغه له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د افغانستان د اتومي انرژۍ د عالي کمېسیون د رئیس په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

شاران بي‌بي‌سي ته ویلي چې د دې معتبرې ټولنې غړیتوب د افغان کډوالې ټولنې بریا ده او دغه ویاړ یې د افغانستان خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو، ته ډالۍ کړی دی.

د کاناډا شاهي ټولنې په خپله رسمي معرفي کې شاران د نظري فزیک په څېړنو، علمي رهبرۍ او عامه خدمتونو کې د غوره کارنامې لرونکی ساینس‌پوه بللی دی. په ۲۰۲۶ کال کې یوازې درې فزیک‌پوهان د دې ټولنې غړیتوب ته غوره شوي چې شاران هم پکې شامل دی. د هغه د غړیتوب رسمي مراسم به د نوومبر په میاشت کې د کاناډا په پلازمېنه اوټاوا کې ترسره شي.

ټرمپ: د ایران جګړه به د امریکا له منځ‌پړاوه انتخاباتو وروسته پای ته ورسېږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په ډالاس کې خبریالانو ته وویل، تمه لري چې له ایران سره روانه جګړه به د نوومبر له منځ‌پړاوه انتخاباتو سمدستي وروسته پای ته ورسېږي.

ده ویلي چې تهران هڅه کوي د امریکا پر انتخاباتو اغېز وکړي.

ټرمپ ویلي، د جګړې د دوام له امله د تېلو بیې لوړې شوې دي او ښايي تر انتخاباتو وروسته بېرته راټیټې شي. نوموړي په داسې حال کې د جګړې د پای خبره کړې چې د امریکا او ایران ترمنځ شخړه لا هم روانه ده او د دواړو لورو ترمنځ د دیپلوماټیکو خبرو د بیا پیل څرک نه لیدل کېږي.

کرزی: د افغان محصلانو پر زده‌کړو محدودیتونه دې سمدستي لرې شي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له خوا د طب او غاښونو په پوهنځیو کې د افغان محصلانو د شمولیت د درولو پرېکړه «د ژورې اندېښنې وړ» بللې او له اسلام‌اباد یې غوښتي چې دا پرېکړه سمدستي بېرته واخلي.

کرزي ویلي، تعلیمي او علمي همکاري باید هېڅکله د ګاونډیو هېوادونو د سیاسي اختلافاتو قرباني نه شي. هغه ټینګار کړی چې د افغان ځوانانو زده‌کړې یوه بشري او پرمختیايي موضوع ده او باید له سیمه‌ییزو سیاسي ترینګلتیاوو جلا وساتل شي.

د کرزي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وروسته له دې کړي چې د پاکستان طبي او غاښونو شورا پوهنتونونو ته لارښوونه کړې چې سږ کال افغان محصلان ونه مني او د پاکستان په پوهنتونونو کې د طب په زده کړو له بوختو افغان محصلانو څخه یې غوښتي چې له پاکستان څخه ووځي. کرزي د هغو پاکستاني سیاسي او مدني فعالانو مننه هم کړې چې د دې پرېکړې مخالفت یې کړی دی.

د پاکستان د بشري حقونو د کمېسیون په شمول یو شمېر فعالانو له خپل حکومت څخه غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

په ۲۰۲۵ کال کې ۳.۱ میلیونه افغانان له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي

ریچ موسسې په یوه تازه راپور کې، چې د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړی، ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۳.۱ میلیونه افغانان د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ، د خوړو ناامنۍ او وچکالۍ له امله په هېواد کې دننه بې‌ځایه شوي دي.

راپور وايي، د جګړې له کمېدو وروسته د خلکو د بې‌ځایه کېدو علتونه بدل شوي او اقتصادي ستونزې او طبیعي پېښې اوس د دې بهیر مهم عوامل دي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د کورنیو بې‌ځایه شویو کسانو شمېر شاوخوا ۵.۵ میلیونه و، خو په ۲۰۲۵ کال کې ۳.۱ میلیونو ته راکم شوی دی.

راپور زیاتوي چې وچکالي، سېلونه او زلزلې د خلکو پر ژوند او عوایدو فشار زیاتوي. د ۲۰۲۵ کال د اپرېل او دسمبر ترمنځ شاوخوا ۶۷۵ زره کسان د اقلیمي شرایطو له امله له افغانستانه هم وتلي دي.

ډېری کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله خپلو اصلي سیمو ته د بېرته ستنېدو توان نه لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG