ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده. دلته یې پر ټويټر تعقیبولی شئ. @malalibashir
د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ویلي وو چې د کابل د پولیسو د ۱۶مې او ۱۷مې حوزې کارکوونکي د زمري په ۲۸مه نېټه په دنده کې د غفلت په خاطر له دندو ګوښه شول.
د برلین روغتون پر ټويټر پاڼه ولیکل چې تر معایناتو او د ناوالني له کورنۍ سره تر مشورو وروسته به ډاکتران د ده د روغتیايي وضعیت او نورو اقداماتو په اړه تبصره وکړي.
شمسيه حسني د خپل هنر له لارې د ښځو ژوند ښيي. ۳۲ کلنه حسني په کابل کې اوسي. هغې پر کابل سربيره، په ترکيه او امريکا کې هم پر ديوالونو انځورونه جوړ کړي دي. دلته یې د کابل څو هنرونه وګورئ.
د سې شنبې په ورځ د اګسټ په ۱۸مه نېټه په کابل کې د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستلو د ۱۰۱مې کلیزې په مناسبت پر مراسمو د توغندیو بریدونه وشول.
د امریکا او طالبانو تر منځ د موافقې تر لاسلیک وروسته، په دې موافقه کې د جمهوري ټکي نشتون د فعالانو او سیاستوالو پام جلب کړ.
په همدې حال کې ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې غړي چې پر رخصتیو دي، په مشورتي لویه جرګه کې د ګډون لپاره کابل ته ورغوښتي دي.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا هم په خبرپاڼه کې ویلي چې هیله لري تر موقت اوربند وروسته به بینالافغاني خبرې پیل شي او دواړه لوري به په هېواد کې تلپاتی اوربند اعلان کړي.
ولسي جرګې د دې طرحې پر ځای د مالي او بودجې کمېسیون بدیله طرحه تصویب کړه چې پر پراختیايي کارونو راڅرخي.
دا خبره جنرال مککنزي پرون سې شنبه (د جولای په ۱۴مه) ماسپښین له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په کابل کې د لیدو پر مهال وکړه.
پنځه ویشت کاله کېږي رمیزه ګوردیچ د خپل سړي او دووه زامنو په پاته شونو پسې ګرځي. دوی له دوهمې نړیوالې جګړې راهیسي د اروپا د تر ټولو بدې ډلهيېزې وژنې قربانیان وو.
مایک پومپیو وویل چې امریکا پر ایراني جنرال- قاسم سلیماني د حملې په اړه د نړیوال قانون پر اساس شفافیت ښودلی. ده په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته تشریح کړې چې دا حمله د امریکا له ځانه د دفاع د حق په نتيجه کې رامنځته شوه.
د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو پرون د سولې په بهیر کې د افغانانو په مشرتابه او مالکیت د افغان حکومت د ملاتړ په برخه کې پر خپلو همکاریو ټينګار وکړ.
د دې اعلامیې پر اساس دواړو لورو توافق کړی چې د ستراتېژيکو همکاریو په چوکاټ کې د دوه اړخیز توافقلیک له لاسلیک سره به په ایران کې د افغانانو حضور قانوني شي.
په غونډه کې د تاوتریخوالي پر کمېدو، د زندانیانو پر راخوشې کېدو، بینالافغاني مذاکراتو، دایمي اوربند او د افغانستان د سولې په خاطر د سیمهییزې او نړیوالې اجماع پر رامنځته کولو خبرې وشوې.
د ناټو عمومي منشي وايي، د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو ملاتړ کوي، خو ټينګار کوي چې د ناټو نظامیان به د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ او روزنې ته دوام ورکړي.
د طالب زندانیانو او د افغان حکومت اړوندو کسانو راخوشې کولو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقه لیک له مهمو ټکو یو دی چې دواړو لورو د روان کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه په قطر کې لاسلیک کړه.
نور راوښيه