امید زهیرمل (په انګرېزۍ کې: Omid Zahirmal) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.
داسې مهال چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو سازمان یوه راپور کې روښانه کړه چې داعش نیت لري په کابل کې د ایران، چین او هند په سفارتونو بریدونه وکړي، د طالبانو حکومت وايي، د کابل په کارتهنو کې یې د داعشیانو یو پټنځای لهمنځه وړی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني تېره ورځ یوې غونډې ته ویلي، د ځینو کسانو په ذهن کې د واک انحصار او د ټول نظام چیلنجول په یوه اساس بدل شوي دي. خو د طالبانو ویاند وايي، اسلامي اخلاق دا دي که څوک په امیر یا هم کوم بل دولتي چارواکي نیوکه لري، باید په پټه یې ورته ووايي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن په کابل کې د روسیې، پاکستان او چین په ډیپلوماټیکو مرکزونو او تر خوا یې ان د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې دننه شویو بریدونو ته په اشارې وايي، په کابل کې دننه یو جدي امنیتي ګواښ موجود دی.
انټونیو ګوټرېش پرون په نیویارک کې د دې سازمان په عمومي غونډه کې وویل، په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي او اوسمهال افغان نجونې او ښځې په خپل وطن کې د تبعید شویو په څېر ژوند لري.
نور راوښيه