اسد الله لودین (په انګرېزۍ کې: Asadullah Ludin) د ازادۍ راډیو په مرکزي دفتر کې چې د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې دی، د ازادي راډیو د خبریال په توګه دنده ترسره کوي.
دوی غواړي له ایران سره د ستراتېژیکو اړیکو داسې یو جامع سند لاسلیک کړي چې له مخې یې ایران کې د افغان کډوالو د اوسېدو، کار او زدهکړو په وړاندې شته خنډونه لهمنځه ولاړ شي.
په چین کې د تازه ثبت شویو ۵۷ قضیو له ډلې ۳۶ یې په پلازمېنه پیکینګ کې رامنځته شوي چې له لویو پلورنځیو او بازارنونو سره اړیکه لري.
د فرانسې په پلازمېنه پاریس او یو شمېر نورو ښارونو کې زرګونه کسان د نژادي تبعیض پر ضد سړکونو ته را وتلي وو.
په افغانستان کې تر نن یکشنبې پورې په کرونا د اخته شویو کسانو رسمي شمېر له ۲۰ زرو واوښت، خو اندېښنې دادي چې ممکن یوازې کابل ښار کې تر یو میلیون پورې کسان پر دغې ناروغۍ اخته وي.
دغه سازمان په تېره اپرېل میاشت کې موافقه وکړه چې د دوو میاشتو په مخه به هره ورځ نژدې لس میلیونه بیرله کم تېل تولیدوي، خو د ریکارډ د کچې دغه کمښت یوه میاشت نور هم وغځېد.
د طرحې له مخې په کابل کې سر له نن یکشنبې «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۸» یو ځل بیا د تورو ښیښو او بېاسناده موټرو په تګ راتګ او دغهراز د بېجوازه وسلو په ګرځېدو بندیز ولګېد.
په امریکا کې د پولیسو له خوا د یوه تورپوستي د وژلو په غبرګون کې د لسګونه زرو کسانو مظاهرو پرون د پرله پسې اوومې ورځې لپاره هم دوام درلود.
دغلته د افغان محصلانو استازی دلاور پتیال وایي، نږدې ۶۰۰ ملګري یې له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او افغانستان ته د تګ لارې پرې بندې دي.
اروپایي هېوادونه هڅه کوي چې سږ کال اوړي کې د ګرځندوی صنعت بېرته په پښو ودروي.
ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د مې په نهه ویشتمه د چین په اړه یوه اعلامیه ورکړي.
د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، که حکومت له کمکي اختر وروسته د ښوونځیو د پرانستو پرېکړه ونه کړي، دوی به له لرې واټنه د زده کړو بهیر رسماً پيل کړي.
د امریکا د کانګرس ډیموکراتو غړو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د یوه لوړپوړي غړي د لرې کېدو په اړه څیړنې ييل کړې.
د هوایي ترانسپورټ نړیواله ټولنه وایي، دغه سکټور به تر ۲۰۲۳ کاله پورې بېرته هغه حالت غوره کړي چې له کرونا وبا مخکې یې درلود.
کرونا ویروس د هر هېواد په څېر د پاکستان اقتصاد هم ځپلی دی، خو دغه هېواد اوس له بل ډول اقتصادي بحران سره مخامخ دی.
د بلخ ولایت مدني فعالان او ځایي اوسېدونکي وایي، درې ورځې وړاندې په یوه هوایي برید کې وژل شوي او ټپيان ټول ملکیان دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د یادونې په اړه مخالفت، د کرونا ویروس په اړه د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک د تصویب په وړاندې لوی خنډ بلل شوی دی.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، په دې پيښه کې دوه پولیس او څلور عام وګړي وژل شوي او نږدې ۲۰ نور پولیس او ملکیان ژوبل شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت( یوناما) وایي، دغه هېواد په سویل ختیځه اسیا کې تر ټولو بریالی او ځلېدونکی رسنیز سکټور لري.
سږ کال دغه ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې ګڼ شمېر هېوادونو کې خبریالان له زورزیاتي او ګواښ سره مخامخ دي او چارواکي د کرونا ویروس د راپورونو د سانسور یا پټولو هڅه کوي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي وایي، هڅې یې پيل کړي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وشي.
نور راوښيه