اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی.
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د دوشنبې په ماښام د افغانستان د ټاکنو په تړاو په څو پرلهپسې ټویټري پیغامونو کې ویلي، دوی به د ټولو هغو نوماندانو ملاتړ وکړي چې د خپلو اعتراضونو لپاره له انتخاباتي پروسو کار اخلي نه د زور او تاوتریخوالي څخه.
د ملګري ملتونو د امنیت شورا د افغانستان لپاره ددغه سازمان مرستندویه ماموریت (یوناما) د یو بل کال لپاره تمدید کړی دی. دغې شورا همدارز په کابل او پروان کې د طالبانو پروني بریدونه چې ۴۸ کسان یې ووژل هم په سختو ټکو وغندل.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، ولسمشر ډونالد ټرمپ د شمالي کوریا، ایران، افغانستان او روسیې په څېر هېوادونو په اړه د امریکا د بهرنۍ پالېسۍ په تړاو له ښاغلي بولتون سره د نظر اختلاف درلود.
یاماموتو وویل، د افغانستان له ګوټ ګوټ څخهیې د افغانانو نظرونه او څرګندونې اورېدلي او په هغو کې یې په یو وخت هیلهمندي او وېره دواړه درک کړي دي.
حکومت دا اقدام وروسته له هغې کوي چې په یو لاریون کې د پنځو زدهکوونکو په وژل کېدو د اعتراض په توګه ګن شمېر نورو زدهکوونکو پر مظاهرو لاس پورې کړ.
له دې کاندیدانو څخهیې ځیني امنیتي اندېښنې د خپلو کمپاینونو د ځنډ سبب بولي، خو یو شمیر یې بیا د سولې روانو خبرو ته په پام پر دې باوري نهدي چې د ولسمشرۍ انتخابات به ترسره شي او کنه.
د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، په افغانستان کې د پاکستان د ستراتېژیک عمق د ترلاسه کولو هڅو خپله پاکستان ته زیان اړولی او اوس پاکستان په افغانستان کې د نهلاسوهنې پالېسي خپله کړې.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سپټمبر تر لومړۍ نېټې د سولې احتمالي هوکړه، د ولسمشرۍ پر راتلونکو انتخاباتو اغېز نهلري او دا انتخابات به په خپل ټاکلي وخت ترسره کېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د ایران سره د ترینګلتیا د پای ته رسېدو لپاره ډېر پرمختګ شوی دی. دا پهداسې حال کې ده چې د دواړو خواوو ترمنځ لاهم د یو بل په وړاندې د سختې ژبې کارول دوام لري.
د افغانستان حکومت هیلهمند دی چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به د افغانستان د سولې په پروسه کې یو ابتدايي هوکړهلیک لاسلیک شي.
افغان حکومت وايي، په دوحه کې د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ د شویو خبرو او پرمختګونو په جزئیاتو خبر دي.
د ایران سره د اټمي موافقې اروپايي لاسلیک کوونکو پر تهران غږ کړی چې په زیات غلظت د یورانیمو د غني کولو وروستي اقدامات دې بېرته شاته کړي.
د بې سرحده ژورنالېستانو ټولنه وايي، هغه څه ویرولي چې پاکستاني چارواکو پهدې هېواد کې درې ټلوېزیوني چینلونه د اپوزیسون د یوې مشرې د خبري...
ایران د یورانیمو په غني کولو کې له هغه حده پښه اړولې چې څلور کاله مخکې ورته د ایران او نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو ترمنځ شوي تړون کې ټاکل شوی و.
د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، حکومت د یوې داسې سولې غوښتونکی دی چې پهکې د ټولو افغانانو ګټې وساتل شي.
د لیبیا د روغتیا وزارت ویاند ملک میرست ویلي، برید د کډوالو توقیف ځای باندې چې د طرابلس ګاونډ تاجورا سیمه کې موقعیت لري نن شوی.
ورځپاڼې د پاکستان د پنجاب ایالت د اعلی وزیر سردار عثمان بزدار له خولې ویلي، موږ لاهور ته د افغان ولسمشر د سفر د زړه له کومې هرکلی کوو.
یو شمېر نړیوالو رسنیو په پاکستان کې د افغانستان د سولې په اړه یو کنفرانس کې د ځینو افغان سیاستوالو پر ګډون راپورونه او مقالې خپرې کړي دي.
په افغانستان کې په ځانمرګو بریدونو کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی دا د هغه راپور مهمه برخه ده چې نن سې شنبه یې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دې سازمان د امنیت شورا ته وړاندې کوي.
د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیا د ګواښونو د تبادلې او د مخامخ کېدو خوا ته راښکل شوې ده. امریکا وايي، جنګ نه غواړي، خو په منځني ...
نور راوښيه