په هند کې ژغورونکې ډلې لا هم د نږدې دوه سوه ورکو شويو کسانو د موندلو هڅه کوي.
دوى تېره ورځ(يکشنبه) وروسته له هغه په اتراکنډ ايالت کې ورک شول چې د هند د هيماليا غرونو يوه برخه کې طبيعي يخچالونه د سېلابونو د راوتو لامل شول.
تر اوسه د 14 کسانو د له منځه تلو راپور ورکړل شوى.
د اوبو برښنا پروژه چې د جوړېدو په حال کې وه ويجاړه شوه او د اوبو برښنا يو مرکز زيانمن شوى.
دغو سېلابونو دغه راز کورونو او پلونو ته هم زيانونه اړولي دي.