په انځورونو کې: د پاریس المپیک سیالیو کې د تلپاتو شېبو انعکاس
په داسې حال کې چې د ۲۰۲۴م کال د پاریس المپیک سیالۍ پای ته په رسېدو دي، د ازادې اروپا/ازادي راډیو د دغو تلپاتو سیالیو یو شمېر صحنې چې د دې راډیو د کاري حوزې لوبغاړو په کې ګډون درلود، منعکس کړي دي. د پاریس المپیک سیالیو د اګست په ۱۱مه پای ته رسېږي.

۱
اوکراینۍ لوبغاړې ویکتوریا کایزر د اګست په ۷مه د ښځو د الوت په سیالیو کې ګډون کړی و.
د پاریس المپیک سیالۍ د ۲۰۲۴م کال د جولای ۲۶مه پیل شوې او د اګست تر ۱۱مې دوام کوي چې له ټولنې نړۍ څخه په کې شاوخوا ۱۱۰۰۰ لوبغاړو ګډون کړی دی.
د پاریس المپیک سیالۍ د ۲۰۲۴م کال د جولای ۲۶مه پیل شوې او د اګست تر ۱۱مې دوام کوي چې له ټولنې نړۍ څخه په کې شاوخوا ۱۱۰۰۰ لوبغاړو ګډون کړی دی.

۲
د عکس چپ لور ته اربکستانۍ دایورا کیلدیورووا د جولای ۲۹مه د ۵۲ کیلوګرامه وزن په درلودلو سره د کوسوو لوبغاړې دیستاکراسنیګي سره د جودو په پایلوبه کې سیالي وکړه.
کیلدیورووا وکولای شول چې په دې سیالیو کې د طلا یا سرو زرو مډال ترلاسه کړي.
کیلدیورووا وکولای شول چې په دې سیالیو کې د طلا یا سرو زرو مډال ترلاسه کړي.

۳
په دې تصویر کې د جودو په سیالیو کې د مډالونو ګټونکي لیدل کېږي چې د جولای په ۲۹مه یې د نارینهوو د ۷۳ کیلوګرامه وزن درلودونکو ترمنځ ترسره شوې وه.
د عکس چپ لور ته د فرانسې جان بنیامین د نقرې، د اذربایجان هدایت حیدروف د سرو زرو، او د مالدوا عادل عثمانوف د برونزو مډوال ګټونکي په ترتیب سره ولاړ دي.
د عکس چپ لور ته د فرانسې جان بنیامین د نقرې، د اذربایجان هدایت حیدروف د سرو زرو، او د مالدوا عادل عثمانوف د برونزو مډوال ګټونکي په ترتیب سره ولاړ دي.

۴
ګرجستانی لوبغاړی لاشا بیکاوری خپل جاپاني سیال سانشیرو موراو ته د نارینهوو د ۹۰ کیلوګرامه وزن درلودونکو منځ کې ماتې ورکړه چې د خپلو مینهوالو منځ کې یې د بریا خوښي نمانځي.

۵
د هنګري لامبو وهونکی هوربیرت کاس د لامبو په ۲۰۰ مترو سیالیو کې د سرو زرو مډال له ترلاسه کولو وروسته خپله بریا نمانځي..
دغه سیالي د اګست په لومړۍ ترسره شوې ده.
دغه سیالي د اګست په لومړۍ ترسره شوې ده.

۶
د نارینهوو ۱۰۰ کیلوګرامه وزن درلودونکو ازبکستاني لوبغاړي علي شیر یوسوپف او تاجکستاني سیال تیمور رحیموف په دې سیالیو کې ګډون کړی و.
په دې سیالیو کې علي شیر وکولای شول څو د برونزو مډال لاسته راوړي.
په دې سیالیو کې علي شیر وکولای شول څو د برونزو مډال لاسته راوړي.

۷
افغان لوبغاړې کیمیا یوسفي د پاریس المپیک سیالیو کې د ښځو د سل مترو په ځغاسته کې ګډون کړی و چې د سیالۍ په پای کې یې یوه لیکلی شعار لېږداوه چې په کې لیکل شوي وو: "زدهکړې، سپورټ زمونږ حق"
دغه سیالي د اګست په دوهمه ترسره شوې وه.
د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې وروسته په بیا واکمنېدو سره طالبانو نجونې او ښځې له زدهکړو او سپورټ څخه منع کړې دي.
دغې ډلې ویلي، د پاریس په المپیک سیالیو کې د افغان ښځینه ورزشکارانو ګډون په رسمیت نه پېژني. خو د المپیک نړیوالې کمېټې بیا دغو سیالیو پرانیستې مراسمو ته هېڅ یوه طالب چارواکي ته بلنه نه وه ورکړې.

۸
په دې تصویر کې د هنګري لوبغاړی کریستوف میلاک لیدل کېږي چې د جولای دېرشمه د لامبو په سیالیو کې ګډون کړی و.
دغه سیالۍ د دوو سوه مترو په اوږدوالي د نارینهوو ترمنځ ترسره شوه او میلاک په کې د ۱۰۰ مترو په لامبو سره د سرو زرو مډوال وګاټه.
دغه سیالۍ د دوو سوه مترو په اوږدوالي د نارینهوو ترمنځ ترسره شوه او میلاک په کې د ۱۰۰ مترو په لامبو سره د سرو زرو مډوال وګاټه.

۹
ګرجستانی لوبغاړی لاشا بیکاووری د اګست په څلورمه د دې هېواد د جودو له لوبډلې سره تبلیسي ته ورسېد او د یوه اتل په توګه ترې هرکلی وشو.
د پاریس په سیالیو کې د ګرجستان د جودو لوبډلې وکولای شول چې د سرو زرو یو مډال او د سپینو زرو دوه مډاله لاسته راوړي.
د پاریس په سیالیو کې د ګرجستان د جودو لوبډلې وکولای شول چې د سرو زرو یو مډال او د سپینو زرو دوه مډاله لاسته راوړي.

۱۰
په دې تصویر کې لیدل کېږي چې امین میرزا زاده، صباح صالح شریعتي په خپلو اوږو لېږدوي.