د ۱۹۶۳م کال د نوامبر په دوه ویشتمې د امریکا جمهور رییس جان اف کنېډي په ۴۶ کلنۍ په ډالاس ښار کې ووژل شو. د عکسونو دغه ګلري د جان اف. کنېډي د ژوند ځینې شیبې انځوروي او په دې کې د ده مور او پلار، ماشومانو، د ۱۹۶۰ کال انتخاباتي کمپاین او په ډالاس ښار کې د ده ترور او جنازې د مراسمو تصویرونو لیدلای شئ.
د جان اف کنېډي ژوند په تصویرونو کې

۱
جوزف کنېډي د جان اف. کنېډي پلار، مور یې روز، خویندې یې کاټلین، پاتریشا او جین. ورونه یې اډوارډ او رابرټ ۱۹۳۸ میلادي کال د لندن ښار.

۲
جان اف. کنېډي له خپلې کورنۍ سره په سوت همټڼ کې د فرانسې نورمانډي بېړۍ ترڅنګ. انګلستان – د جولای دویمه ۱۹۳۸

۳
جان اف. کنېډي د امریکايي سمندري ځواکونو د PT-109 بېړۍ د سمندري ګزمې پر مهال په ارام سمندر کې د ګواډل کانال ته څېرمه – د ۱۹۴۳ میلادی کال د جولای میاشت.

۴
د ډیموکرات ګوند کاندید جان اف. کنېډي دامریکا د جمهوری ریاست د انتخاباتي کمپاین پرمهال – د می ۱۴ مه ۱۹۶۰ نیویارک.

۵
د ډیموکراټ ګوند کاندید جان اف. کنېډي او ریچاډ نیکسن د جمهوري غوښتونکو ګوند کاندید د لومړي انتخاباتي بحث پرمهال چې په ملي سطح له ټلویزوین څخه خپور شو – د شیکاګو ټلویزیون سټډویو – د سپټمر ۲۶ مه ۱۹۶۰م کال.

۶
جان اف. کنېډي د قاضي القضات "ارال وارن" پر وړاندې د امریکا د پنځه درېشم جمهور رییس په توګه لوړه وکړه. ۲۰ جنوري ۱۹۶۱ واشنګټن.

۷
جمهور رییس جان اف. کنېډي د یوې بیانې په ترڅ کې د امریکا د کانګرس له غوړو وغوښتل؛ چې له ۱۹۷۰میلادي کال مخکې لومړي فضانورد ته بودجه ځانګړې کړي – ۲۶ می ۱۹۶۱میلادي.

۸

۹
جمهور رییس جان اف. کنېډي له خپلې لور کارولین او زوی جان جونیر سره د سپینې ماڼۍ په بیضوي خونې کې. ۱۰ اکتوبر ۱۹۶۲میلادي.

۱۰
جمهور رییس جان اف. کنېډي په کیوباکې د راکټي بحران پر مهال، کیوبا ته د وسلو د لېږل د درولو اعلامیه لاسلیک کوي. ۲۳ اکتوبر ۱۹۶۲.