د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

د کریکټ د اتلانو جام کې نن هند او بنګله دیش لوبه لري


د اتلانو جام
د اتلانو جام

د چمپینز ترافۍ یا د اتلانو جام د یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن د هند او بنګله دیش پياوړې لوبډلې یو له بل سره مخامخ کیږي.

دغه لوبه چې په دوبۍ کې ترسره کیږي، د افغانستان په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه پيلیږي.

پرون دغه جام د پاکستان او نیوزلنډ په لوبې سره پیل شو چې نیوزلنډ کوربه پاکستان ته ماتې ورکړه.

افغانستان سبا په دې جام کې خپله لومړنۍ لوبه له جنوبي افریقا سره کوي.

د افغانستان راتلونکې لوبې له استرالیا او انګلستان سره دي.

د اتلانو دغه جام د پاکستان او متحده عربي اماراتو په کوربه توب ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG