پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا د نوښار د اکوړي د حقانیه مدرسې په جومات کې چاودنه شوې ده چې پکې د جمعیت علمای اسلام (س) مشر او د مدرسې نایب مهتمم مولانا حامد الحق حقاني په ګډون څلور تنه وژل شوي او یوشمېر نور ژوبل دي.
د پاکستان رسنۍ د چارواکو په حواله وايي چې چاودنه د فبرورۍ پر ۲۸مه د جمعې تر لمانځه وروسته شوې ده.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید جیو نیوز او نورو رسنیو ته وویل چې له "لومړنیو پلټنو ښکاري" چې دا یو "ځانمرګی برید" وو خو پولیسو د پېښې په ځای کې پلټنې پیل کړې دي.
نوموړي جیو نیوز، اې ار وای نیوز او دنیا نیوز ټلوېزیونونو ته ویلي دي چې داسې ښکاري چې د بریدګر هدف حقاني وو.
د جمعیت علمای اسلام سمیع الحق ډله د حقانیه مدرسه چلوي.
د خیبر پښتونخوا لوړپوړي بیوروکراټ (چیف سېکرټري) شهاب علي شاه جیو نیوز ته د حامد الحق حقاني وژنه تایید کړه.
تر دې مخکې د پولیسو مشر ذوالفقار حمید رسنیو ته ویلي ول چې د حقاني روغتیايي وضعیت جدي دی.
نوموړي دنیا نیوز او جیو نیوز ټلوېزیونونو ته ویلي چې عموماً د حامد الحق او د حقانیه مدرسې د امنیت لپاره له ۲۰ زیات پولیس سرتېري ځای پر ځای وي او د جمعې لمانځه پر مهال نور پولیس هم موجود وي.
د رېسکیو ۱۱۲۲ ویاند بلال فیضي د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې په پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ تنه ژوبل شوي دي.
رسنۍ زیاتوي چې چارواکو د نوښار په روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.
د پېښور د لېډي ریډنګ روغتون ویاند محمد عاصم د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې هلته هم بیړنی حالت نافذ دی او ټول ډاکتران او روغتیايي کارکوونکي حاضر دي.
د چاودنې مسوولیت لا چا نه دی منلی.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او صدراعظم شهباز شریف چاودنه غندلې ده او دا یې یو "ترهګر" برید بللی دی.
د ولسمشر دفتر په بیان کې ویلي دي چې پر "لمونځ کوونکو برید د کرکې وړ" عمل دی.
د صدراعظم دفتر په بیان کې د نورو ژوبلو شویو کسانو د ژر رغېدو دوعا کړې ده او زیاتوي چې شریف اړوندو چارواکو ته امر کړی دی چې ژوبلو ته ټولې طبي اسانتیاوې ورکړي.