د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۰

د ایران او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي دي


د تهران محصلانو د سعودي عربستان پر سفارت د اور بمونه وغورځول
د تهران محصلانو د سعودي عربستان پر سفارت د اور بمونه وغورځول

یوه میاشت وروسته له هغې چې بحرین په خپل هیواد کې شیعه مظاهره چیان سخت وزپل، دې هیواد د سعودي عربستان او ایران ترمنځ کړکیچ زیات کړی دی.

د جمعې په ورځ په تهران کې د محصلانو یوې لویې ډلې د سعودې عربستان د سفارت مخې ته مظاهره وکړه او (مرګ پر السعود) نارې یې وهلې.

د ایران دولتي خبري رسنیو دا درې ورځنی مظاهرې په بحرین کې د حکومت ضد مظاهرو پر زپلو اعتراض بللی دی.

د دې اونۍ په ورستیو مظاهرو کې ایراني محصلانو د سعودي سفارت ته کاڼي او د اور بمونه وروغورځول. په عین حال کې سعودي عربستان د مظاهرو د دوام په صورت کې له تهران څخه د خپلو ډیپلوماټانو د ایستلو ګواښ کړی دی.

واشنګټن پوشټ وايي، که څه هم ځینې فکر کوي، چې د دواړو رقیبو هیوادونو ترمنځ د وسلوالې جګړې احتمال شته، امریکايي چارواکي او د منځني خیتځ څارونکی دا په سیمه کې د سیالو ډلو ترمنځ د کړکیچ د زیاتیدو تر څنګ د د ډیپلوماټیکو اړیکو د اوږدمهالي سړښت پیل ګڼي، هغه سیمه چې ایران په کې د شیعه ګانو ملاتړ کوي او سعودي د سني ډلو سره مرسته کوي.

په واشنګټن کې د نړېوالې سولې د یوې څیړونکې ادارې د ایران د چارو کارپوه کریم سجادپور وايي، د سعودي عربستان او ایران ترمنځ اوس د رقابت اصلي ډګرونه لیبنان، عراق او بحرین دي.

نوموړی وايي، دواړه خواوې په سیمه کې پر یوبل تاوتریخوالي ته د لمن وهلو تور لګوي. ایران د بحرین مظاهرې د امپرالیزم او اداري درغلیو پر ضد جګړه بولي خو سعودي عربستان بیا ورته په سیمه کې د شیعه مسلمانانو د نفوذ د پراختیا د یوې هڅې په سترګه ګوري.

واشینګټن پوسټ وايي، د دواړه هیوادونو چې اقتصاد يې په تیلو ولاړ دی، د لسیزو راهېسې په سیمه کې په سیالۍ بوخت و، خو وروستیو پېښو د دواړو لورو ترمنځ ترینګلتیا زیاته کړې.

د ورځپاڼې وینا وروسته له هغې چې سعودي عربستان د مظاهرچیانو پر ضد د بحرین د حکومت د ملاتړ لپاره دې هېواد ته سرتیري واستول او بحرین په خپل هیواد کې د شیعه اکثریت له خوا راپورته شوې مظاهرې د زور په کارولو وزپلي د ایران سخت انتقادونه یې راپورته کړل.

په عین حال کې بحرین او د خلیج نورو هیوادونو تهران په دې تورن کړ، چې په پټه په بحرین کې د شیعه پاڅون کونکیو ملاتړ کوي او ناکراریو ته لمن وهي.

کله چې تیره اوونۍ په تهران کې ایراني محصلینو د سعودي عربستان پر سفارت کاڼي وورول د سعودي د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال شهزاده ترکي بن محمد خبرداری ورکړ، که پر سفارت یې په تهران کې بریدونه دوام وکړي نو له ایران څخه به خپل ډيپلوماټان وباسي.

د امریکا متحده ایالت تر اوسه دې ته په شک ګوري چې ایا ایران ریښتیا هم د بحرین د ناکراریو تر شا لاس لري کنه؟ که څه هم په تیره میاشت کې د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیتس د خلیج هیوادونو ته د سفر پر مهال وویل، ځینې داسې شواهد يې کتلي چې ایران په بحرین کې د وضیعت ګډوډول غواړي. خو نوموړې په دې اړه جزییات ور نه کړل.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د بحرین د بهرنیو چارو د وزیر خالد بن احمد الخلیفه له خولې وايي، د سعودي عربستان پوځیان به تر هغې د بحرین په ټاپو کې پاتې شي څو چې د ایران له خوا خطر لرې شوی نه وي.

بحرین او ایران په خپلو اوږده تاریخي شخړه لري او ایران څو ځلې پر دې ټاپو دعوه کړې چې له امله يې په تیرو څو لسیزو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې کړکیچنې وې او ډيرو کمو ایرانیانو ته بحرین ته تلو ویزه ورکړل شوې ده.

خو ایران د بحرین د بهرنیو چارو د وزیر په ځواب کې عربي هیوادونه په سیمه کې د ګډوډیو په زیاتولو تورن کړي دي.

واشنګټن پوسټ د یو شمیر څیړنکو له خولې وايي، د بحرین شخړه د ایران او سعودي ترمنځ د یو ډول سیاسي او مذهبي سړې جګړې پیل دی.

دوی تر اوسه تل هڅه کوله چې حالات دوستانه وښيي خو اوس د لومړي ځل لپاره د سعودي ډیپلوماټان د سرې کرښې یادونه کوي او د دوی لپاره بحرین سره کرښه ده.
XS
SM
MD
LG