د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني پرون د امريکا له متحدو ايالتونو وغوښتل، چې د بې پېلوټو الوتکو حملې پای ته ورسوي.
ده وويل، امريکا بايد استخباراتي مالومات په ښه ډول شريک کړي او پرېږدي چې پاکستان په خپله د تروريزم پرضد مبارزه وکړي.
ګيلاني په اسلام اباد کې د امريکا د استازو د جرګې له رييس جان بوهينر سره له کتنې وروسته د خپل هېواد پارلمان ته په وينا کې وويل: که امريکا غواړي چې د تروريزم پرضد په جنګ کې بريالۍ شي، بايد د پاکستان سياسي او پوځي هلوځلو ته درناوی وکړي.
بوهينر، چې د کانګريس د يوه شپږکسيز پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللي و، د پاکستان د دوه ورځني سفر په ترڅ کې همدا راز د پاکستان د پوځ له لوی درستيز جنرال اشفاق کياني او په اسلام اباد کې د امريکا له سفير کاميرون مونتر سره وکتل.
د امريکا دبې پېلوټو الوتکو حملې په تېر يوه کال کې دوه برابره زياتې شوي دي.