د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۶

ایران نور بهرنیو الوتکو ته تیل نه ورکوي


ایران د هغه اقدماتو په ځواب کې چې ایراني الوتکو ته د تیلو له ورکولو څخه ډډه کیږي، اروپايي الوتکو ته د تیلو برابرول بند کړي دي.

دا خبره د ایران دولتي ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ د ایران د یوه لوړ رتبه چارواکي په حواله راخیستي.

د ایران ولسمشر مرستیال، محمد رضا رحماني وايي، د یوه بالمثل حرکت په ترڅ کې موږ اروپایې الوتکو ته د تیلو ورکول بند کړل.

تیر کال د متحد ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، هغه قانون لاسلیک کړ چې له مخې یي پر ایران نوي بندیزونه لګول کېدل او په ترڅ کې یې دې هېواد ته د تیلو واردات په نښه شول او له مخې یې وویل شول چې په نړۍ کې به هره هغه کمپنۍ چې ایران ته تیل یا هم نور چاڼ شوي محصولات وارد کړي نو تنبه به شي.

راپورونه وايي، چې په جرمني، بریتانیا او خلیج هېوادونو کې ایرانیو الوتکو ته د تیلو له ورکولو ډه ډه کیږي.

ایران د خپل اتومي پروګرام پر مسلې له لویدیځ سره په لانجه کې دی اود یورانیمو د غني کولو د فعالیتونو په سر نړېوالو بندیزونو ځپلی.

لویدیځ ادعا کوي، چې د یورانیمو غني کول د اتومي بم د جوړولو لپاره د ایران د هڅو یوه برخه ده خو تهران هر کله دا ادعا ردوي .

تیر میلادي کال ایران اروپايي هېوادنو ته خبرداری ورکړی وو، چې که چیرته یو شمېر اروپايي هېوادنو ایراني الوتکو ته د تیلو، نه ورکولو ته دوام ورکړي نو ایران به هم اقدام وکړي .

د جرمني لوفتانزا هوايي شرکت وایي، چې دوي به سر له پنجشنبې نور ونه شي کولای چې په تهران کې خپلې الوتکو ته تیل برابر کړي.

د لوفتانزا ویاند وايي، دا لا تر اوسه نه ده جوته ، هغه الوتکۍ چې هر ورځ له فرانکفورت څخه تهران ته تګ راتګ کوي، په بل کوم ځای کې به د تیلو د بیا اخیستو لپاره کوزیږي او که څنګه؟

د هالند د کې ال ایم سلطنتی هوايي شرکت ویاند وایي، ډیر فرق نه پریوزي، موږ دا اوس هم چې کله له امستردام څخه ایران ته الوتنې کوو نو بیا د بیرته راتګ په وخت په اتن کې خپلو الوتکو ته تیل اچوو .

د تیلو او ګازو ډلې OMV تیره میاشت وویل، دوي به د ایران پر ضد د نړېوالو بندیزونو له امله ایرانیو الوتکو ته نور تیل ورنه کړي.

ایران د خامو تیلو تولیدونکو هېواد او د اوپیک یا د تیلو د صادرونکو هېوادونو د سازمان غړي دی، خو خپله د نړېوالو بندیزونو له امله د تصفیه شوېو تیلو له کموالی سره مخامخ دی .
XS
SM
MD
LG