د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۰

امریکا : د نړۍ یو شمیر حکومتونه د بشري حقونو جدي سرغړونکي وو


د ایران، عراق، اوکراین، روسیې او بلاروس حکومتونه د بشري حقونو جدي سرغړونکي بلل شوي دي.
د ایران، عراق، اوکراین، روسیې او بلاروس حکومتونه د بشري حقونو جدي سرغړونکي بلل شوي دي.
د امریکا متحدو ایالتونو په نړۍ کې د بشري حقونو د وضیعت په اړه په خپل کلني راپور کې د عربي نړۍ پر هغو حکومتونو، چې اوس د ډیموکراسي پلوو پاڅونو نو سره مخ دي، شدید انتقادونو راپورته کړي او وايي تیر کال په دې دې هېوادونو کې د بشري حقونو څخه سر غړاوي ډير جدي وو.

روسیه، بلاروس او اوکراین هم د هغه هیوادونو په ډله کې یا د شوي چې د خپلو اتباعو له بشري حقونو يې جدي سرغړاوي کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې د دې راپور د خپریدو په مناسبت په خپلو څرګندونو کې وویل، په لیبیا، سوریه، بحرین او د سیمې په ځینو نورو هیوادونو کې چې عامو خلکو د زپونکیو ریژیمونو په وړاندې د مظاهرو پر کولو کوم جرات وښودا دا الهام بښونکی دی :

"په ورستیو میاشتو کې په منځني ختیځ، شمالي افریقا او په نورو تړلو ټولنو کې موږ د (ډیمو کراسي پلوو) فعالینو جرات او عزم خوښ کړي يوو.

دوی د یو سوله ایز ډیمو کراټیک بدلون او خپلو بشري حقونو ته د درناوي غوښتنه کوي."

په نړۍ کې د بشري حقونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په دې کلني راپور کې د ایران، عراق، اوکراین، روسیې او بلاروس حکومتونه د بشري حقونو جدي سرغړونکي بلل شوي دي.

میرمن کلینټن په خپلو خبرو کې په ځانګړې توګه د روسیې یادونه وکړه :

"په روسیه کې موږ د مدني ټولنو پر ډلو د بندیز شاهدان وو، چې پر تاو تریخوالي بدل شو، همدارنګه پر ژورنالیستانو او ډیموکراسي پلوو فعالانو بریدونه شوي او وژل شوي دي."

میرمن کلینټن همدا راز د ایران یادونه وکړه، چې د راپور په وینا تر انتخاباتو راورسته یې د زور زیاتي او ویرولو کمپاین ته دوام ورکړی دی.

دا کمپاین د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ له انتخاباتو چې محمود احمدي نژاد په کې د دویمې دورې لپاره ولسمشر وټاکل شو پیل شوی دی.

د میرمن کلینټن په وینا تهران بې محکمې وژنې کړي او په دې ترڅ کې یې ماشومان او هغه کسان اعدام کړي چې په غیرې عادلانه محکمو کې پر مرګ محکوم شوي وو :

"موږ بیلا بیل راپورونه تر لاسه کړي، چې په ۲۰۱۰ عیسوي کال کې په ایران کې حکومت تر ۳۰۰ زیات کسان اعدام کړي، چې ډیر يې په دې هېواد کې له میشتو اقلیتونو څخه وو."

د امریکا د متحدو ایالتونو په دې راپور کې چین، میانمار، عاج ساحل او زیمبوابې هم د بشري حقونو سرغړونکې بلل شوې دي.

د منځني ختیځ په اړه دا راپور وايي هغه مشهور انقلابونه چې په تونس او مصر کې یې واکمن راوپرزول ټوله سیمه د یو ښه بدلون خواته بیولی شي او ددې هېوادونو خلک اوس د د داسې ډیموکراټيکو حکومتونو پر جوړولو کار کوي، چې بشري حقونو ته درناوی ولري.

لیبیا چې دا مهال د معمر قذافي او د ده د ۴۲ کلنې واکمنۍ د مخالفو وسلوالو ترمنځ د کورنۍ جګړې پر ډګر بدله شو ې، دا راپور يې په اړه وايي، تیرکال په کې حکومت ظالمانه نیونې او شیکنجه کونې کړې دي.

د سوریې په اړه هم دا راپور وايي، چې امنیتي ځواکونو په کې غیرې قانونې وژنې کړي او سیاسي او د بشري حقونو فعالان یې بندیان کړ ي او شکنجه کړي دي.

میرمن کلینټن وايي، واشینګټن د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هغو خلکو ملاتړ کوي چې د بشري حقونو د جهاني معیارونو او په ټولنو کې د ډیموکراټیکو پرمختګونو لپاره مبارزه کوي.
XS
SM
MD
LG