خبرونه
سلګونه افغانان د جمعې په ورځ له پاکستان او ایران خپل هیواد ته ستانه شوي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې د جمعې په ورځ نږدې ۱۷۰۰ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه کړای شوي دي .
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې له دوی څخه ۱۴۴۷ تنه له پاکستان څخه د تورخم او سپین بولدک له لارې اخراج شوي، او ۲۴۲ نور له ایران څخه د نیمروز او اسلام کلا له لارې ایستل شوي دي.
هغه دا هم اعلان وکړ چې له ایران او پاکستان څخه راستنیدونکو ځینو کډوالو کورنیو سره مرسته کیږي.
د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په دې وروستیو کې وویل چې یوازې په یوه اونۍ کې په پاکستان کې ۲۰۶۳ افغان کډوال نیول شوي او بندیان شوي دي.
له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل په ۲۰۲۵ کال کې په چټکۍ سره دوام درلود، او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د احصایو له مخې، په ۲۰۲۵ کال له پاکستان څخه د ایستل شویو کډوالو شمیر له یو ملیون څخه واوښت.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
بینیټ: افغان ښځې او نجونې د روغتیايي خدماتو په ترلاسه کولو کې له جدي خنډونو سره مخامخ دي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتو ځانګړي راپورورکوونکي نن د روغتیا د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې افغان ښځې او نجونې د روغتیايي خدماتو په ترلاسه کولو کې له جدي خنډونو سره مخامخ دي.
ریچارډ بینیټ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې پر تګ راتګ، زدهکړو او د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر فعالیتونو محدودیتونه روغتیايي نظام کمزوری کوي او د مخنیوي وړ کړاو او د ژوند بایللو سبب کېږي.
نن د اپریل اوومه د روغتیا د نړیوال سازمان د جوړېدو ۷۸ کالیزه ده. د ملګروملتو د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) په ۱۹۴۷ م کال د عامې روغتیا د وضعیت د ښه کېدو لپاره د نړیوالو همکاریو د لا زیاتېدو په هدف جوړ شو.
په ۳۲ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی، د سالنګ لاره هم بنده ده
د هواپېژندنې ادارو نن د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی دی.
د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د ختیځو، مرکزي، جنوبي او جنوب ختیځو ولایتونو لپاره په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۵ کیلومتره چټکو بادونو، په سړو او لوړو سیمو کې د واورې د اورېدو، او له ۱۰ تر ۶۵ میلی متره پورې د ورښت اټکل کړی دی.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (فاو) ویلي چې په افغانستان کې پرله پسې بارانونه لا هم دوام لري، او تمه ده چې په مرکزي، ختیځو او جنوب ختیځو سیمو کې تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې په همدې ډول نسبتاً شدید ورښتونه وشي.
له بلې خوا د طالبانو تر کنترول لاندې د ټولګټو وزارت اعلان کړی چې د سالنګ لویه لاره تړل شوې ده.
د دې وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس په ایکس کې لیکلي چې د سالنګ لویه لاره د واورې ورېدو او طوفان له امله له تېرې شپې (۱۷ حمل) راهیسې د مسافرو او بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.
هغه له خلکو غوښتنه کړې چې تر بلې خبرتیا پورې د سالنګ پر لور سفر ونه کړي.
په همدې حال کې، د کابل–جلالآباد لویه لاره لا هم د ترافیکو پر مخ نه ده پرانیستل شوې.
دغه لویه لاره څو ورځې وړاندې د بارانونو او سېلونو له امله تړل شوې وه.
په خوست کې د یوه دېوال د نړېدو په پېښه کې ۳ ښځې مړې شوي
په خوست کې د طالبانو سیمهییز چارواکي وایي چې د دې ولایت په مرکز کې د یوه کور د دېوال د نړېدو له امله درې ښځې مړې شوې او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
د باختر دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه د دوشنبې په ماسپښین (۱۷ حمل) د خوست ښار په ګنګیني کلي کې شوې ده.
د طالبانو چارواکو ویلي چې دېوال د بارانونو له امله زیانمن شوی و او وروسته راپرېوتی دی.
له پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې د شمېرو له مخې، د وروستیو طبیعي پېښو لکه درنو بارانونو او سېلونو له امله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۱۰ کسان مړه شوي او ۱۶۰ نور ټپیان دي.
د افغانستان په جګړه کې اتل استرالیايي سرتېری په حنګي جرم تورن شو
د استرالیا یو سرتېری، چې پخوا د جګړې د اتل لقب ورکړل شوی و، په افغانستان کې د ادعا شويو جنګي جرمونو له امله نیول شوی دی.
فدرالي پولیسو د هوايي خدماتو پخوانی ځانګړی سرتېری ۴۷ کلن بن رابرټس-سمیت، د هغو تورونو له امله ونیوه چې ګواکي ده د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ بېوسلې بندیان وژلي دي.
چارواکي وایي چې پر نوموړي د جګړې د جرمونو په تړاو د وژنې ۵ تورونه پورې شوي دي، او څېړونکي ادعا کوي چې قربانیان یا خپله ده ویشتلي او یا د هغه د امر پر بنسټ د ده تر قوماندې لاندې کسانو وژلي دي.
بن رابرټس-سمیت، چې د استرالیا لوړ نښان یې ګټلی، دا تورونه د اتلولۍ له مقامه د یوه تورن کس مقام ته رسوي.
د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلونو کشره لوبډله له ترکمنستان سره مخامخ کېږي
د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلونو کشره لوبډله نن (سېشنبې) د منځنۍ اسیا د فوټبال د تنکیو لوبډلو د سیالیو په دوام کې له ترکمنستان سره مخامخ کېږي.
دا سیمهییز ټورنمنټ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره کېږي او د منځنۍ اسیا پنځه لوبډلې پکې برخه لري.
ټاکل شوې چې دا لوبه د کابل پر وخت د مازدیګر په ۴:۳۰ بجې پیل شي.
دا مسابقه د افغانستان د لوبډلې لپاره ځانګړی اهمیت لري، ځکه چې خپله لومړۍ لوبه یې پرون پر قرغیزستان وبایلله.
که دا لوبه هم وبایلي، نو په پاتې سیالیو کې به پر لوبډلې فشار نور هم زیات شي.
افغانستان، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او قرغیزستان د منځنۍ اسیا تر اوولس کلونو کشرو لوبډلو په سیالیو کې ګډون لري.
سعودي وايي، هوايي دفاعي سیستمونو یې د ۱۱ توغندو مخه نیولې ده
د سعودي عربستان رسنيو د سېشنبې په ورځ د دغه هېواد د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړی، چې د هوايي دفاع سیستمونو یې د هېواد په ختیځو سیمو کې ۱۱ بالستیک توغندي شنډ او له منځه وړي دي، او د ځینو توغندیو پاتې شوني د انرژۍ تاسیساتو ته نژدې لوېدلي دي.
د دفاع وزارت ویاند ویلي، چې په لومړي سر کې څلور توغندي شنډ شول، او وروسته اووه نور بالستیک توغندي هم، چې همدې سیمې ته توغول شوي وو، له منځه یوړل شول.
چارواکو ویلي چې د احتمالي زیانونو ارزونه روانه ده.
په همدې حال کې، په خواله رسنیو کې د الجبیل په صنعتي سیمه کې د اور لګېدو تصویرونه خپاره شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس هم د سعودي د سرچینو په قول ویلي چې د دغه هېواد پر پېټروکیمي (کیمیاوي صنعت) تاسیساتو باندې برید شوی دی.
د الجبیل سیمه د انرژۍ او پېټروکیمي مهم تاسیسات لري.
په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې یو وار بیا لوړې شوې
د تېلو بیې نن (سې شنبې) وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، ایران ته ګواښونه وکړل، یو وار بیا لوړې شوې.
ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې که تر ټاکلي ضربالاجل پورې هرمز تنګی نه پرانیزي، نو د دې هېواد ملکي تاسیسات به په نخښه شي.
په مقابل کې، تهران ګواښ کړی چې که دا کار وشي، نو د خلیج په سیمه کې به د انرژۍ تاسیسات په نخښه کړي.
د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې د بوشهر اتومي بټۍ په شاوخوا کې د بریدونو د درېدو غوښتنه وکړه
د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي رئیس رافائل ګروسي، د دوشنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې په یوه پیغام کې د بوشهر اتومي بټۍ (د ایران په جنوب کې) پر شاوخوا سیمو باندې د بریدونو د سمدستي درولو غوښتنه وکړه.
د ښاغلي ګروسي په وینا، پر دې اتومي بټۍ یا د هغې پر شاوخوا سیمو برید «د اتومي خوندیتوب لپاره یو ډېر ریښتینی خطر دی او باید سمدستي ودرول شي».
د راپور له مخې، د متحدم ایالتونو او اسرائیل له خوا پر ایران د ګډو بریدونو له پیل څخه چې تر اوسه شاوخوا ۴۰ ورځې تېرې شوې، د بوشهر د ۱۰۰۰ میګاواټه اتومي بټۍ څلور ځله په نښه شوې ده. وروستی برید د تېرې شنبې په ورځ شوی و.
رافائل ګروسي زیاته کړه چې په دغو بریدونو کې په یوه پېښه کې بم یوازې ۷۵ متره لرې له بټۍ ولګېد. هغه خبرداری ورکړ چې پر دې ځای برید «یوه جدي راډیولوژیکي پېښه رامنځته کولی شي، چې د ایران دننه او له دې هېواد بهر د خلکو او چاپېریال لپاره به زیانمنې پایلې ولري».
د اروپايي شورا ريیس پر ملکي تاسیساتو بریدونه عیرقانوني وبلل
د اروپايي شورا رئیس انتونیو کوستا ویلي چې د ملکي زیربناوو، په ځانګړي ډول د انرژۍ تاسیساتو په نخښه کول غیرقانوني او د منلو نه دي.
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي:
«د منځني ختیځ له پنځه اوونیزې جګړې وروسته، ښکاره ده چې یوازې ډیپلوماټیک حل کولای شي د دې بحران ریښې ختمې کړي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ډونالډ ټرمپ ایران ته ضربالاجل ټاکلی چې هرمز بېرته پرانیزي، که نه د دغه هیواد برېښناکوټونه به له منځه یوسي.
ویل کېږي چې دا تنګی له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د سپاه پاسداران له خوا تړل شوی دی.
کوستا له ایران وغوښتل چې بریدونه ودروي او د سمندري تګ راتګ ازادي بېرته تأمین کړي.
په کابل کې یوې مور ۵ ماشومان وزېږول
په کابل کې ایمرجنسي روغتون اعلان کړی چې یوې افغان مور پنځهګوني ماشومان زېږولي دي.
روغتون ویلي چې دماشومانو، له دې سره سره چې لا یې اووه نیمې میاشتې تېرې شوي، روغتیايي وضعیت ښه دی.
روغتون هیله څرګنده کړې چې دا ماشومان به په سوله او امن کې لوی شي.