نړۍ
ایران کې لږ تر لږه ۷ مظاهره چیان وژل شوي
په ایران کې د تازه لاریونونو پر مهال لږ تر لږه اوه کسان وژل شوي دي.
ځینو رسنیو د اولسو او ځینو نورو بیا د ۳۲ کسانو د ټپي کېدو راپور هم ورکړی.
د ازادي راډیو فردا څانګې ته د ور رسېدلو ویډیوګانو له مخې امنیتي ځواکونه په خلکو اوښکی بهوونکی ګاز کاروي او د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.
په یوه پېښه کې د فارس نیمه دولتي خبري اژانس په خپله هم تایید کړې چې دری تنه د لُرستان ولایت په ازنا ښار کې د پولیسو یوه مرکز ته د ننوتلو پر مهال وژل شوي.
مظاهرې چې د ډالرو او سرو زرو د بیو د بېساري لوړېدو په غبرګون پیل شوې وې نن جمعه شپږمې ورځې ته رسیدلي.
د ایران د بشري حقونو د فعالانو خبري ارګان هرانا راپور ورکړی چې لږ تر لږه ۱۱۹ مظاهره چیان هم د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
مظاهرې څه باندې دېرشو ښارونو ته غځېدلي او پر مهال یې ښکاري چې خلک د رژیم او امنیتي ځواکونو پر ضد شعارونه ورکوي.
هرانا د ایران د بشري حقونو د مظاهرو پر مهال د امنیتي ځواکونو له خوا په خلکو د اوښکي بهوونکي ګاز او ډزو راپورونه ورکړل شوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ټرمپ وايي که ایران سوله ییز مظاهره چیان ووژني امریکا به هغوی وژغوري
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي که ایران مظاهره چیان ووژني دوی به یې ژغورنې ته ودانګي.
ټرمپ په خپله تروث سوشیال پاڼه کې نن په دې اړه یو بیان ورکړی.
هغه لیکلي:« که ایران سوله ییز لاریونوال ووژني چې دا یې رسم دی، متحده ایالات به د هغوی ژغورنې ته ور ودانګي.»
د هغه په خبره امریکا د اقدام لپاره چمتو ده.
د راپورونو له مخې په ایران کې چې مظاهرې نن شپږمې ورځې تر رسېدلي لږ تر لږه اوه تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د بشري حقونو مدافع ډلو راپور ورکړی چې امنیتي ځواکونو پر مظاهره چیانو ډزې کړي او له تاوتریخوالي یې کار اخیستی.
د ایران شاوخوا ۳۰ ښارونو کې د ډالرو او سرو زرو د بیو د بېساري لوړېدو په غبرګون مظاهرې روانې دي.
د مظاهره چیانو په مرګژوبلې سربېره لږ تر لږه ۱۲۰ مظاهره چیان نیول شوي هم دي.
د ایران د مظاهرو په ترڅ کې د اوو تنو د تلفاتو راپورونه خپاره شوي
ایراني چارواکو نن د ایران په بیلابیلو سیمو کې د اعتراضونو د مخنیوي لپاره چمتوالی نیولی.
د اونۍ له پیله په ایران کې د اقتصادي ستونزو له امله خلکو لاریونونه پيل کړې دي. د دولت تر واک لاندې رسنیو او د نړیوالو بشري حقونو ډلو پرون راپور ورکړ چې د اعتراضونو پرمهال د امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو ترمنځ د اخ وډب پرمهال لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوې دي.
حکومتي رسنۍ معترضانو ته د بلواګرو خطاب کوي او هغوی ملامتوي.
ایراني چارواکو تر اوسه دغه راپورونه نه دي تایید کړي، او ازادې راډیو هم ونه شول کولای چې دا راپورونه په خپلواکه توګه تایید کړي.
په سویس کې د اورلګیدو له امله په لسګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
د سویس پولیس وایي، د کران مونتانا په تفریحي ښار کې د نوي کال د لمانځلو پرمهال د اورلګیدو له امله شاوخوا څلویښت تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نژدې سل تنه نور ټپيان شوي.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې داسې ښکاري چې اور چا قصدا اچولی وي.
ځیني قربانیان ډير سوځیدلي دي چې پيژندل یې سخته دي.
دا پېښه د شپې د یوې نیمې بجې خواته رامنځته شوه.
سیمه امنیتي ځواکونو کلابنده کړې ده، د دې سیمې پر سر یې الوتنې بندې کړې دي او پولیس وایي چې تر اوسه د اورلګیدو علت نه دی روښانه شوی.
زیلینسکي: سوله کوو، خو په هره بییه نه
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د نوي کال هرکلی په یوې وینا وکړ او ژمنه یې وکړه چې له روسیې سره به د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې د تړون لپاره هڅو ته دوام ورکړي، خو نوموړي وویل داسې هم ممکنه نه ده چې په هره بییه موافقه وشي.
د زیلینسکي د تیرې شپې دا تلویزیوني وینا یو ویشت دقیقې وه. ده وویل چې د متحده ایالاتو په منځګړیتوب د سولې تړون "۹۰ سلنه" بشپړ شوی، خو نوموړي خبرداری ورکړ چې پاتې ۱۰ فیصده به ستونزمن وي او دا به "د سولې، اوکراین او اروپا برخلیک" وټاکي.
د اوکراین ولسمشر بیا وویل، اوکراین سوله غواړي خو په هر قیمت یې نه غواړي. زیلینسکي زیاته کړه چې د جګړې پای ته رسیدل غواړي، خو د اوکراین ختمیدل نه غواړي.
د ایران د بسیج ځواکونو یو غړی ووژل شو
د ایران د امنیتي ځواکونو یو غړی د اعتراضونو په ترڅ کې وژل شوی دی.
دا خبر نن پنجشنبه د ایران دولتي تلویزیون خپور کړ.
دې تلویزیون د لرستان ولایت د والي د مرستیال سعید پورعلي په وینا وویل چې د بسیج ځواکونو یو تن چې یو ویشت کاله عمر یې و، د کوهدشت په ښار کې د چهارشنبې په شپه په داسې حال کې ووژل شو چې د عمومي نظم د حفاظت لپاره یې هڅه کوله.
پورعلي ادعا کوي چې دا سرتیری د بلوا کوونکو له لورې وژل شوی دی.
د یکشنبې له ورځې راهیسې چې په ایران کې اعتراضونه پيل شوې دي، دا د مړینې لومړی خبر دی.
بسیج د ایران د سپاه پاسداران انقلاب تر سیورې لاندې ملیشه ده چې د ایران د دولت پياوړی مټ ګڼل کیږي.
په سویس کې د نوي کال په شپه چاودنې یوشمیر کسان وژلي
د سویس پولیسو نن وویل چې د دغه هیواد په جنوب لویدیځ کې د کران-مونتانا د سکي د یوه مرکز په بار کې د چاودنې او اورلګیدنې له امله یوشمیر کسان وژل شوي او ټپيان شوې دي.
سکای نیوز تلویزیون د پولیسو په وینا خبر ورکړ چې تر لږه لس تنه وژل شوي دي، خو یوشمیر سیمه ییزې رسنۍ وایي چې ښایي تلفات زیات وي.
د پولیسو ویاند وویل چې د چاودنې پرمهال په دې بار کې تر سلو ډیر کسان وو.
دا پیښه تیره شپه یوه نیمه بجه رامنځته شوه. سیمه امنیتي ځواکونو کلابنده کړې ده، د دې سیمې پر سر یې الوتنې بندې کړې دي او پولیس وایي چې تر اوسه د چاودنې علت نه دی روښانه شوی.
په ایران کې پرون (چهارشنبې) د اعتراضونو څلورمه ورځ وه
د ایران په پلازمېنه او څو نورو ښارونو کې د پیل شویو اعتراضونو پرون (چهارشنبې) څلور ورځې پوره شوې.
د اعتراضونو دا نوې لړۍ په ازاد بازار کې د ډالر د ارزښت د بېساري لوړېدا پر ضد پیل شوې ده.
د چهارشنبې په ورځ د فارس ولایت له (فسا) ولسوالۍ څخه داسې ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې چې پکې ګڼ شمېر معترضان د ولسوال د دفتر مخته ښيي.
ویل کېږي چې په دې ښار کې امنیتي ځواکونو پر معترضانو اوښکې بهیوونکی ګاز کارولی او په ځینو تصویرونو کې لیدل کېږي چې معترضان د ولسوالۍ د دفتر د ودانۍ لور ته ډبرې ورغورځوي.
په همدې حال کې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې ګواکې معترضانو د فسا ولسوالۍ پر ودانۍ برید کړی دی.
د ترکیې امنیتي ځواکونو د داعش د غړیو د نیولو خبر ورکړ
ترکیې د اسلامي دولت( داعش) د لسګونو مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکړ.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا پر ایکسپاڼه لیکلي چې یوسل او پنځه ویشت داعشیان نن سهار په ترکیه کې نیول شوې دي.
د ترکیې د کورنیو چارو د وزیر په وینا دا کسان د ترکیې په پنځه ویشت ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو د هممهاله عملیاتو په ترڅ کې توقیف شوې دي.
ترکیې اونۍ مخکې هم د داعش د یوسل او پنځلس کسانو د نیولو ادعا کړې وه او ویلي یې و چې دې کسانو غوښتل د کرسمس او نوي میلادي کال د مراسمو پرمهال په ترکیه کې بریدونه وکړي.
د ایران په پلازمینه او شمیر ښارونو کې د حکومت ضد لاریونونه
په ایران کې لاریونونه له پلازمېنې تهران څخه نورو ښارونو ته غځیدلي دي. دا اعتراضونه د انفلاسیون او د پیسو د ارزښت د کمیدو له کبله له پلازمینې تهران څخه نورو ښارونو ته خپاره شوې دي.
اعتراضونه د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه پيل شول چې د امریکایي ډالر پر وړاندې د ایراني ریال بیه تر بل هر وخت ټیټه شوه، نو همهغه و چې د تهران په لوی بازار کې دوکاندارانو اعتصاب وکړ.
د راپورونو له مخې له تهرانه پرته، په کرج، همدان، ملارد، قشم، کرمانشاه، شیراز، اصفهان او یزد کې هم مظاهرې شوې دي.
پولیسو په ځینو سیمو کې د لاریونوالو د خورولو لپاره له اوښکي بهوونکي ګازه کار اخیستی دی.