خبرونه
د روغتیا نړیوال سازمان: د شري له امله مړینې ۸۸ سلنه کمې شوي
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي دي چې د شري له امله مړینې د ۲۰۰۰ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ شاوخوا ۸۸ سلنه راکمې شوې دي، او د واکسیناسیون هڅو په همدې موده کې نژدې ۵۹ میلیونه انسانان له مرګه ژغورلي دي.
دې سازمان د پنجشنبې په ورځ، (د ډسمبر په ۲۵مه) په په خبرپاڼه کې وویل، سره له دې اوږدمهالو لاسته راوړنو، د شري ناروغي یو ځل بیا په نړیواله کچه د زیاتېدو په حال کې ده او دا چاره د ناروغۍ د کنټرول په برخه کې د تېرو کلونو پرمختګونه له ګواښ سره مخامخ کوي.
د راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې په ټوله نړۍ کې د شري شاوخوا ۱۱ میلیونه پېښې ثبت شوې دي، چې دا د واکسین په پوښښ او عامه روغتیايي سیستمونو کې د موجودو تشو څرګندونه کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د شري د خپرېدو د مخنیوي لپاره پکار ده چې لږ تر لږه ۹۵ سلنه وګړي د شري د واکسین دوه پړاوونه ترلاسه کړي، خو دا هدف لا هم په ډېرو هېوادونو کې نه دی پوره شوی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د طالبانو حکومت د "افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو" کوربه دی
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبې د "افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو" کوربه دی.
د دې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس حافظ ضیا احمدتکل پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" دغه ناسته د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د منځنۍ اسیا هېوادونو د استازو په ګډون پیل شوې ده".
د هغه په ټکو،" په ناسته کې د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسایلو سربیره په سیمه کې د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو پر پراختیا هم خبرې کیږي".
که څه هم د منځنۍ اسیا هېوادونه د طالبانو حکومت په رسیمت نه پیژنې خو نژدې اړیکې ورسره پالي.
ټرمپ؛ په ایران کې د راپرځیدلې ایف ۱۵جنګي الوتکې دویمه عمله ژغورل شوې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ایران کې د راپرځیدلې ایف ۱۵جنګي الوتکې د دویمې عملې د ژغورلو خبر تایید کړ.
هغه نن یکشنبې پر خپل سوشل اکونټ ټروټ کې لیکي،" امریکايي ځواکونو په تیرو څو ساعتونو کې د امریکا د پوځ په تاریخ کې د پلټنې تر ټولو زړور عملیات د دغه پیلوټ د موندلو او ژغورلو لپاره ترسره کړل".
د هغه په ټکو،" دغه زوړ جنګیالی د ایران په خطرناکو غرونو کې د دښمن لومړۍ کرښې ته نژدې و او موږ دښمان شیبه په شیبه ورته نژدې کیدل، هغه تر څارنې لاندې و خو هیڅ کله یوازې نه وه، ځکه زموږ پوځ د هغه موقعیت څاره او په دقیقه توګه يې د ژغورلو پلان جوړ کړ".
له دې مخکې رویتز خبري اژانس د دوو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی و چې د اېف ۱۵جنګي الوتکې دویم پیلوټ په ایران کې ژغورل شوی دی.
د امریکا اېف ۱۵ جنګي الوتکه وړمه ورځ د ایران د تور غره په کهګیلویه سیمه کې سقوط شوې وه.
ایران ویلي و چې دغه جنګي الوتکه يې راپرځولې ده.
تمه ده د افغانستان د فوټبال د ۱۷کلنو کم عمره ملي لوبډله ازبکستان ته لاړه شي
تمه ده د افغانستان د فوټبال د ۱۷کلنو کم عمره ملي لوبډله ازبکستان ته لاړه شي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلومات له مخې تمه ده دغه لوبډله د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې له ۱۷کلونو د کم عمره د ۲۰۲۶کال د کافا په لوبو کې ګډون وکړي.
دغه لوبې د دوشنبې په ورځ د حمل په ۱۷مه پیلیږي.
د افغانستان په ګډون په دې لوبو کې پنځو لوبډلو ګډون کړی دی.
ټرمپ؛ که ایران جوړجاړي ته غاړه کېنیږدي دوزخ به پرې جوړ کړو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،"که ایران تر راتلونکو ۴۸ساعتونو جوړجاړي ته غاړه کېنیږدي او د هرمز تنګۍ خلاص نه کړي دوزخ به پرې جوړ کړو".
هغه دا څرګندونې د شنبې په ورځ پر خپل سوشل اکونټ ټروټ کې لیکي.
د هغه په ټکو،"په یاد مو دي چې ایران ته مو لس ورځنۍ فرصت ورکړ و څو جوړجاړی وکړي یا هرمز تنګۍ پرانیږي، وخت پای ته په رسیدو دی، ۴۸ساعتونه پاتې دي څو پر دوی دوزخ جوړ کړو".
ولسمشر ټرمپ د حمل میاشتې په شپږمه نیټه ویلي و،" د اسلامي جمهوریت په غوښتنه پر ایراني ځواکونو برید تر لسو ورځو ځنډو".
هغه ویلي و،"د اپریل تر شپږمې به برید نه کیږي".
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو کې ایران ته سخت خبرداری ورکړی او ویلي دي،" که ایران جوړجاړی ونه کړي نو حجر وخت به ور وګرځي".
د افغانستان د مدني ټولنو بنسټونه؛ م.م دې د افغانستان او پاکستان د شخړې په حل کې مرسته وکړي
د افغانستان د مدني ټولنو یو شمیر بنسټونو له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې په حل کې مرسته وکړي.
دغو بنسټونو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یو لیک ویلي،" په افغانستان کې د پاکستان او د طالبانو د حکومت کړنو ملکي کسانو او د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا ته تاوان رسولی چې د دې سازمان د منشور نقض او نړیوالې سولې ته لوی ګواښ دی".
دغو بنسټونو له ملګروملتونو غوښتي چې د نړیوالو بشري حقونو له مخې د ملکیانو د ساتنې لپاره لازم اقدامات وکړي.
په لیک کې راغلي،"دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دنده ده چې د افغانانو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي".
نژدې شپږ اونۍ کیږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه روانه ده.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په اورمچي ښار کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د سولې په مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکړی و، خو په اړه ډیر جزیات خپاره کړې نه وو.
د چین په ارومچي ښار کې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د سولې خبرې پیل شوې وې.
دامریکا د بهرنیو چارو وزارت؛ د قاسم سلیماني خورزه او د خور لمسۍ نیول شوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د قاسم سلیماني خورزه او د خور لمسۍ يې نیول شوي دي.
دغه وزارت د شنبې په ورځ په یو بیان کې وویل،"اوسمهال حمیده سلیماني افشار او د هغې لور د امریکا د کډوالۍ او ګمرکي ادارې په توقف کې دي".
په بیان کې حمیده د ایران د "ترهګر رژیم" له سرسختو پلویانو څخه بلل شوې ده.
د بیان په ټکو،"حمیدې پر خپلو ټولنیزو رسنیو داسې مطالب خپاره کړي چې د ایران د رژیم په پلوۍ وو".
دغه وزارت حمیده د ایران حکومت ته په "تبلغ" تورنه کړې ده.
د قاسم سلیماني خورزه وروسته له هغې نیول کیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په امریکا کې د حمیدې او د هغې د لور د میشتیدو اسناد "ګرین کارډونه" لغوه اعلان کړل.
قاسم سلیماني د ایران د قدس ځواکونو پخوانی قومندان و چې په عراق کې د امریکا په برید کې ووژل شو.
د بهرنیو چاور وزارت په بیان کې وړاندې راغلي، د حمیدې او د هغې د لور د اسناد د لغوه کیدو سربیره، امریکا ته د هغې د خاوند په داخلیدو هم بندیز لګول شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بیان له مخې، مارکو روبیو د روانې میاشتې لومړیو کې د ایران د ملي امنیت عالي شورا د مخکیني مشر علي لاریجاني د لور فاطمې اردشېر لاریجاني او د هغې د خاوند سید کلانتر معتمدي د اوسېدو اسناد هم لغوه کړي وو.
په افغانستان کې د ورښتونو او سیلونو تلفات ۷۷ ته ورسید
له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي اداره وایي، د وري میاشتې له شپږمې تر دې مهاله په افغانستان کې د ورښتونو له امله اووه اویا کسان وژل شوي او یوسل او اووه دیرش نور ټپيان شوې دي.
له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي د ادارې ویاند حافظ محمد یوسف حماد نن وویل چې د دې مرګ ژوبلې ترڅنګ ورښتونو او سیلونو دوه زره شپږ سوه درې اویا کورونه په بشپړ ډول ویجاړ کړې دي او څه باندې یولس زره جریبه مځکه یې تخریب کړې ده.
په افغانستان کې د شنبې د شپې زلزلې ۱۲ تنه ووژل
د طالبانو چارواکو او سرې میاشتې خبر ورکړ چې د جمعې شپې د زلزلې له امله په افغانستان کې دولس تنه وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوې دي.
په وژل شویو کې اته تنه د یوې کورنۍ غړي دي چې د کابل په بګرامي کې کور پرې نړیدلی دی .
د امریکا د جیولوجي سروې ادارې په وینا دا زلزله د ریښتر پنځه اعشاریه اته درجې وه او مرکز یې په بدخشان کې و.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد اله فطرت وایي چې پنځه کورونه یو مخ نړیدلي، درې دیرش کورونه لږ تخریب شوي او له لویه سره څلویښت کورنۍ د دې زلزلې له امله اغیزمنې شوې دي.
د ایتالیا صدراعظمه له جدې، دوحې ته ولاړه
د ایټالیا صدراعظمه نن قطر ته ولاړه، دې پرون د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د سیمې د وضعیت په تړاو د جدې په ښار کې خبرې وکړې.
جورجیا ملوني د فبروري له اته ویشتمې راوروسته چې اسراییل او امریکا پر ایران برید پيل کړی دی، د لویدیځ لومړۍ مشره ده چې خلیج هیوادونو ته سفر کوي.
دا به نن سیمې ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې متحده عربي اماراتو ته هم ولاړه شي.
په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو تلفات تر ۶۰ واوښتل
د طالبانو حکومت د مارچ له شپږویشتمې راهیسې د ورښتونو له امله د یو شپیته کسانو د وژل کیدو خبر ورکړ.
د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد په ایکسپاڼه کې نن لیکلي دي چې د ورښتونو او سیلونو له امله یوسل او شپاړس تنه نور ټپيان شوې دي.
مجاهد زیاتوي چې دوه زره څلور سوه اته څلویښت کورونه هم زیانمن شوي او نژدې اووه ویشت زره جریبه مځکه تخریب شوې ده.
د څه باندې یوې اونۍ په ترڅ کې د ورښتونو او سیلونو له امله په افغانستان کې د یوزر او پنځه څلویښت څارویو د مړینې راپورونه هم خپاره شوې دي.