خبرونه
د افغانستان او پاکستان له ۱۹ کلنو لږ عمره کرکټ لوبډلو سیالي
ټاکل شوې ده چې سبا شنبه د افغانستان د کرکټ له نولس کلونو کم عمره لوبډله له خپلې پاکستانۍ سیالې لوبډلې سره یو ورځنۍ لوبه وکړي.
دا لوبه به د زیمبابوې په پلازمېنې هرارې کې ترسره شي.
د افغانستان، پاکستان او زیمبابوې له نولس کلونو کم عمره لوبډلو په خپلو کې یو لړ مسابقې پیل کړې دي چې پرون یې لومړۍ لوبه د افغانستان او کوربه زیمبابوې ترمنځ وه. په دې لوبه کې افغان بالرانو د زیمبابوې ټول لوبغاړي د (۹۰) منډو په له لاسه ورکولو سره وسوځول او په ځواب کې یې د افغانستان لوبغاړو اته شپیته منډې کړې وې، یو لوبغاړی یې سوځیدلی و، خو باران وشو او لوبه بې نتیجې پای ته ورسیده.
د دغو دریو هیوادونو تر منځ دا لوبې له نولس کلنو لږ عمره کرکټ نړیوال جام ته د چمتوالي لپاره روانې دي چې ټاکل شوې ده د راتلونکې جنوري میاشتې په نیمایي کې د زیمبابوې او نامیبیا په کوربتوب پيل شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبانو په ټول هیواد کې هر ډول مظاهرې منع اعلان کړې
د طالبانو د عدالیې وزارت اعلان وکړ چې د پولیسو لپاره یې یو نوی قانون تصویب کړی چې په ټول افغانستان کې هر راز مظاهرې منع کوي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا قانون، چې دوه څپرکي، ۵ فصلونه او ۵۳ مادې لري، د دوی د مشر هیبت الله اخوندزاده له لوري توشیح شوی او په رسمي جریده کې خپور شوی دی.
د دې قانون په پنځوسمه ماده کې ویل شوي چې د افغانستان په ټوله خاوره کې هر ډول مظاهرې منع دي.
د دې قانون تطبیق د کورنیو چارو وزارت دنده بلل شوې او د پولیسو، چې دوی پرې شرطه نوم ایښی، ځینې نور مسوولیتونه هم یاد شوي دي.
د برلین ته څېرمه د وسلو پټ زیرمتون موندل شوی
د جرمني امنیتي چارواکي د برلین ښار ته څېرمه په یوه ځنګلي سیمه کې د وسلو د پټ زیرمتون په اړه څېړنه کوي. په دغه ځای کې دوه تومانچې او یو شمېر مرمۍ موندل شوې دي.
د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، ښايي دغه وسلې د روسیې د استخباراتي شبکو په استازیتوب د هدفمنو بریدونو یا ترورونو لپاره ساتل شوې وې.
د دې قضیې په تړاو یو شکمن کس په رومانیا کې نیول شوی او د جرمني د کورنیو چارو وزیر وايي، د هغه د احتمالي سپارلو لپاره له رومانیا سره خبرې روانې دي.
د جرمني چارواکي وايي، په وروستیو میاشتو کې په دغه هېواد کې د جاسوسۍ، ورانکارۍ او سایبري بریدونو ګواښونه زیات شوي دي. روسیې تر اوسه په دې قضیه کې د لاس لرلو ادعا نه ده منلې.
د هسپانیا د ختیځ په ځنګلونو کې پراخ اور؛ شاوخوا زر کسان ایستل شوي
د هسپانیا د ختیځ په ځنګلونو کې د پراخ اور د لګېدو له امله والنسیا ښار ته څېرمه د ګاتوا کلي له شاوخوا سیمو څخه شاوخوا زر کسان ایستل شوي دي.
ځايي چارواکو ویلي، هغو کسانو ته چې شخصي موټرونه نه لري، خوندي سیمو ته د انتقال لپاره بسونه برابر شوي دي.
ویل کېږي اور د پنجشنبې په وروستیو کې د تندر د لوېدو له امله پیل شوی، خو تر اوسه نه دی مړ شوی او له امله یې تر اوسه تر ۴۰۰ هکټاره ډېرې ځمکې سوځېدلې دي.
ګاتوا په عادي حالت کې شاوخوا ۴۵۰ تنه نفوس لري، خو د دوبي په موسم کې د سیلانیانو د ورتګ له امله د دغه کلي د اوسېدونکو شمېر نژدې دوه برابره کېږي.
د امریکا فدرال قاضي د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره د ویزو د بندیز پالیسي لغوه کړه
د امریکا یوه فدرالي قاضي د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره د کډوالۍ ویزو د صادرولو بندیز لغوه کړی دی.
فدرال قاضي جینټ وارګاس د جمعې په ورځ، د اګست ۲۱مه، په خپل حکم کې دغه پالیسي له قانون سره په ټکر کې بللې او ویلي یې دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دې پالیسۍ په پلي کولو کې له خپل قانوني صلاحیت څخه اوښتی دی.
دې پالیسي، چې د روان کال له جنورۍ راهیسې عملي شوې وه، د افغانستان، برازیل، مصر، ایران، عراق، نایجیریا، سومالیا، تایلنډ او یمن په ګډون د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره د کډوالۍ ویزو د صادرولو بهیر درولی و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي و چې د دې پرېکړې هدف دا و چې کډوال له دولتي مرستو څخه ناوړه ګټه وانخلي او د امریکا پر ټولنې د مالي بار په توګه بدل نه شي.
د محکمې د حکم له مخې، هغه ویزې چې یوازې د همدې پالیسۍ پر بنسټ رد شوې دي، باید لغوه نه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د محکمې د دې پرېکړې په اړه څرګندونې نه دي کړې. د امریکا حکومت کولای شي د دغه حکم پر وړاندې د استیناف غوښتنه وکړي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې واک ته د ډونالډ ټرمپ له بېرته ستنېدو وروسته د امریکا د کډوالۍ په سیاست کې پراخ بدلونونه راوستل شوي او د کډوالو د راتګ د کمولو او د هغوی د ایستلو د بهیر د زیاتولو لپاره یې سخت اقدامات پیل کړي دي.
په ازبکستان کې یو افغان د نشهیي توکو د قاچاق په تور نیول شوی
د ازبکستان د ترمذ ښار په نړیوال سوداګریز مرکز کې یو افغان وګړی د نشهیي توکو د قاچاق او پلورلو په تور نیول شوی دی.
ازبکستاني رسنیو د شنبې په ورځ، د اګست په ۲۲مه، راپور ورکړ چې دغه افغان هغه مهال ونیول شو چې ادعا کېږي په پټه یې پر یوه پیرودونکي د ۲۵۰۰ ډالرو په بدل کې تریاک پلورل.
د راپور له مخې، له دغه ۲۳ کلن افغان سره د نیول کېدو پر مهال ۵۰۶ ګرامه تریاک موندل شوي دي.
په همدې حال کې، له افغانستان څخه منځنۍ اسیا او له هغه ځایه اروپا ته د نشهیي توکو قاچاق لا هم د سیمې د هېوادونو لپاره یوه جدي اندېښنه بلل کېږي.
د نړۍ د سوکوهنې پخوانی اتل زولاني ټيټي په ډزو وژل شوی
د نړۍ د سوکوهنې پخوانی اتل زولاني ټيټي په ډزو وژل شوی دی.
نړیوالو اژانسونو د سویلي افریقا د پولیسو په حواله پرون جمعه راپور ورکړی چې دغه پخوانی اتل په خپل موټر کې په ډزو ویشتل شوی دی.
پولیسو ویلي، له ۳۸کلن زولاني ټیټي سره یوه ۲۷کلنه ښځه هم په ډزو ویشتل شوی چې ټپي ده.
تراوسه د برید انګیزه معلومه نه ده.
زولاني ټيټي د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸کلونو په منځ کې د فلای ویټ په کټکورۍ کې د نړیوالې اتلولی کمربند درلوده او په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو کې يې د سوکوهنې نړیوال سازمان بنټم ویټ اتلولي ګټلې وه.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي عایشې وهاب ته د بریا مبارکي ورکړې
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي عایشې وهاب ته د بریا مبارکي ورکړه.
هغه نن شنبه د (اګسټ۲۲مه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" خوشاله یم چې یوه افغان اصله ښځه د لومړی ځل لپاره د امریکا کانګرس ته لار پیدا کوي او دا بریا ورته مبارکي وايم".
ښاغلي کرزي وړاندې لیکي،"که چیرته د افغانستان دننه او بهر ښځو او نجونو ته مناسب فرصتونه برابر شي کولی د ټولنې په وده او پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي".
عایشه وهاب لومړنۍ افغان اصله امریکايۍ ده چې له کالیفورنیا ایالت څخه کانګرس ته بریالۍ شوې ده.
هغې په ۲۰۱۸ کال کې د ټاکنو له لارې د هایوارډ ښار د شورا غړیتوب ترلاسه کړې و.
یونیسیف: په افغانستان کې د زده کړو بندیز د نجونو راتلونکی له خطر سره مخ کړی
د ملګرو ملتونو د ماشومان د ساتنې صندوق یونیسیف وايی،" په افغانستان کې د زده کړو بندیز د نجونو راتلونکی له خطر سره مخ کړی دی".
دغه صندوق پرون جمعه پر خپلې ویب پاڼې لیکي،"په تیرو پنځو کلونو کې څه باندې ۲.۶میلیونه نجونې له زده کړو راګرځول شوي دي".
د یونیسیف په ټکو،" موږ تل په افغانستان له زده کړو ملاتړ کړی او له طالب چارواکو مو په ځلونو غوښتي چې پریږدې نجونې بیرته ښوونځیو او پوهنتونو ته راستنې شي".
له ۲۰۲۱کال راهیسې له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي افغانې نجونې له زده کړو محرومې شوي دي.
امریکا پر ایران تازه اقتصادي بندیزونه وضعه کوي
تمه ده د امریکا د خزانې وزیر د دوشنبې پر ورځ پر ایران د تازه اقتصادي بندیزونو جزیات اعلان کړي.
سکاټ بسنټ ویلي،" دا به پر تهران د تاریخ تر ټولو سخت اقتصادي بندیزونه وي".
واشنګټن له چین غوښتي چې په دې اقتصادي بندیزونو کې ورسره همکاري وکړي.
تراوسه معلومه نه ده چې دغه بندیزونه به په کومو برخو کې وي.
دې بندیزونو ته په غبرګون کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي نن شنبه وویل،" د امریکا بندیزونه د ملګرو ملتونو په ټولو خپلواکو غړو هېوادونو د یوه بهرني حاکمیت د تحمیلولو هڅه ده".
د هغه په ټکو،" دغه بندیزونه په نړیوالو قوانیو کې هیڅ اساس نه لري".
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون جمعه ویلي و،" ایرانیان ډير غواړي چې هوکړه وکړي، خو زه فکر کوم چې دوی هوکړې ته تیار نه دي".
ولسمشر ټرمپ له دې مخکې خبرداری ورکړی و چې له ایران سره مالي مرسته کوونکي هېوادونه به له بدو اقتصادي پایلو سره مخ شي.
د اوکراین پر کریوی ریه ښار د روسیې په بریدونو کې ۱۴کسان وژل شوي او له سلو ډیر ټپیان دي
د اوکراین پر کریوی ریه ښار د روسیې په بریدونو کې ۱۴کسان وژل شوي او له سلو ډیر ټپیان دي.
د بې پیلوټه الوتکو په دغه بریدونو کې پرون جمعه د (اګسټ۲۱مه) په کریوی ریه ښار کې یو سوداګریز مرکز په نښه شوی دی.
اوکرایني چارواکو ویلي،" په وژل شویو او ټپیان کې ماشومان هم شامل دي".
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وویل،" روسیي بې پیلوټه الوتکو دوه ځلې بریدونه وکړل".
د هغه په ټکو،"لومړی برید پر یو سوداګریز مرکز و، کله چې خلک د مرستې لپاره سیمې ته ورسیدل دویم برید وشو".
د زلنسکي په وینا،" د روسیې د بریدونو ځواب به خامخا ورکوو".
سیمه ییز چارواکو وویل،" ۱۲۱ کسان ټپیان شوي چې ۲۲ تنه يې ماشومان دي".
له دې بریدونو یوه ورځ مخکې د پلازمینې کیف پر شاوخوا سیمو د روسیې په بریدونو کې ۱۷کسان وژل شوي وو.