خبرونه
ټرمپ: دا به عاقلانه وي چې مادورو د وینزویلا له ولسمشرۍ لاس واخلي
د امریکا ولسمشر پرون (دوشنبه، د مرغومي په لومړۍ) وویل چې دا به عاقلانه وي که د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو له واکه لاس واخلي، او زیاته یې کړه چې متحد ایالتونه کولای شي هغه تېل چې په وروستیو اوونیو کې یې د وینزویلا په ساحلونو کې نیولي، یا وساتي او یا یې وپلوري.
پر مادورو د ډونالډ ټرمپ د فشار په کمپاین کې په سیمه کې د امریکا د پوځي حضور زیاتوالی او پر هغو بېړیو څو پوځي بریدونه شامل دي چې ویل کېږي د جنوبي امریکا د دې هېواد په شاوخوا، په ارام سمندر او کارابین سمندر کې د نشهيي توکو په قاچاق کې ښکېلې وې.
د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.
کله چې خبریالانو د امریکا له ولسمشره وپوښتل چې ایا هدف دا دی چې مادورو له واکه لېرې شي، هغه وویل: «ښه، زه فکر کوم ښايي همداسې وي... دا په ده پورې اړه لري چې څه کول غواړي. زما په اند دا به عاقلانه وي چې دا کار وکړي. خو بیا هم، موږ به وګورو.»
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: «که هغه وغواړي کوم اقدام وکړي، که وغواړي مقاومت وکړي، نو دا به وروستی ځل وي چې مقاومت به کوي.»
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ملډاویا ته د طالبانو د درې کسیز پلاوي د سفر پرسر په هغه هیواد کې سیاسي لانجه راپورته شوې
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کرنې وزارت درې چارواکو د اګست په ۳مه د ملډاویا له پلازمینې کیشینیو څخه کتنه ترسره کړه چې له پراخو سیاسي نیوکو سره مخ شوې ده.
طالبانو ویلي چې دا سفر د کرنې په برخه کې د تخنیکي او عملي همکاریو د پراخېدو لپاره ترسره شوی او هڅه یې کړې چې هغه ته د رسمي سفر بڼه ورکړي. د طالبانو اړوندو رسنیو د دې پلاوي د سفر په اړه پرله پسې راپورونه خپاره کړي دي.
خو ازادي راډیو د ملډوایا څانګې د راپورله مخې د ملډاویا حکومت ویلي چې دغه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او له پلاوي سره هېڅ رسمي لیدنې کتنې ندي پلان شوي. د ملډاویا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پلاوي غړیو ته ویزې ځکه ورکړل شوې چې هغوی د نړیوالو بندیزونو په لېست کې نه ووشامل خو د دې وزارت په خبره هغه د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو معنا نه لري.
د راپورونو له مخې د دې درې کسیز پلاوي مشري د کرنې مرستیال وزیر صدر اعظم عثماني کوله.
د ملډاویا صدراعظم د دې پېښې په اړه ویلي چې دا یوه "شرموونکې او د نه منلو وړ" اداري تېروتنه وه او د ویزو د ورکړې په اړه یې د پلټنې امر کړی دی.
په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ پنځه کاله په پوره کیدو دي خو په دې موده کې روسیه په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې په ۲۰۲۵ کال کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلی.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن د روسیې له لوبډلې سره لوبه کوي
په تایلنډ کې د فوټسال د اسیایي جام لوبو په لړ کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن خپله درېیمه لوبه د روسیې پر وړاندې ترسره کوي.
دا لوبه د کابل پر وخت د ماسپښین په درې نیمو بجو پیلېږي.
افغانستان په دې سیالیو کې خپلې لومړۍ دوه لوبې د کوربه هېواد تایلنډ او ویتنام پر وړاندې بایللې دي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې لوبغاړو د ننۍ لوبې لپاره ښه تیاری نیولی او هیله من دي چې هغه وګټي.
پر اوکراین د روسیې د تیرې شپې په بریدونو کې لږترلږه ۱۷ کسان وژل شوې دي
د اوکراین چارواکي وایي، د روسیې د تیرې شپې د بې پیلوټه الوتکو او بالستیک توغندیو په بریدونو کې په کییف او شاوخوا سیمو کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي دي.
د کییف د سیمه ییزې دولتي ادارې مشر، تیمور تکاچینکو ویلي چې ترټولو ډیره مرګ ژوبله په بروواري ولسوالۍ کې ثبت شوې، چې هلته نهه کسان وژل شوي دي. نورپنځه کسان په بوچا او فاستیف سیمو کې وژل شوي دي.
د کییف ښاروال، ویتالي کلیچکو، ویلي چې پر پلازمېنې په برید کې یوکس وژل شوی او لږترلږه ۲۴ کسان ټپیان شوي دي.
د اوکراین د هوايي ځواک د معلوماتو له مخې، روسیې پر اوکراین د ۲۴ بالستیک توغندیو، څلورو هایپرسونیک توغندیو او ۱۱۵ بېپیلوټه الوتکو په وسیله برید کړی، چې د کییف سیمه یې اصلي هدف وه.
د روسیې له خوا د بریدونو له زیاتیدو سره اوکراین خبرداری ورکړی چې د هوايي مدافعې له جدي کمښت سره مخ دی او له خپلو متحدانو یې غوښتي چې د روسیې د بریدونو په وړاندې د دفاع لپاره ورته د پاتریوټ هوايي مدافعې توغندیو او نورو اړینو وسلو سپارل ژر تر ژره چټک کړي.
ټرمپ: که ایران ژر ترژره د هرمز تنګی بیرته خلاص نکړي سخت برید په پرې وشي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران ژر تر ژره د هرمز تنګی بېرته خلاص نکړي، له سختو پوځي بریدونو سره به مخامخ شي.
ټرمپ له فاکس نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، که ایران له نوې احتمالي هوکړې څخه بیا پر شا شي، "ډېر سخت ګوزار" به وویني. هغه زیاته کړه چې ایران باید هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.
له دې مخکې د اکسیوس ویب پاڼې د سیمه ییزو او امریکایي سرچینو په حواله راپور ورکړ چې د ایران او عمان ترمنځ د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره د ۶۰ ورځنۍ موافقې د وروستي کېدو احتمال شته او واشنګټن هیله لري چې دغه موافقه د چهارشنبې په ورځ اعلان کړي.
تر دې وړاندې د امریکا د خزانې وزیر هم ویلي وو چې امکان لري تر چهارشنبې پورې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او د وضعیت د بیرته عادي کېدو په هدف یوه هوکړه وشي.
د هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد یوه مهمه سمندري لار ده چې له شخړو مخکې د نړۍ شل سلنه تیل له همدې لارې تیریدیل.
یو افغان په یونان کې د یوې ښځې د وژلو په تور نیولی شوی دی
یو ۲۶ کلن افغان سوک وهونکی چې په یونان کې یې پناه اخیستې، نن چهارشنبې د یوې سکاټلنډۍ مرستندویه کارکونکې الیزابت جین راس د وژنې په تور محکمې ته وړاندې کېږي.
د یونان پولیس وايي، د ۳۸ کلنې راس مړی د جولای په ۱۸مه په اتن ښار کې په یوه بکس کې وموندل شو. نوموړې د جولای له ۱۵مې راهیسې ورکه وه.
پولیس وايي، تورن د وژنې تورونه رد کړي او ادعا کوي چې مړی یې په یوه اپارتمان کې موندلی، خو د وېرې له امله یې په بکس کې ایښی او د پټولو هڅه یې کړې ده.
یوشمیر رسنیو تورن کس شریف احمدزی ښودلې او ویلي یې دي چې هغه چې په افغانستان کې زیږیدلی، په ځوانۍ کې یونان ته تللی او هلته میشت شوی دی.
چارواکي وايي، تورن د راس له مړینې وروسته د هغې بانکي کارت د پیسو ایستلو لپاره کارولی او ښايي د هغې له ټیلیفون څخه یې داسې پیغامونه هم استولي وي چې ګواکې نوموړې لا ژوندۍ ده.
د پولیسو په وینا، د قضیې څېړنې روانې دي او د تورونو بڼه کېدای شي د پلټنو له پرمختګ سره بدله شي.
د بشري حقونو د بحثونو تر سیوري لاندې د افغانستان او ایرلنډ کرکټ سیالۍ
د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځنیو سیالیو لړۍ نن چهارشنبه د اګسټ «په ۵مه» په ایرلنډ کې پیلېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د ملي لوبډلې لوبغاړو د دوشنبې په ورځ له ایرلنډ سره د سیالیو لپاره خپل تمرینات ترسره کړي دي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنۍ لوبه به د افغانستان پر وخت د ماسپښین په ۲:۱۵ بجو د ایرلنډ د «بریډي» کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
ټاکل شوې ده چې د دغو سیالیو لړۍ د اګسټ تر ۱۴مې نېټې پورې دوام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنېټ، د یکشنبې په ورځ ویلي و چې د ایرلنډ کرکټ بورډ دا فرصت لري چې د جنسیتي برابرۍ ملاتړ په عمل کې ښکاره کړي او په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ښځو د کرکټ ملي لوبډلې ته د لوبې بلنه ورکړي.
د ایرلنډ کرکټ بورډ د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د احتمالي اعتراضونو د اټکل له املهیې د افغانستان پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لپاره مناسب امنیتي تدابیر نیولي او له پولیسو او نورو اړوندو ادارو سره همغږي کوي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې ټولې پنځه سیالۍ په خوندي ډول ترسره شي.
د دغو سیالیو کوربهتوب په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو پر حقونو د سختو محدودیتونو له امله له نیوکو سره مخ شوی دی.
امریکا وايي د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره ښایي له ایران سره ډېر ژر هوکړه وشي
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ وایي چې واشنګټن او تهران ښايي تر چهارشنبې پورې یوې هوکړې ته ورسېږي چې له مخې بهیې د هرمز تنګی بېرته پرانیستل شي او دا به د انرژۍ د بیو له ثبات سره مرسته وکړي.
بېسنټ «سي اېن بي سي» ته ویلي چې له ایران سره خبرې روانې دي او امکان شته چې د دغې مهمې سمندري لارې د پرانیستلو او د وضعیت د عادي کېدو لپاره هوکړه وشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم ویلي چې واشنګټن د عمان او ایران ترمنځ په هغو خبرو کې ښکېل دی چې د هرمز له تنګي څخه د تګ راتګ د زیاتېدو په اړه روانې دي.
هغه ویلي چې په خبرو کې پرمختګ شوی، خو لا وروستۍ هوکړه نهده شوې.
هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ لپاره یو مهم مسیر دی چې له جګړې مخکې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه د تېلو لېږدونه له همدې لارې ترسره کېده.
ایران رد کړې چې له امریکا سره مستقیمې خبرې روانې دي.
بېسنټ ویلي چې د هرمز تنګي بیا پرانیستل به د بېړیو تګ راتګ اسانه کړي او ښايي د انرژۍ بیې بېرته راټیټې کړي.
د هرمز تنګي د احتمالي بیا پرانیستلو په اړه له روانو خبرو سره هممهاله د سې شنبې په ورځ په نړۍ کې د اومه تېلو بیې بیا شاوخوا ۴ سلنه راولوېدې.
د برینټ اومه تېلو د یوه بېرل بیه نږدې ۸۰ ډالرو ته او د وېسټ ټکزاس اومه تېلو د هر بېرل بیه ۷۶ ډالرو ته رسېدلې.
د ایران ولسمشر د خپلې د استعفا او له خامنهاي سره د اختلاف اوازې رد کړې
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي چې د استعفا کولو هېڅ نیت نهلري او هغه اوازې یې رد کړې چې په دې وروستیو کې د هغه د استعفا په اړه خپرې شوې دي.
پزشکیان په هغه وېډیو کې چې د ایران څو خبري اژانسونو خپره کړې، ویلي هر کلهیې چې د استعفا پرېکړه وکړه، نو هغه به په رسمي ډول اعلان کړي.
پزشکیان هغه اوازې هم رد کړې چې ګواکې د ده او د ایران د مشر ایتالله مجتبی خامنهاي ترمنځ اختلافات راپورته شوي دي.
هغه وویل: "هغوی غواړي داسې انګېرنه رامنځته کړي چې ګواکې اختلاف موجود دی. مشر یو څه وايي او دوی ادعا کوي چې زه بل څه وایم."
ټاکل شوې دغه وېډیو چې "خلکو ته راپور" نومول شوې، په راتلونکو ورځو کې په بشپړه بڼه خپره شي.
مجتبی خامنهاي د خپل پلار ایاتالله علي خامنهاي له وژل کېدو وروسته د هغه د ځایناستي په توګه له اعلانېدو وروسته تر اوسه په عام محضر کې نهدی راڅرګند شوی.
د هغه په نوم یو شمېر لیکلي بیانونه خپاره شوي، خو تر اوسهیې نه تأیید شوی غږیز پیغام خپور شوی او نه هم تأیید شوې وېډیو.
د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د استرالیا مرسته
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د سې شنبې په ورځ، د زمري په ۱۳مه، په خپلې اېکسپاڼه کې لیکلي چې د استرالیا له سخاوتمندانه ۹ میلیونه استرالیايي ډالرو چې شاوخوا ۶،۳۴ میلیونه امریکايي ډالره کېږي، مرستې څخه مننه کوي.
اوچا زیاته کړې، په داسې حال کې چې بشري اړتیاوې ورځ تر بلې زیاتېږي او مالي سرچینې محدودې دي، دا مرسته به په ټول افغانستان کې د ژوند ژغورونکو بشري مرستو د دوام لپاره زمینه برابره کړي.
اوچا تر دې مخکې ویلي و چې د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د شپږو میاشتو په تېرېدو سره، دغې ادارې یوازې د خپلې اړتیا وړ بودجې ۱۷ سلنه ترلاسه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا، په افغانستان کې ډېری اړ کسان هره ورځ له سختو انتخابونو سره مخ دي، دا چې خواړه واخلي که درمل او یا د نن ورځې خواړه برابر کړي که د سبا.
دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) هم خبرداری ورکړی و چې دا مهال په افغانستان کې ۱۳،۸ میلیونه کسان د خوړو له بحراني یا بېړني ناامنۍ سره مخامخ دي.
د افغانستان او ایرلینډ ترمینځ د کریکټ لوبلړۍ سبا پیلیږي
تمه ده چې دافغانستان او ایرلینډ د کریکټ ټیمونو ترمینځ یوې ورځنۍ لوبې سبا د اګست په پنځمه پیل شي.
دواړه ټیمونه ۵ یوې ورځنۍ لوبې کوي.
د افغانستان کریکټ بورډ وايی د افغانستان د ټیم لوبغاړو د د دوشنبې په ورځ دسیالیو لپاره خپل تمرینات ترسره کړل.
ټاکل شوې ده چې دغه لوبلړۍ د اګست تر۱۴ دوام وکړي.