د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۸ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۶

افغانستان

افغانستان او زمبابوې نن شل اووریزه لوبه لري

افغانستان او زمبابوې د لوبې پر مهال
افغانستان او زمبابوې د لوبې پر مهال

نن مازیګر افغانستان او زیمبابوې د کرکټ دوهمه شل اووریزه لوبه کوي.

دا لوبه د کوربه زیمبابوې د پلازمېنې هرارې په لوبغالي کې د مازیګر څلور بجې پیلیږي.

افغانستان شل اووریزې سیالۍ په یوه بریا پیل کړي.

لومړنۍ لوبه یې وړمه ورځ د ۵۳ منډو په توپیر وګټله.

د دواړو لوبډلو دریمه او وروستۍ شل اووریزه سیالي به راروانه یکشنبې د نوامبر په دوهمه نېټه په همدې لوبغالي کې وي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت: عراقچي له متقي سره په خبرو کې په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د خبرو پر اهمیت ټینګاروکړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره د دوه اړخیزو اړیکو او په سیمه کې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې وکړې.

دې وزارت نن سې شنبې پرخپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې لیکلي چې ښاغلي متقي ټینګار وکړچې په سیمه کې ثبات او د همکارۍ پراخوالی د افغانستان لومړیتوب دی. همدارنګه ویل شوي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سیمه ییزې همکارۍ د پراختیا لپاره د خپل هیواد د هڅو په لړکې د سیمې د هیوادونو ترمنځ د خبرو اترو پردوام ټینګاروکړ.

د دغو ټیلفوني خبرو په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم پرخپلې ایکسپاڼې په یوه بیان کې لیکلي چې ښاغلي عراقچي ټینګاروکړچې ایران چمتو دی چې په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره خپلې هڅې مخ ته یوسي او دې هدف ته د رسیدو لپاره د سیمې د هیوادونو ترمنځ د مشورو د پیاوړتیا پراهمیت ټینګارکوي.

تردې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ تایید کړه چې ایران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لانجې د هواري لپاره ورته د منځګړیتوب وړاندیز کړی چې دوی هم ورته لبیک وایي.

یونیسف: د افغانستان په شمال کې زلزله ځپلي له سختې یخنۍ سره مخ دي

د ملګروملتونو د ماشومانو وجهي صندوق، یونیسف وايي د افغانستان په شمال کې د نومبر د دریمې نیټې د۶،۳ درجې زلزلې څخه نږدې دوه اونۍ وروسته د ویجاړۍ ریښتینې کچه څرګنده شوې ده.

یونیسف په یوه راپورکې ویلي چې په اغیزمنوسیمو کې، ۸۷۴ کورونه ویجاړ شوي او ۲۱۵۳ نور زیانمن شوي، چې زرګونه کسان اوس له سختې یخنۍ سره مخ دي او پر لنډمهاله سرپناوو تکیه کوي یا ګاونډیانو ورته ځای ورکړی دی.

د یونیسف په وینا، د ارزونې له مخې په ۲۶ ټولنو کې ورځنی ژوند ګډوډ شوی، ښوونځي او د زده کړې ځایونه، چې شمیریې ۹۱ ته رسیږي، زیانمن شوي دي؛ د اوبو ۱۸ سرچینې نور د کارولو وړ ندي؛ او همدارنګه د حفظ الصحې شرایط په چټکۍ سره خراب شوي، چې ډیری ټولنې د صابون او د لاس مینځلو له اسانتیاوو بې برخې شوې دي.

یونیسف دغه راز ویلي رواني ستونزې په ماشومانو او دهغوی په پالونکو کې مخ په زیاتیدو دي.

د دغې زلزلې د زیانونو په اړه د ګډې ارزونې نتیجه ښیي چې په شپږو ولایتونو کې ۲۶ کسان وژل شوي، ۱۱۷۲ ټپیان شوي، او ۳۰۲۷ کورنۍ اغیزمنې شوي دي.

د ایران او روسیې د بهرنیوچارو وزیرانو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د هواري پرلارو چارو خبرې وکړې

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاورف له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره د سیمه ییزو مسایلو په تیره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل پرلارو چارو خبرې وکړې.

د روسیې د انټرفاکس خبري آژآنس د راپورله مخې په هغه بیان کې چې د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د نومبرپه ۱۷ خپورکړې ویل شوي چې دواړو وزیرانو په دغو ټیلفوني خبروکې پردې ټینګاروکړچې د کابل اواسلام آباد ترمنځ سیاسي اختلافات دې د خبرو اترو له لارې حل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال له خپل روسي سیال سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د راپورته شوې شخړې په اړه خبرې کوي چې څه موده مخکې یې د دغو دواړو ګاونډیانو ترمنځ د ستونزو د هواري لپاره د منځګړیتوب وړاندیز وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د ایران د دې وړاندیز هرکلی کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي د یکشنبې په ورځ وویل چې پاکستان به د ایران د منځګړیتوب وړاندیز ته نه ونه وایي او زیاته یې کړه چې ایران یې یو ورور او دوست ګاونډی دی.

د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې په ځینو هېوادونو به د ویزو بندیز ولګوري

انګلیش چاینل کې د پناه غوښتونکي ټیوبي بیړۍ
انګلیش چاینل کې د پناه غوښتونکي ټیوبي بیړۍ

دغه وزارت دا خبرداری د ناقانونه کډوالو په بېرته ستنولو کې د یو شمېر هېوادونو د نه همکارۍ په خاطر ورکړی دی.
ډېر ګواښ افریقايي هېوادونو له هغې ډلې انګولا، نامیبیا او کانګو جمهوریت ته متوجه دی.

بریټانیا سږ کال تر جون پورې د کار، زده کړو، کورنۍ،بشري مساییلو په خاطر لږ تر لږه ۸۳۴زرو کسانو ته ویزې ورکړي چې په قانوني توګه دغه هېواد ته سفر وکړي.

دا خلک اکثر د هند، چین، پاکستان، او امریکا اتباع دي.

برعکس هغه کسان چې په ناقانونه توګه بریټانیا ته تللي او دغه هېواد یې د اکثرو د ایستلو ګواښ کړی په سر کې یې د افغانستان نوم راغلی.

له هغو ټولو نږدې ۴۲نیمو زرو کډوالو چې له غیر عادي لارو بریټانیا ته رسېدلي اول سر کې افغانان دي چې شمېر یې نږدې ۶۶۰۰ ته رسیږي.

بریټانوي حکومت د ناقانونه کډوالو پر ضد د سختو پالیسیو د لګولو په لټه کې دی.
تمه کېږي چې د دایمي اقامې لپاره د استوګنې موده ۲۰ کلونو ته وغځول شي او که د ځینو پناه غوښتونکو هېوادونه امن وګڼل شي بېرته ور استول کېدی هم شي.

د پاک-افغان د سوداګرۍ ګډې خونې د پاکستان له حکومت غوښتي چې ژر تر ژره لارې خلاصې کړي

له مالونو ډکې ایسارې لارۍ
له مالونو ډکې ایسارې لارۍ

دې خونې بیګا په یوه بیان کې ویلي چې زرګونه لارۍ د پاکستان په بنادرو او تمځایونو کې ولاړې دي او د ورځې لږ تر لږه ۱۵۰ تر ۲۰۰ ډالرو پرې مالیې او نور مصارف راځي.

په بیان کې زیاته شوې چې د لارو د تړل کېدو او د تجارت د درېدو په سبب ډېر تاوان پاکستانیانو ته اوړي.

د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي پرون په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د افغان سوداګرو لږ تر لږه ۱۲زره کانټینره اموال په کراچۍ او نورو بندرونو کې ایسار دي.

د اکتوبر له دولسمې را وروسته چې د افغان طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ درنې نښتې وشوې د تورخم او چمن په ګډون ټولې عبوري لارې د ترانزیت او سوداګرۍ په مخ وتړل شوې.

د راپورونو له مخې لږ تر لږه ۳۰۰ میلیونه ډالره د دواړو غاړو سوداګرو ته تاوان رسېدلی دی.

افغان لوبغاړو د اسلامي پیوستون له لوبو د نقرې او برنزو دوه مډالونه ګټلي

افغان لوبغاړي
افغان لوبغاړي

د تکواندو ملي لوبغاړي محسن رضايي وتوانېد د عربستان، ازبکستان او آذربایجان لوبغاړي مات او د سپینو زرو/نقرې مډال وګټي.

محسن رضايي په فاینل کې د طلا په سر له ایراني لوبغاړي سره مخ وو خو د راپورونو له مخې د ورپېښې ناروغۍ په سبب سم ونه لوبېد او لوبه یې وبایلوده.

اخوا په ووشو کې بیا جعفر سلطاني د سعودي عربستان او یمن لوبغاړي مات کړل او د برنزو مډال یې وګاټه.

تر هغه مخکې د افغانستان د موی تای اتل محمد یوسف جهانګیر د اسلامي پیوستون له لوبو د سرو زرو/طلا مډال ګټلی وو.

افغانستان دا وار د اسلامي پیوستون سیالیو ته چې نږدې شپیته هېوادونه پکې برخه لري اویا لوبغاړي استولي.

راپورونه: ایراني ځواکونو سیستان بلوچستان کې لږ تر لږه ۷ افغان پناه غوښتونکي وژلي

د ایران یوه سرحدي سیمه
د ایران یوه سرحدي سیمه

د ایران د بشري حقونو یوه څارونکي سازمان حاش وش رپوټ ورکړی چې لږ تر لږه اوه افغان پناه غوښتونکي د ایراني ځواکونو له خوا وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

دغه سازمان پرون په یوه بیان کې ویلي چې پېښه د جمعې په ورځ د سیستان بلوچستان اړوند سراوان سیمه کې شوې ده.

په بیان کې راغلي چې ایراني پوځیانو د سپکو او درنو وسلو په ډزو سره دا افغانان هدف ګرځولي.

سراوان چې له پاکستان سره ګډه پوله لري او د افغانستان له څو سرحدي سیمو سره هم نږدې ده ایران ته د افغان کډوالو د ور اوښتو یوه عمده لار بلل کېږي.

حال وش همدارنګه زیاته کړې چې ایراني پوځیانو لسګونه افغانان چې ایران ته ور اوښتي وو نیولي او په زاهدان کې یې د ډيپورټ کمپونو ته استولي وو چې ظاهراً د شنبې په ورځ افغانستان ته لېږل شوي.

د ایران د بشري حقونو دغه سازمان په خپله انسټاګرام د یادې پېښې اړوند ځینې زړه بوږنوونکې ویډیوګانې هم خپرې کړي چې پکې مړي/وینې ښکاري خو ازادي راډیو یې په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی.

د راپورونو له مخې ایران تر دې مخکې هم لسګونه افغان پناه غوښتونکي وژلي او ټپيان کړي دي.

لغمان کې ترافیکي پیښې ۶ تنه مړه کړي

ارشیف
ارشیف

په لغمان کې د طالبانو یو امنیتي چارواکی وايي چې په دې ولایت کې په یوه ترافیکي پیښه کې شپږ کسان مړه شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د لغمان د امنیې قوماندانۍ د ویاند یونس یوسفزي له قوله ویلي چې پيښه نن سهار په قرغه یی ولسوالۍ کې د موټر د چپه کېدو له کبله شوې.

د هغه په وینا، په دې پیښه کې د یوې ښځې او ماشوم په ګډون شپږ کسان مړه شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د پيښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.

د افغانستان کریکټ الف لوبډله سریلانکا ته تر ماتې ورکولو وروسته له بنګله دېش سره مخامخ کیږي

د افغانستان او بنګله دیش لوبغاړي، ارشیف
د افغانستان او بنګله دیش لوبغاړي، ارشیف

د اسیا د ځوانانو په شل اوریز کریکټ جام کې سبا ( دوشنبه د لړم ۲۶مه) د افغانستان د کریکټ الف لوبډله د بنګله دیش له الف لوبډلې سره لوبه لري.

لوبه د کابل په وخت ماښام ۷ بجې د قطر پلازمېنه دوحه کې ترسره کیږي.

افغان لوبډلې تیره ورځ د همدې سیالیو په لړ کې سریلانکا ته په دریو ویکټو ماته ورکړه.

سریلانکا د پچې په ګټلو سره توپ وهنه پيل او افغان لوبډلې ته یې د ۱۷۱ منډو هدف ورکړ.

افغان لوبډلې وکولای شوای چې په وروستي اور کې دغه هدف پوره او لوبه وګټي.

افغانستان د بدیلو تجارتي لارو په لټه کې منځنۍ اسیا او ایران ته مخه کړې

دافغانستان او ازبکستان ترمینځ د حیرتانو بندر ، ارشیف
دافغانستان او ازبکستان ترمینځ د حیرتانو بندر ، ارشیف

په داسې حال کې چې د کابل او اسلام اباد ترمینځ اړیکې ترینګلې دي او ددواړو هیوادونو ترمینځ سوداګري لارې تړل شوي ، د طالبانو حکومت چارواکي وايي افغانستان د پاکستان له لارې د خپلو سوداګري انتقالاتو د کمولو لپاره منځنۍ اسیا او ایران ته مخه کړې.

د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده رویترز خبري اژانس ته ویلي: "په تیرو شپږو میاشتو کې، زموږ سوداګري له ایران سره ۱.۶ ملیارد ډالرو ته رسیدلې، چې له پاکستان سره د ۱.۱ ملیارد ډالرو سوداګري تبادلې څخه لوړه ده."

هغه زیاتوي چې د ایران د چابهار بندر تاسیساتو څخه استفادې د اموالو په انتقال کې ځنډ کم کړی او سوداګرو ته یې ډاډ ورکړی چې که د پاکستان لارې وتړل شي نو بارونه به ونه دریږي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملاعبدالغني برادر د چهارشنبې په ورځ په کابل کې صنعتګرو او سوداګرو ته د وینا پرمهال لدوی وغوښتل چې د پاکستان پر ځای بدیلې ترانزیتي لارې پیدا کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG