د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ له توکیو څخه د کتنې په ترڅ کې د جاپان د لومړۍ ښځینه صدراعظمې سانائیه تاکایچی ستاینه وکړه او په داسې حال کې یې د هغې د پوځي وړتیاوو د زیاتیدو د ژمنې هرکلی وکړچې دواړو لورو د سوداګرۍ او نادره طبیعي منرالونو قراردادونه لاسلیک کړل. تاکایچي چې یوه اونۍ مخکې یې د صدراعظمې په توګه دنده پیل کړه، د جاپان د پخواني صدراعظم شینزو ابې چې په ۲۰۲۲ کال کې ووژل شو، د لارې پیروه ده. ابی د ټرمپ نژدې متحد او د ګلف د لوبې ملګری و. د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ وویل، د جاپان صدراعظمې همدارنګه ژمنه وکړه چې ټرمپ به د نوبل د سولې جایزې ته ونوموي.
د رویترز خبري آژانس د راپورله مځې دواړو هیوادونو د هغو پروژو لست خپورکړی چې جاپاني شرکتونو ته په متحدو ایالتونو کې د انرژۍ، مصنوعي ذهانت او نادره طبیعي منرالونو په برخه تر ۴۰۰ ملیارډ ډالرو پورې د پانګونې زمینه برابروي.
توکیو د روان کال په لومړیو کې ژمنه کړې وه چې د ټرمپ له خوا پروارداتي توکو د ګمرګي تعرفو د زیاتوالي له مجازاتو د خلاصون لپاره د یوې معاملې په توګه د ۵۵۰ ملیارډ ډالرو په ارزښت د پانګونې، پور او ستراژیک ضمانت امتیاز متحدو ایالتونو ته ورکوي.
دغه موارد ښایي ټرمپ له هغې غوښتنې په شا کړي چې توکیو دې د چین د تهاجمي دریځ په وړاندې د خپل امنیت لپاره ډیر لګښت ځانګړی کړي. میرمن تاکایچي ژمنه کړې چې د دفاعي لګښتونو د ګړندیو پلانونو لپاره به د کورنیو ناخالصو تولیداتو کچه تردوه سلنه پورې ورسوي.
ټرمپ چې د ټوکیو په اکاساکا ماڼۍ کې له خپلو سیالانو سره د خبرو د میز ترشا ناست و، میرمن تاکایچي ته وویل:" هغه پوهه چې زه یې له شینزو او نورو څخه لرم، تاسو به یوه له لویو صدراعظمانو څخه شئ." ټرمپ زیاته کړه چې د جاپان د لومړۍ ښځینه صدراعظمې کیدل "یوه لویه خبره وه".
ټرمپ به د چهارشنبې په ورځ جنوبي کوریا ته سفر وکړي چیرې چې نوموړی به د دې هیواد له ولسمشر لي جای میونګ سره وګوري او د پنجشنبې په ورځ به د چین له ولسمشرشي جین پینګ سره کتنه ترسره کړي.