د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ولادیمیر پوتین انتقادکړی او ویلي یې دي چې د روسیې مشر باید په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي، نه دا چې اټومي توغندي و ازمويي.
هغه د دوشنبې په ورځ زیاته کړه چې متحده ایالاتو "د روسیې سواحلو ته نژدې" یو اټومي اوبتل ځای پر ځای کړی او اړتیا نلري چې زرګونه کیلومتره لیرې واټن لرونکي توغندي وتوغوي.
پوتین د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې روسیې د »بورویستنیک« اټومي کروز توغندی په بریالیتوب سره ازمویلی، هغه توغندی چې د اټومي سروکو د لیږدولو وړتیا لري او مسکو وايي هر دفاعي ډال ماتولی شي.
د رویټرز په وینا، روسیه پلان لري چې ډیر ژر خپل ځواکونه پردغو توغندیو سمبال کړي.
ټرمپ له مالیزیا څخه په لاره کې خبریالانو ته وویل: "دوی پوهیږي چې موږ په نړۍ کې ترټولو غوره اټومي اوبتل د دوی سواحلو ته نژدې لرو، نو موږ اړتیا نلرو چې خپل توغندي ۸۰۰۰ مایله لرې وتوغوو."
هغه وویل: "د دې توغندیو د نندارې پرځای، پوتین باید هغه جګړه پای ته ورسوي چې کیدای شوای په یوه اونۍ کې پای ته ورسیږي خو اوس یې څلورم کال کې دی."
ټرمپ ټینګار وکړ چې په اوکراین کې د جګړې پای ته رسول د هغه اصلي هدف دی، خو زیاته یې کړه چې هلته سولې ته رسیدل په غزه کې د اوربند یا د هند او پاکستان ترمنځ د شخړې د پای ته رسولو په پرتله ډیر ستونزمن وو.
له واشنګټن څخه د رویټرز د راپور له مخې، د ټرمپ ادارې د بندیزونو یوه نوې کڅوړه چمتوکړې چې که مسکو جګړې ته دوام ورکړي، د روسیې د اقتصاد مهم سکتورونه په نښه کړي.