په هغه ګډ لیک چې پنجشنبې (د اکټوبر په ۲۳مه) د یو شمیر دغو بنسټونو په ټولنیزو رسنیو خپور شوی د ملګروملتونو د بشري حقونو له شورا، د کډوالو په چارو کې د دغه سازمان له عالي کمېشنرۍ یو ان اچ سي ار، اروپايي ټولنې او د اسلامي همکارۍ د سازمان په ګډون له نړیوالو ادارو غوښتل شوي چې مداخله وکړي او د پاکستان پر حکومت فشار راوړي ترڅو د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ودروي.
په لیک کې وړاندې راغلي چې، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان د جمهوري نظام له ړنګیدو او واک ته د طالبانو له بیا راتګ وروسته، سلګونه زره افغانانو- په ځانګړې ډول ښځو، د مدني ټولنې فعالینو، خبریالانو، قومي او مذهبي اقلیتونو، جنیست بدلو او پخوانيو امنیتي ځواکونو د پاکستان په ګډون ګاونډیو هیوادونو ته پناه یوړه چې په ټکو یې، ډېری یې د استوګنې رسمي اسناد نه لري خو د ملګرو ملتونو د کډوالو اړوندو ادارو لکه ( یو ان اچ سي ار) تر څار لاندې دي او د بیا میشتیدنې په تمه په کمپونو یا خوندي کورونو کې ژوند کوي.
دې بنسټونو اندېښنه ښودلې چې په دې وروستیو کې کله چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځشخړې وشوې، د دې کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی چې دوی یې د مخنیوي غوښتونکي دي.
د پاکستان حکومت پر موږ قیودات شدید کړي دي، د ویزو تمدید یې بند کړی اوهره شېبه د ډیپورت خطر سره مخ یو.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د تیرې جمعې په ورځ د «اکټوبر په ۱۷مه» په یوه بیړنۍ غونډه کې، لوړ پوړو پاکستاني چارواکو پریکړه وکړه چې ټول هغه افغان کډوال چې په دې هیواد کې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي، له دغه هیواده وباسي.
دا هغه پرېکړه ده چې دې هېواد ته له ۲۰۲۱ کال وروسته تللي افغانان چې نورو امنو هېوادونو ته د انتقال د چارو پروسس ته تللي هم اندېښمن او له سختو شرایطو سره مخ کړي دي.
له دې ډلې د ښځو او بشري حقونو یوې فعالې چې اسلام اباد کې جرمني ته د تګ په تمه ده او نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل“اوس له بده مرغه د پاکستان حکومت زما په شان (افغانانو) باندې قیودات ډېر شدید کړي دي، دوی د ویزو تمدید بند کړی او زه اوس دلته بې ویزې یم، هره شېبه د ډیپورت خطر سره مخ یو، د دې لپاره چې افغانستان کې مې د بشري حقونو برخه کې کار کړی، که هلته بېرته واستول شو، نه یوازې زه بلکې زما ماشومان او کورنۍ به هم امنیتي ګواښونو سره مخ شي، موږ له همدې ګواښونو دلته راغلي یو، اوس ډېر اندېښمن یو چې که بیرته استول کېږو څه ډول حالت سره به مخ شو.”
د پاکستان وروستیو اقداماتو یوازې دا افغانان نه بلکې د هغو افغان کډوالو هم ژوند کړکېچن کړی چې په هغه هیواد کې یې لسیزې ژوند کړی، هلته زېږېدلي او کار او سوداګري لري.
د پاکستان د راولپنډۍ یو افغان اوسېدونکي عارف خان په دې اړه د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې اوس دی او ۱۵ کسیزه کورنۍ یې بې سرپناه او په بدو شرایطو کې دي.
عارف خان وايي"موږ کمپ کې اوسېدو، کمپ یې راباندې وران کړ، زموږ اته کسان یې نیولي دي، لس پنځلس شپې یې په کمپ کې پرې تېرې کړې او اوس یې هېڅ نه راخوشې کوي، نه موږ دلته ژوند ته پرېږدي او نه مو هاخوا (افغانستان) ته ازادوي."
د سند ایالات په کراچۍ ښار کې مېشت بل افغان اوسېدونکی هم ورته وضعیت بیانوي او ادعا کوي چې پاکستاني پولیسو یې سوداګریز مرکزونه ور ویجاړ کړي او اوس یې ان خپلو سیمو نه شړلي دي.
ده چې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل"پولیس چې هر چېرې کډوال وګوري، ورمنډې کوي او چې وګوري کارت ورسره نه وي، نیسې یې او بالکل یې نه پرېږدي، زما خپل دوکان و، راباندې یې ړنګ یې کړ، ۳۲ لکه کلدارې یې تاوان رارسولی، ټول سیسټم کار او بار یې راباندې خراب کړ، خلکو سره مې پیسې پاتې دي، اوس یوه روپۍ راته نه راکول کېږي، ډېر زیات ستونزو کې یو، اوس چې یوه طریقه راته برابره کړي چې له دې ځایه ورک شو، ولاړ شو."
په پاکستان کې دېره افغان کډوال وایي له سختو ځورونو سره مخ دي او ان پولیس یې کمپونه او کار ځایونه ویجاړوي.
په پاکستان کې د افغانانو مدني ټولنو، خوځښتونو او بنسټونو په لیک کې له نړیوالو غوښتل شوي چې د ښځو او ماشومانو فزیکي، حقوقي او بشري حقونو ساتنه وکړي، له خطرونو سره مخ افغانان دې امن هېوادونو ته انتقال کړي او د دولتونو تر منځ دې د پناه غوښتونکو له وضعیت د سیاسي استفادې مخه ونیول شي.
که څه هم له تېر ۲۰۲۳ کال راهیسي له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده خو په وروستیو کې په دوحه کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ د اوربند له هوکړې مخکې، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تر سختو نښتو وروسته د دې هیواد په بیلابیلو ایالتونو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ په بېسارې ډول چټکه شوې ده.
د راپورونو له مخې اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا ۴ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.
په دوی کې زرګونه هغه کسان هم شته چې پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو وروسته د امنیتي ګواښونو، سیاسي ستونزو او یو شمېر نورو دلایلو له امله دغه هېواد ته تللي دي خو اوس په دې هیواد کې د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
تازه د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې په تېرې یوې میاشت کې ۲۰۷۸۴۰ افغان کډوال له پاکستان او ایرانه افغانستان ته ستانه شوي او یا ایستل شوي دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ «یو این ایچ سي ار» د شمېرو له مخې بیا، له ۲۰۲۳ کال راهیسې د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر تر پایه پورې، له دوه میلیونو ډیر افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي چې په کور دننه یې په شته سرچینو سخت فشار راوستی دی.