د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۰

د عدالت نړیواله محکمه: اسراییل دې غزې ته د مرستو رسولو ډاډ حاصل کړي


د عدالت نړیوالې محکمې ICJ د چهارشنبې په ورځ مشورتي نظر ورکړ چې پکې ویل شوي اسراییل مسولیت لري چې په غزه کې د ملکي وګړو د اړتیاوو د پوره کیدو ډاډ حاصل کړي. د یولسو قاضیانو پلاوي همدارنګه وویل چې اسراییل باید د ملګروملتونو او په نږدې ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو د ادارې UNRWA په ګډون د ملګروملتونود ادارو له خوا غزې ته د مرستو رسولو د هڅو ملاتړوکړي.

د عدالت د نړیوالې محکمې د قاضیانو د پلاوي مشر یوجي ایواساوا وویل، د اشغالګرځواک په توګه اسراییل مکلف دی چې د ځایي خلکو د ژوندي پاتې کیدو لپاره د اړینو توکو په ګډون د هغوی اساسي اړتیاوې ډاډمنې کړي.

هغه زیاته کړه چې په اساسي اړتیاوو کې، خواړه، اوبه، سرپناه، د سوند توکي او طبي خدمات شامل دي.

د عدالت نړیوالې محکمې دا مشورتي نظر چې قانوني او سیاسي وزن لري، خو هغه اجرایي بڼه نه لري، محکمه یې د پلي کیدو واک نه لري.

د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په یوه بیان کې وویل چې انتونیو ګوتیریش د محکمې د دې مشورتي نظر هرکلی وکړاو له اسراییل یې وغوښتل چې له دې نظر سره سم خپل مسولیتونه پوره کړي.

دوجاریک وویل چې د دې نظر اغیزبه په غزه کې د تراژیک وضعیت لپاره ټاکونکی وي.

اسراییل د عدالت د نړیوالې محکمې دغه مشورتي نظرردکړ. د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت پر ایکس پاڼه په یوه بیان کې وویل چې دوی د محکمې موندنې په کلکه ردوي او زیاته یې کړه چې اسراییل د نړیوال قانون په چوکاټ کې خپل مسولیتونه په بشپړډول پوره کوي.

د ملګروملتونو عمومي اسامبلې په تیره ډسمبرمیاشت کې له دې محکمې غوښتي وو چې د هغو ادارو په وړاندې د اسراییل د مکلفیتونو په اړه پریکړه وکړي چې په غزه کې فلسطینیانو ته بشري مرستې چمتو کوي. دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې له نافذ شوي اوربند وروسته مرستندویه ادارو دې ځپل شوې سیمې ته د زیاتو مرستو د لیږدولو هڅې تیزې کړې دي.

د ۲۰۲۴ کال په جولای کې د عدالت نړیوالې محکمې یو بل مشورتي نظر هم ورکړی و چې پکې ویل شوي وو په فلسطیني سیمو کې د اسراییل اشغال "غیرقانوني" دی او باید ژر تر ژره پای ته ورسیږي.

د عدالت نړیوالې محکمې قاضیان همدارنګه هغه ادعاوې هم اروزی چې د جنوبي افریقا لخوا دې محکمې ته وړاندې شوې او وایي، اسراییل په غزه کې په خپلو کړنو سره د ۱۹۴۸ کال د ملګرو ملتونو د نسل وژنې کنوانسیون ترپښولاندې کړی دی.

XS
SM
MD
LG