څېړونکو د کینیا په شمال کې د تورکانا جهیل ته نژدې د پیرنتروپوس بویسي Paranthropus boisei په نوم د پخوانیو منقرض شویو انسانانو د یوه خپلوان د لاس او پښې فوسيلونه موندلي دي. دا فوسيلونه شاوخوا يو نيم ميليون کاله پخواني دي او ښيي چې د انسانانو دې پخوانیو خپلوانو په بشپړه توګه په دوو پښو تګ کولی شول او هم یې د وسايلو د نیولو او احتمالاً د ډبرو په څیر د وسایلو د جوړولو وړتيا درلوده.
تردې مخکې د دغو انسانانو چې ویل کیږي د ۲،۳ او ۱،۲ ملیون کلونو ترمنځ یې د افریقا په ختیځه برخه کې ژوند کاوه، د کوپړۍ اوغاښونو پاتې شوني موندل شوي وچې څیړونکو ته یې بڼه ډیره روښانه نه وه. خو د هغوی د لاس او پښو د هډوکو نوي موندل شوي فوسیلونه ترډیره دا روښانوي چې دغه انسانان د تکامل په کوم پړاو کې و.
د پیرنتروپوس بویسي په ګډون د انسانانو د دغه تکاملي نسل څلورو ډولونو هغه مهال په دې سیمه کې ژوند کاوه او نژدې د تکامل په یوه پړاو کې وو. د رویترز په وینا په هغه څیړنه کې چې تیرکال خپره شوې، ویل شوي چې پیرنتروپوس بویسي او بل ډول یې هومو ارکتوس خپلې نښې نښانې د کوبي فورا په خټین جهیل کې پریښي چې د دواړو ډولونو ترمنځ د اړیکو او د سرچینو لپاره د هغوی ترمنځ د سیالۍ په اړه په زړه پورې پوښتنې راپورته کوي.
عمومي باوردادی، په داسې حال کې چې هومو ارکتوس مغز ته په انکشاف ورکولو او د ډبرینو وسیلو په جوړولو کې مهارت درلود چې دوی یې د اقلیم له بدلون سره د تطبیق وړګرځول، پیرنتروپوس بویسي د غذایي رژیم ماهرین و چې تمرکز یې په نباتاتو و. په پای کې د پیرنتروپوس نسل له منځه لاړ او ورسره یې تکاملي پړاو ختم شو.