د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۴

ارمنستان او اذربایجان د سولې تړون لاسلیک کړ


علییف، پاشینیان، ټرمپ
علییف، پاشینیان، ټرمپ

د ارمنستان او اذربایجان مشرانو په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کوربه توب د سولې تړون لاسلیک کړ.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان او د اذربایجان ولسمشر الهام علییف د جمعې په ورځ (د اګست په ۸مه) په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دواړو خواوو ته ناست وو د سولې تړون لاسلیک کړ.

دوی د ګډو اقتصادي اهدافو د تعقیب لپاره له متحده ایالاتو سره هم تړونونه لاسلیک کړل.

ټرمپ دوی د "دوو خورا هوښیارو مشرانو" په توګه وستایل چې تړونونه به یې له لسیزو شخړو وروسته د تلپاتې سولې د ژمنې په توګه په تاریخ کې ثبت شي.

ټرمپ وویل: "ارمنستان او اذربایجان دایمي اوربند ته ژمن دي، تجارت به کوي، سفرونو ته به زمینه برابروي او دیپلوماتیکي اړیکي به پالي، همداراز به د یو بل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوي."

د امریکا ولسمشر دا هم وویل چې هغه به له اذربایجان سره د پوځي همکارۍ محدودیتونه لرې کړي، یو اقدام چې الهام علییف یې مننه وکړه. دا محدودیتونه په ۱۹۹۲ کال کې په اذربایجان باندې لګول شوي وو.

دا اقتصادي تړونونه کولی شي د جنوبي قفقاز په اوږدو کې د ستراتیژیک ترانسپورت د دهلیز د بیا پرانستلو لپاره لاره هواره کړي چې د نولس سوه نویمې لسیزې له لومړیو راهیسې تړل شوې دي.

د دغو تړونونو له مخې د امریکا متحدد ایالتونو ته د اجارې حق ور کړل شوی دی چې د ارمنستان له جنوبه تیر شوی اقتصادي دهلیز پسې پراخ کړي.

دا کوریدور، اذربایجان له نخجوان سره وصلوي. دا سیمه د ارمنستان مربوط ده چې دوه دیرش کیلومتره عرض لري. دلته به د ریل کرښه، د ګازو او تیلو پایپلاینونه او نوري فایبر تیر شي.

د دې تړونونو له مخې له واشنګتن څخه نه دې غوښتل شوي چې د دې ترانزیټ دهیلز د جوړیدو لګښتونه ورکړي، خو د دې پرځای د متحد ایالتونو له خصوصي شرکتونو هیله لري چې د دې اقتصادي دهلیزونو په پراختیا کې برخه واخلي.

دا تړونونه د سږکال په لومړیو کې باکو ته د ولسمشر ټرمپ د ځانګړي استازي ستیف ویتکوف تر سفر او د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د خبرو تر ادامې وروسته ترلاسه شول.

XS
SM
MD
LG