د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې افغانستان اوس مهال د وچکالۍ له شدیدې څپې سره مخ دی.
اوچا په خپله د ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه کې په یو بیان کې چې پرون د اګسټ درېیمه یې خپور کړی، ویلي، د بارانونو کموالي، د ځمکې سخت وچوالي او نورمال لوړې تودوخې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې پر للمي غنمو منفي اغېز کړی او د څارویو لپاره د واښو کمښت جدي ګواښ دی.
په بیان کې د باران کچه تر منځنۍ کچې ټیټه، د تودوخې درجه له نورمال لوړه او د خاورې رطوبت خورا ټیټ ښودل شوی دی.
بادغیس، غور، فاریاب، سرپل، سمنګان، بغلان، تخار، بدخشان، دایکنډي، بامیان، پروان او کابل هغه ولایتونه یاد شوي چې د وچکالۍ له امله تر نورو ډېر زیانمنونکي دي، خو د هرات په اړه ویل شوي چې دغه ولایت بېرته عادي حالت ته ستون شوی دی.
په همدې حال کې د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د سختې وچکالۍ له امله یې سږ کال په پټیو کې فصلونه ونه شول.
د شمالي ولایت بغلان د دهنه غوري ولسوالۍ یو اوسېدونکی شمس الرحمان ازادي راډيو ته وویل چې د اوبو د کمښت له امله یې د خټیکو سږنی حاصل ښه نه و: "د خټیکیو فصل مو ټول وچ شو، د للمې فصلونه ونه شول، بارانونه نشته، ان په کلي کې د څښلو اوبه کمې شوې دي، ډېره سخته وچکالي راغلې ده، خلک ډېر بې وزله دي، خو سږ کال هېڅ فصل ونه شو، د څارویو لپاره واښه نه پیدا کېږي، دښتې او ډاګونه سپېره شوي دي."
د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ یو اوسېدونکی وزیرګل وویل، د وچکالۍ له امله ډېرې کورنۍ له سیمې وتلې دي.
نوموړي وویل، د اوبو کچه دومره ټیټه شوې چې له امله یې ان باغونه وچ شوي دي: "اوبه دومره کمې شوي دي چې ان باغونه وچ شول، په پسرلي کې چې للمي کېږي، هغه وخت هېڅ باران نه و، چې له امله یې د بزګرانو فصلونه هېڅ ونه شول، خلک له خپلو کلیو نه په وتو دي، او وچکالي د تېرو کلونو په پرتله ډېره زیاته شوې ده."
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان اوس د اقلیمي بدلون له سختو زیانونو سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا له دې وړاندې د تېرې جولای په ۲۷مه ویلي و چې افغانستان سږ کال د اقلیمي ناورین له زیاتېدونکو پایلو؛ وچکالیو، بېسارې ګرمۍ، د سېلابونو ګواښ او د کرنیزو حاصلاتو او حیواني محصولاتو په تولیداتو کې د پام وړ کمښت سره مخ دی.
اوچا ویلي و چې جون میاشت په ټول افغانستان کې له منځنۍ کچې ټیټ ورښتونو او له معمولي کچې بیا لوړې درجې تودوخې کې تېره شوې، چې په بېلابېلو سیمو کې د واورې د ویلې کېدو له درکه د اوبو ټیټه کچه په دغه هېواد کې د اوبو سرچینو د شدید بد وضعیت له امله د اندېښنې وړ نښه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن د دوشنبې په ورځ د اګسټ څلورمه، په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، خوست، پکتیا، او پکتیکا ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
په خبرتیا کې راغلي چې د باران کچه له ۱۰ تر ۲۵ مليمترو پورې اټکل شوې.
که څه هم د یو شمېر وچکالۍ ځپلو سیمو خلک ښايي د اورښتونو دغه اټکل ته خوښ وي، خو د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي چې د سږ کال د اورښت موسم له معمول څخه مخکې په ډېر شدت پیل شوی، او په ځینو سیمو کې اټکل شوي بارانونه ښايي د وچکالۍ په کمولو کې مرسته وکړي، خو د سېلابونو ګواښ هم زیاتوي.