د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۸

دکابل د پوهنتون څخه فارغ شوی محصل د سړک په سر بریاني پلوری او خپل روزګار چلوي


د کابل د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځی فارغ یو محصل د کابل په کارته نو سیمه کې بیریاني پلوري. وايي خپل مسلک کې ورته کومه دنده پیدا نه شوه نو اړ شو چې یو رستورانت کې شاګرد شي، کار زده او بیا د خپل لاس دیګي، ګټې وټې ته کښیني.

محمد رضوان وایی دکابل پوهنتون څخه په عالی درجه فارغ شوی :

له حبیبي لیسې څخه فارغ شوم او کابل پوهنتون ته کامیاب شوم، په ۱۴۰۲ کې له کابل پوهنتون هم په عالي درجه فارغ شوم

محمد رضوان وايي، خپل مسلک اړوند ډیر په کار پسې وګرځېد خو ویې ونه موند بلاخره بیکارۍ تنګ کړ او یو رستورانت کې شاګرد شو:

" نهه میاشتې مې بیکاري وکړه، خپل مسلک کې وظیفې پسې وګرځېدمه خو چې وظیفه مې پیدا نه کړه، نو یو رستورانت کې مې شپږ میاشتې کار وکړ."

د ده په خبره چې هلته یې د اشپزۍ کار زده کړ او بیا یې د کابل د کارته نو په سرک نو کې د خوړو یوه غرفه ډولې کراچۍ ودروله او د خپل لاس دیګي، ګټې وټې ته کښیناست.

خو محمد رضوان وايي د بریاني تر څنګ نور خواړه هم پلوري:

قابلي ده، بریاني ده، دال دي او یخني ده، دا شیان زه په دې کراچۍ کې خرڅومه، د سهار له اوو بجو نه د شپې تر نهمو بجو پورې زه فعالیت لرمه، کابل کارته نو، سرک نو کې، ډیر لرې ځایونو نه خلک راځي، له لوګر نه، له جلال اباد نه.


بریاني تندي وریجي دي چې د هنديانو او پاکستانیانو خواړه ګڼل کېږي خو نن سبا په افغانستان کې هم ډېر خوښونکي لري، دا وریجې چرګ سره انګریزي کې یې چکن بولي پخېږي نو ځکه یې چکن بریاني بولي.

او کراچۍ هم د پاکستان یو ښار دی چې رستورانتونه یې خوندوره بریاني لري.

محمد رضوان وايي، اوس لپاره له خپل کار راضي دی، ځکه له بیکارۍ خلاص او څو غیرانه یې لاس ته ورځي چې خپلې اړتیاوې پرې پوره او کورنۍ سره هم مرسته وکړي:

" د ورځې شپږ، اووه سوه، پنځه سوه، کله درې سوه، دوه سوه، کله زر، پنځلس سوه، پاتې کېږي الحمدالله، شکر دی کار مې ښه دی."

ده واده نه دی کړی، پلار، مور شپږو ورڼو او دوه خویندو سره اوسېږي.

محمد رضوان هغو ځوانانو ته چې وزګاره دي او په لومړیو کې د ډېرو لوړو کارونو پیلولو په لټه کې دي دا وینا لري:

بهانې به نه لټوئ، زه خپله یو غټ مثال یم، ټولو باندې دا غږ کوم چې که په خپله رشته کې مو کار نشته یا نه پیدا کېږي، نو یو بل کار پیدا کړئ، بیکاره مه کښینئ، ځکه چې بیکاري ډیر بد شی دی، که غواړئ اشپزي زده کړئ زه مو خدمت کې یم، ماته بس دعا کوئ، زه نور تاسې نه هیڅ شی نه غواړمه.

د یادونې ده چې په افغانستان د طالبانو تر بیا ځلی واکمنېدو ورسته بیکاري ډیره پراخه شوې او ډیری هغوی چې لوړې زده کړې هم لري په دندو پسې سرګردانه دي.

د طالبانو حکومت په دې ورستیو کې په دولتي ادارو کې تنقیصات هم راوستل چې له دې امله یو شمیر پخوانیي په دندو شوي کسان هم بې دندو شول.

ډیر افغان ځوانانو په خپل هیواد کې د بیکارۍ له امله نورو هیوادونو ان په ناقانونه او مرګونو لارو کډوالۍ ته اړه شول چې نورو هیوادونو کې هم اوس د ایستلو په شمول بېلابیلو ستونزو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG