ټرمپ د سه شنبې په ورځ له بریتانیا څخه واشنګټن ته په لاره په الوتکه کې خبریالانو ته وویل، هغه د تیلو په بازار یا بیو باندې د روسیې د بندیزونو د احتمالي اغیزو په اړه اندیښنه نلري.
هغه وویل چې امریکا به د هر ډول اغیزو د جبران لپاره د کورني تیلو تولید زیات کړي.
له دریو کلونو څخه ډیر وخت کیږي چې روسیې په اوکراین برید کړی دی.
ټرمپ د خپل ۲۰۲۴ کال د ټاکنیز کمپاین په جریان کې ژمنه کړې وه چې جګړه به ژر پای ته ورسوي، خو په وروستیو اونیو کې یې په خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین نیوکه کړې او ویلي یې دي چې له هغه څخه مایوسه دی او مسکو ته یې د شخړې د پای ته رسولو لپاره ۵۰ ورځې ضرب الاجل ورکړی دی.
خو ټرمپ د دوشنبې په ورځ دا ضرب الاجل له ۱۰ څخه تر ۱۲ ورځو پورې راټیټ کړ.
د امریکا ولسمشر یوه ورځ وروسته وویل چې هغه د روسیې څخه د دې مسلې په اړه ځواب نه دی ترلاسه کړی.
له دې څرګندونو وروسته، د روسیې د امنیت شورا مرستیال، دیمیتري میدویدیف، په ایکس چینل کې په ځواب کې ولیکل چې "د روسیې لپاره د ډونالډ ټرمپ ضرب الاجل ګمراه کوونکی دی او کولی شي هغه ته په کور دننه تر هغه څه ډیر زیان ورسوي چې هغه یې فکر کوي."
د ټرمپ تر دغه خبرداري څو ساعته وروسته وړمه شپه اوکراین د روسیې تر سختو توغندیزو او بې پيلوټه الوتکو برید لاندې راغی چې لږ تر لږه ۲۲ تنه په کې ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.