امریکایي چارواکي وایي، د نیویارک په منهتن سیمه کې د ډزو له کبله د یوه پولیس په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.
پیښه پرون دوشنبه ( د زمري ۶مه) د نړۍ د پانګونې د یوه لوی شرکت په اسمان څکې ودانۍ کې رامنځته شوې.
ویل کیږي چې بریدګر د یوه بل تن تر ټپي کیدو وروسته ځان هم وژلی دی.
اسوشیتد پریس خبري اژانس د نیویارک د پولیسو په حواله حمله کوونکی ۲۷ کلن شین تامورا یاد کړی چې د لاس ویګاس اوسیدونکی و.
برید کوونکی د رواني ناروغیو شالید لري، خو میرمنې یې ویلي چې د برید انګیزه یې لا معلومه نه ده.
پولیسو د پیښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
پولیسو دا هم ویلي چې بریدګر په خپل موټر کې له لاس ویګاسه نیویارک ته راغلی و.
په پیښه کې د هغو دوو پولیسو له ډلې چې په دنده بوخت وو، یو تن وژل شوی دی.
وژل شوی پولیس هم ۳۶ کلن دیدار الاسلام یاد شوی چې د بنګله دیش یو کډوال و او له درې نیمو کلونو راهیسې یې نیویارک کې دنده درلوده.